source of image: http://www.pakistantv.tv/wp-content/uploads/2014/02/5310a71b42b29.jpg
source of image: http://www.pakistantv.tv/wp-content/uploads/2014/02/5310a71b42b29.jpg

 

يو سړي يو توتي درلود. کله چي به د کوره وتئ نو توتي به يې هم له ځانه سره يووړ او په يوه ځای کي به يې ځوړند کړ. سړی چي به کله په کار بوخت شو توتي به په خبرو پيل وکړ او ورته ويل به يې چي ورځ په خير.

يوه ورځ سړي ته يو ضروري کار ور پېښ شو، توتي يې په کور کښي پرېښود او ولاړ. پدې وخت کښي د سړي ګاونډی راغئ، توتي يې واخيست او خپل کور ته يې يووړ. کله چي د توتي خاوند راغئ ګوري چي توتي نشته. نو ډېر خواشينئ شو او ګاونډي کور ته ولاړ او ورته ويې ويل:

«وروره ! زما توتي چا وړئ دئ ته خبر نه يې؟»

ګاونډي ورته وويل: «يه.»

پدې وخت کي توتي د خپل خاوند اواز واورېدئ او نارې يې کړې: «ما واخله او کور ته مي يوسه.» د توتي خاوند کوټې ته ورننوت او توتي يې راواخيست. پر ګاونډي باندي يې خولې راماتي شوې او له ځانه سره يې وعده وکړه چي بيا به غلا نه کوي.

 ترتيب کوونکی :  عبدالعلي رسولزاده

منبع: www.pashto.se ، د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ لومړۍ نېټه

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.