source of image: http://4umi.com/image/book/aesop/Image83.gif
source of image: http://4umi.com/image/book/aesop/Image83.gif

 

 يوه شپه يو غل د يو چا د کور پر دېوال را وخوت ، د کور خاوند يو وفاداره او زورور سپی درلود . سپي چي غل و ليد په غپا يې پيل و کړ او کوښښ يې کاوه چي د کور خاوند را ويښ کړي . غله د دې د پاره چي سپی نور و نه غاپي نو سپي ته يې يوه ډوډۍ ور ښکاره کړه . سپي د غله ډوډۍ و نه منله او غله ته يې و ويل : ” دا ډوډۍ چي ته يې را کوې رشوت دئ ، او دا رشوت په دوه سببه زه نه منم . لومړی دا چي که زه و نه غاپم نو څښتن مي نه را ويښيږي او ته د کور سامان او شيان وړې او دا کار د کور د خاوند په حق کي لوی خيانت دئ ، ځکه هغه ما ساتي او ما ته ډوډۍ راکوي او زه نه غواړم چي د ده د دغه نېکۍ په مقابل کي خيانت ور سره و کړم .

دوهم دا چي که زه د کور څښتن را ويښ نه کړم او تا پرېږدم چي د کور شيان يې يوسې نو خاوند به مي مسکين سي او بيا به نه سي کولای چي ما ته ډوډۍ راکړي نو هيڅکله دا کار نه کوم.» تر دې وروسته سپي په زوره زوره و غپل هغه وو چي د کور خاوند را ويښ سو او غل و تښتېد. 

ترتيب کوونکی :  عبدالعلي رسولزاده

منبع: www.pashto.se ، د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ لومړۍ نېټه

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.