source of image: https://i.kinja-img.com/gawker-media/image/upload/s--SQ4BHUHs--/c_fit,fl_progressive,q_80,w_636/18k28bqmypei7jpg.jpg
source of image: https://i.kinja-img.com/gawker-media/image/upload/s--SQ4BHUHs--/c_fit,fl_progressive,q_80,w_636/18k28bqmypei7jpg.jpg

 

 يوه ګيدړه ډېره وږې سوې وه نو د يوه کلي پر لور را رهي سوه چي د خوړو کوم شی پيدا کړي . کله چي کلي ته را و رسېده ګوري چي د يوه کور پر بام يوه چاغه چرګه ناسته ده . 

ګيدړي د ځان سره فکر و کړ چي په څه چل به دغه چرګه و خوري . نو چرګي ته يې په داسي خبرو پيل و کړ چي : ” ګراني خوري زه خبره سوې يم چي ته ناروغه سوې يې او ګرزېدای نه سې . نو اوس راغلې يم چي ستا پوښتنه وکړم او دوا در و ښيم . مهرباني و کړه د بام څخه راکښته سه څو يو ګړی سره کښينو او د زړه حال يو او بل ته و وايو” .

چرګي ور ته و ويل : ” زه د خدا شکر دئ جوړه روغه يم او هيڅ لا نه دي را سوي او نه غواړم چي در کښته سم . زما مور ماته داسي نصيحت کړئ دئ چي هيڅ وخت به د دښمن په غوړو خبرو نه غولېږې او هيڅ وخت دي دښمن نه دوست کيږي . نو ته زما دښمنه يې او ستا کورنۍ هم زموږ د کورنۍ سره ذاتي دښمني لري . نو زه نه در کښته کېږم . ګيدړي چي دا خبري واورېدې په ډېره خواشيني سره ولاړه .

ترتيب کوونکی :  عبدالعلي رسولزاده

منبع: www.pashto.se ، د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ لومړۍ نېټه

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.