source of image: https://scoirl.files.wordpress.com/2015/03/judge_at_desk.gif
source of image: https://scoirl.files.wordpress.com/2015/03/judge_at_desk.gif

 

 د يوه سړي څخه د څلورو سوو روپيو يوه هميانۍ ورکه سوه، ډېره يې و لټوله خو پيدا يې نه کړه .

اعلان يې و کړ چي که دده همياني چا پيدا کړه او را يې وړه، دوه سوه روپۍ به انعام ور کړي . 

همياني يوه غريب بزګر و مونده او ورته را يې وړه . کله چي يې انعام ځني و غوښته، سړي خوله پر را خلاصه کړه او دعوه يې پرې وکړه چي د ده په همياني کي دوې مرغلري هم وې، ” هغه څه شوې”؟

بزګر وويل : ” ما خو مرغلري نه دي ليدلي، دغه همياني چي مي څنګه موندلې ده، هغسي مي راوړې ده.»

 د هميانۍ خاوند وويل : ” ځه ته د انعام وړ نه يې، ځکه تا مرغلري پټي کړي دي او غله ته انعام نه سي ور کول کېدلای.»

 بزګر پوه شو چي سړي دوو سوو روپيو ته خبره جوړه کړې ده او پدې چل را نه پيسې خوري، نو ژر قاضي ته ولاړ .

قاضي د هميانۍ څښتن را وغوښت او ور ته ويې ويل : ” ته په څه وايې چي ستا په همياني کښي دوې مرغلري هم وې”؟

 سړي وويل : ” هو قاضي صاحب دوې سوچه مرغلري هم په کې وې، هغه دي راکړي، چي انعام ور کړم”.

قاضي بزګر ته مخ ور واړاوه او ويې ويل : ” هلکه پدې همياني کي دوې مرغلري پرتې وې”؟

هغه وويل :” قاضي صاحب زه قسم خورم چي تر څلور سوه روپيو پرته نور هيڅ شی هم نه وو”.

 قاضي د هميانۍ څښتن ته وويل : ” ته وايې چي مرغلري پکښې وې او دی قسم خوري چي نه وې پکښې . نو معلومه سوه چي ستا همياني دا نه ده . دا د کوم بل چا څخه لوېدلې ده، دا دبزګر سوه او چي ستا همياني څه وخت پيدا سوه نو در و به سپارل سي .»

ترتيب کوونکی :  عبدالعلي رسولزاده

منبع: www.pashto.se ، د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ لومړۍ نېټه

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.