source of image: http://blogs.mazars.com/ireland/files/2013/09/Fox-Hen.jpg
source of image: http://blogs.mazars.com/ireland/files/2013/09/Fox-Hen.jpg

 

  يو چرګ کلي ته نژدې په پټيو کي دانې ټولولې چي ناڅاپه يوه ګيدړه ورباندي راغله، چرګ چي ګيدړه وليده ژر يې د يوې وني څانګي ته ورټوپ کړه او د وني په يوه لوړه څانګه کي کښېناست، ګيدړه وني ته نو شوای پورته کېدلای. نو له خپل چل او مکر څخه يې کار واخيست او چرګ ته يې وويل: «اې چرګه! زه خبره شوم چي ته ناروغ يې، ستا د پوښتني د پاره راغلې يم. هيله کوم چي يو وار راکښته شې تر څو يوه شېبه سره کښېنو، خبري وکړو.»

چرګ ورته وويل: «زه تا پېژنم چي چل بازه او مکاره ګيدړه يې او د دې د پاره راغلې يې چي ما وخورې. زه نه درکښته کېږم، ځکه ستاسو خاندان زموږ ډېر چرګان وروڼه خوړلي دي.»

ګيدړي ورته وويل: «هغه خو د ناپوهۍ وختونه وه چي کوم قانون موجود نه وو. اوس د زمري له خوا يو نوئ قانون جوړ سوئ دئ او په هغه کي د حيواناتو تر منځ دښمني ليري شوې ده، او همدا سبب دئ چی اوس ليوه له پسه سره، پيشو له موږک سره، ګيدړه له چرګانو سره او همدا رنګه نور حيوانات يو له بل سره يوځای ګرځېدلای شي.»

چرګ ورته وويل: «شکر دئ چي د نوي قانون په اساس وېره له منځه ورکه شو او د حيواناتو تر منځ دوستي مينځ ته راغله، نو زه هم هيله کوم چي ته هم د هغو سپيانو سره چي ستا پر لور را رهي دي کښېنې او خبري وکړې.» ګيدړي چي دا خبره واورېده شاته يې وکتل. ګوري چي په رښتيا د دې پر لوري سپيان را راهي دي نو په ځغاسته يې شروع وکړه.

چرګ ورته وويل: «چيرته منډي وهې؟»

ګيدړي ورته وويل: «ښايي چي سپيانو به نوئ قانون نه وي لوستلئ، په خبر به نوي او ما به وخوري.»

 ترتيب کوونکی :  عبدالعلي رسولزاده

منبع: www.pashto.se ، د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ لومړۍ نېټه

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.