source of image: https://clipartfest.com/download/5617523aeb1d33032ea0c2ada359da4f8d511fd7.html
source of image: https://clipartfest.com/download/5617523aeb1d33032ea0c2ada359da4f8d511fd7.html

 

يو سړي يو چا ته زر افغانۍ په پور ورکړې. څه موده وروسته چي يې خپلي پيسې بېرته ورڅخه وغوښتې پوروړئ پر پيسو منکر سو.

د پيسو خاوند قاضي ته عرض وکړ. قاضي چي د دواړو څخه پوښتني وکړې، پوروړي سوګندونه کول چي ماته يې نه دي راکړي.

قاضي د پيسو خاوند ته وويل: «پيسې دي چيري ورکړې؟» هغه ورته وويل: «تر يوې درختي (وني) لاندي ولاړ وو چي ور مي کړې.»

قاضي د پيسو خاوند ته وويل: «ورسه هغه ونه (درخته) راوله چي شاهدي ورکړي.»

سړي وويل: «ونه (درخته) به څرنګه راسره راسي؟»

قاضي ورته وويل: «ورسه وني ته ووايه چي راسه قاضي غوښتې يې.»

سړی ولاړ چي ونه راولي، قاضي د پوروړي څخه پوښتنه وکړه: «ايا هغه سړی به اوس رسېدلئ وي؟»

پوروړي وويل: «نه تر اوسه به لا نه وي رسېدلئ. ځکه هغه ونه خو ډېره ليري ده.»

قاضي چپ سو، څه شېبه وروسته د پيسو خاوند راننوت او سلام يې وکړ، قاضي ورته وويل: «را دي نه وسته؟»

سړي ورته وويل: «هر څونه چي مي ورته وويل جواب يې را نه کړ.»

قاضي وويل: «راځه وني شاهدي ورکړه.»

هغه سړي قاضي ته په حيرانتيا وويل: «زه خو دلته ستا سره ناست وم، وني کله شاهدي وويل؟»

قاضي ورته وويل: «ما چي ستا څخه پوښتنه وکړه، چي هغه سړی به اوس وني ته رسېدلئ وي؟ نو که يې تاته رښتيا تر هغې وني لاندي پيسې نه وای درکړي نو تا به ويلي وای چي ماته ونه نه ده رامعلومه چي چيرته ده.»

هغه سړي سر ځوړند ونيو او قاضي د سړي زر افغانۍ ځني واخيستې.

 ترتيب کوونکی :  عبدالعلي رسولزاده

منبع: www.pashto.se ، د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ لومړۍ نېټه

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.