source of image: https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/7/79/Cat_and_Mice_Drawing.jpg
source of image: https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/7/79/Cat_and_Mice_Drawing.jpg

 

  دوه موږکان پر يوه لار سره ملګري وه . يوه بل ته يې سره وويل : ” هر څه چي مو پيدا کړه په خپلو منځو کي به يې برابر ووېشو” . په پای کي د يوه پنير خرڅوونکي دکان ته راغله . د شپې پنير خرڅوونکئ کور ته ولاړ او دکان موږکانو ته پاته سو . موږکانو په يوه کاسه کي د پنير يوه ټوټه پيدا کړه . د پنير ټوټه يې را واخيسته او ويې ويل : ” اوس نو بايد يو دريم څوک وي چي د پنير دغه ټوټه برابره را ووېشي.» نو راغله يوې پيشي ته يې ور ږغ کړه چي دا کار وکړي .

پيشي وويل چي : ” د دې کار د پاره يوې تلي ( ترازو ) ته اړتيا ( ضرورت ) دئ.» نويې د دکان د تلي څخه کار واخيست . 

پنير يې دوې ټوټې کړ او د تلي و پلو ته يې ور واچاوه . که ګوري چي د تلي يوه پله درنه او يوه سپکه ده ، نو يې د درنې پلې د پنير څخه يوه ټوټه پرې کړه او په خوله يې کړه . ګوري چي اوس بيا هغه بله پله درنه سوه ، نو يې د هغې پلې د پنير څخه يوه ټوټه راپرې کړه او خولې ته يې واچوله څو پدې شان يې ټول پنير و خوړ . موږکانو يو او بل ته سره وکتل او پيشو ته يې وويل : ” دا څرنګه وېش او قضاوت وو ”؟ پيشو ور ټوپ کړه او دواړه يې و خوړل او د ځان سره يې و ويل : ” دا ساده ګان ګوره چي تر اوسه يې خپل دوست او دښمن و نه پېژندئ.»

ترتيب کوونکی :  عبدالعلي رسولزاده

منبع: www.pashto.se ، د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ لومړۍ نېټه

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.