source of image: http://puppy4you.homestead.com/logo-man_horse_black3.gif
source of image: http://puppy4you.homestead.com/logo-man_horse_black3.gif

 

 يو سوداګر د خپل نوکر سره په سفر رهي سو . سودا ګر د ځانه سره خپل آس هم رهي کړ . پسله څه سفره کوولو څخه د شپې د تېرېدو د پاره په يوه کلي کي پاته سوه . پدې وخت کي يوه سړي ورته و ويل : ” پدې کلي کي خورا ډېر غله دي ، نه چي آس مو در څخه غلا کړي . سوداګر چي دا خبره واورېده نو يې نوکر ته وويل : ” نن شپه به ته بيده سې او زه به پيره کوم چي آس څوک غلا نه کړي . نوکر ورته و ويل : ” دا ښه کار نه دئ چي نوکر بيده وي او بادار پيره کوي ، ته بيده سه او زه به پيره کوم .

پسله څو ساعتو خوب کولو څخه سوداګر را ويښ سو او د نوکر څخه يې پوښتنه و کړه : ” په څه شي کي فکر کوې ” ؟ 

نوکر جواب ور کړ : ” پدې کي فکر کوم چي خدای ( ج ) مځکه څرنګه پيدا کړې ده.» سوداګر ورته وويل : ” دا فکر مه کوه ، نه چي آس غله بو نه زي.» نوکر ور ته وويل : ” زه پر آس پيره کوم . ته بې غمه بيده سه.»

پسله څه مودې څخه بيا سوداګر را ويښ سو او د نوکر څخه يې پوښتنه وکړه : ” په څه شي کي فکر کوې ”؟

 نوکر جواب ور کړ : ” پدې کي فکر کوم چي خدای ( ج ) اسمان څرنګه بې پايو ( ستونه ) پيدا کړئ دئ.» 

سوداګر ورته و ويل : ” پدې خبرو کي فکر مه کوه نه چي آس غله در څخه بو نه زي.»

نوکر ورته و ويل :” ته بېغمه ارام و کړه، زه پر آس پيره کوم.»

د دې ځلي چي سوداګر بيا را ويښ سو د نوکر څخه يې پوښتنه وکړه : ” په څه شي کي فکر کوې ”؟ نوکر جواب ور کړ : ” پدې کي فکر کوم چي د آس ځين به ته واخلې او که زه ، ځکه آس غلو بېولئ دئ او ځين يې پر ايښئ دئ .» 

ترتيب کوونکی :  عبدالعلي رسولزاده

منبع: www.pashto.se ، د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ لومړۍ نېټه

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.