source of image: http://ii.designtoscano.com/fcgi-bin/iipsrv.fcgi?FIF=/images/toscano//source/QM2803500_1.tif&wid=1000=&cvt=jpeg
source of image: http://ii.designtoscano.com/fcgi-bin/iipsrv.fcgi?FIF=/images/toscano//source/QM2803500_1.tif&wid=1000=&cvt=jpeg

 

 يوه ورځ يوه ليوه د پسه پوستکئ واغوستئ او د پسو په رمه کي ګرځېدئ. لومړی پسونه او شپون نه په پوهېدل چي دا لېوه دئ او که پسه. کله چي به د شپون پام بلي خوا ته شو، ژر به يې پر يوه پسه حمله وکړه او هغه به يې وداړه. پدې توګه يې څو پسونه ټپيان کړل.

څه وخت وروسته شپون ورباندي پوه شو، نو يې ونيو او په يوه ونه پوري يې کلک (ټينګ) وتاړه. ناڅاپه له څو ګړيو تېرېدو وروسته يو بل ډېر وږئ لېوه پر هغه لوري راغئ، ګوري چي پسه په ونه پوري تړلئ دئ، نو ژر يې حمله ورباندي وکړه، خوله يې پرې ولګول او غاښونه يې پکښي ننه ايستل. لېوه چي هرڅونه کوکاري او نارې وکړې او ويې ويل چي «زه ستا په شان لېوه يم مګر د پسه پوستکئ مي اغوستئ دئ»، هغه لېوه يې خبره ونه منله، په پای کښي يې لېوه په ډېره ناوړه توګه مړ کړ، څه يې وخوړ او ورڅخه ولاړ.

 ترتيب کوونکی :  عبدالعلي رسولزاده

منبع: www.pashto.se ، د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ لومړۍ نېټه

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.