source of image: http://fablesofaesop.com/wp-content/uploads/2014/08/caldecott_035.png
source of image: http://fablesofaesop.com/wp-content/uploads/2014/08/caldecott_035.png

 

  يوه ورځ يو پسه په يوه چمن کي په څړ بوخت وو چي ناببره يو وږئ لېوه ور باندي راغئ ، پسه چي لېوه و ليدئ په منډه يې پيل وکړ او لېوه ( شرمښ ) هم ور پسې و ځغاست . پسه پسله څه ځغستا څخه ستړئ سو او و پوهېدئ چي د لېوه څخه نه سي خلاصېدای . ځکه نو ودرېدئ او مخ يې و لېوه ته راواړاوه او ورته ويې ويل : ” زه پوهېږم چي ته ما خورې او پوهېږم چي زه ستا څخه نه سم خلاصېدای . دغه دئ خپل ځان و تا ته په ډېر احترام تسليموم . مګر زه يوه غوښتنه لرم ، هغه دا چي د مخه تر دې چي زه مړ سم غواړم چي ستا په مخ کي نڅا وکړم او ته اواز راته و کړې او دا کار به ستا په ژوند کي يوه خاطره وي”. لېوه په ډېره خوښي د پسه غوښتنه ومنله او په اواز کښلو يې پيل وکړ، پسه په نڅا پيل وکړ. د لېوه اواز د کلي شاوخوا سپيو واورېدئ او په ځغاسته راغله . د سپيو په رارسېدو سره لېوه ځان په خطر کي و ليدئ، و تښتېدئ او پسه يې د خولې ووتئ .

 لېوه پدې پېښه ډېر خواشينی سو او و يې ويل : ” ما د ځان څخه سازنده جوړ کئ حال دا چي زه بايد قصاب وای”.

ترتيب کوونکی :  عبدالعلي رسولزاده

منبع: www.pashto.se ، د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ لومړۍ نېټه

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.