source of image: http://cdn2.momjunction.com/wp-content/uploads/2014/06/The-Fox-And-The-Goat.jpg
source of image: http://cdn2.momjunction.com/wp-content/uploads/2014/06/The-Fox-And-The-Goat.jpg

 

يوه ګيدړه چي ډېره تږې سوې وه ، شا و خوا ګرزېده تر څو يو غوړپ اوبه پيدا کړي او و يې چښي . هغه وو چي پر يوه څا پېښه سوه . ناببره يې پښه و ښويده او په څا کي و لوېده . هر څومره چي يې کوښښ و کړ و يې نه سوای کړای چي د څا څخه را ووزي نو نا چاره سوه چي هلته پاته سي . 

پدې وخت کي يوه تږې بزه ( وزه ) هم دې څا ته راغله . که ګوري چي په څا کي يوه ګيدړه ده . بزې

 ( وزې ) د ګيدړي څخه پوښتنه و کړه : ” اې ملګري ! د دې څا اوبه خوږې دي که 

 تروې ” ؟

ګيدړي جواب ور کړ : ” ګراني ملګري ! داسي خوږې اوبه دي چي په ژوند کي مي نه دي چښلي ، را کښته سه او د دې څا اوبه و چښه ” . 

کله چي بزې د ګيدړي دا خبره واورېده نو دا هم څا ته ور کښته سوه . ګيدړه چي ډېره چالاکه وه نو ژر يې د بزې پر اوږو پښې کښېښودې او د څا څخه يې ځان را و ايست او بزه يې په څا کي پرېښوده .

بزې چي هر څومره کوښښ و کړ چي د څا څخه را ووزي بريالۍ نه سوه نو يې د ګيدړي څخه مرسته و غوښته او ورته و يې ويل : ” ګراني ملګري ! ما چي ستا سره مرسته و کړه او ته مي د څا څخه را و ايستې نو او س ته هم زما سره مرسته 

 و کړه.»

ګيدړي ورته و ويل : ” تا خو زما سره هيڅ مرسته نه ده کړې ، دا خو زما ښه فکر وو چي زه يې د دې څا څخه را و ايستم” . بزه هم ناچاره سوه او په څا کي پاته سوه .

 ترتيب کوونکی :  عبدالعلي رسولزاده

منبع: www.pashto.se ، د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ لومړۍ نېټه

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.