source of image: http://static.moralstories.org/wp-content/uploads/2009/05/mouselion.jpg
source of image: http://static.moralstories.org/wp-content/uploads/2009/05/mouselion.jpg

يادونه: دغه نکل د نظم په شکل هم ليکل سوی او کولای سئ چي پر دغه لينک يې ولولئ.

 

چي ؤ په یو ځنګل کي يو نانی موږک ؤ. د هغه کور د ېوې درختي لاندي په يو غار کي ؤ. هغه پر خپلي مور بيخي ډېر ګران ؤ. مور يې ورته ويل: زما پستکيه پنډکيه خټکيه زويه، دباندي چي وزې نو ډېر پام کوه. داسي نه چي يو زمری درباندي پېښ سي او وديخوري.

خو يوه ورځ دغه نانی موږک را ووتی او په ځنګل کي يې بازۍ (لوبي) کولې. په ځنګل کي د ځنګل باچا زمری بيده ؤ او داسي خرآری يې کاوه... خرررررآخررررر... موږک راغلی او د زمري په لکۍ يې بازۍ شروع کړې، لکۍ به يې پورته کړه، بيا به يې کښته کړه، بيا به يې د زمري پر شا وروځغستل، بيا به يې غوږ ته ور وختی. په دغه حال کي زمری راويښ سو. موږک يې په پنجه کي ونيوی او په دردمن آواز يې ورته وويل: پخخخخ... ولي دي راويښ کړم؟ کخ موږکه!، اوس به دي وخورم!

ناني موږک و زمري ته وويل: آ زمريه، ما مه خوره، زه نانی نانی موږک يم، پستکی يم پنډکی یم خټکی يم، زما مور ماته داسي وايي. که زه کور ته ولاړ نه سم، نو زما مور به په ما پسي ژاړي او وايي به چي زما خټکی پنډکی نه دی راغلی، نو ته ما مه وژنه او ما مه خوره!، کيدلای سي چي يو وخت زه ستا سره کومک وکولای سم. زمري چي کله د موږک دا خبره واورېده، نو خندار ورغله، هاهاها، ته او زما سره کومک؟ زمري و موږک ته وويل: ته خو دومره نانی يې او زه دومره زورور او لوی يم، د ځنګل باچا يم، زه به څنګه او ولي ستا کومک ته اړکيږم؟ ځه ولاړ سه کور ته چي بله ورځ دې خوا ته رانسې او ما په عذاب نه کړې. همدا ؤ چي زمري موږک ايله کړ.

موږک وځغستل او په يو تراټ يې ځان خپلي مور ته ورساوه چي په کور کي ورته په انتظار وه. موږک د خپلي مور په زړګي کي ولوېدی او مور هغه مچ کړ او پوښتنه يې ورڅخه وکړه: وۍ دا ولي داسي ستړی سوی يې؟ څه شي خبره ده؟ موږک ټوله کيسه ورته وکړه. مور يې ورته وويل: ما نه ول درته ويلي چي دباندي مه وزه او داسي نه چي کوم زمری يا د زمري خاله پيشي درباندي پېښه نه سي؟ شکر چي اوس روغ رمټ راغلې.

يو څه وخت چي تير سو نو و دغه ځنګل ته ښکاريان راغلل. ښکاريان هغه څوک دي چي حيوانان نيسي. نو دغو ښکاريانو د رسيانو څخه جوړ سوی يو جال کښېښودی. داسي ټينګ جال ؤ چي د ټينګو رسیانو څخه جوړ سوی ؤ. زمری په ځنګل کي راروان ؤ او نه ؤ خبر چي ښکاريانو په ځنګل کي جال پټ کړی ؤ. همدا ؤ چي کړپ سو او زمر په جال کي بند سو. زمری داسي ټينګ بند سو چي هيڅ يې لاسونه او پښې نه سوای ښورولای او ځان يې هيڅ نه سوای خلاصولای. زمري ډېر کوښښ وکړ چي ځان خلاص کړي خو ډېر ټينګ بند ؤ. همدا ؤ چي زمري په ژړا شروع وکړه او د ځان سره يې وويل: زه څنګه ټينګ بند سوی يم. په ځنګل کي خو زه تر ټولو زورور يم، خو ځان نه سم خلاصولای. نو تر ما خو بل څوک زورور نسته چي ما خلاص کړي.

په دغه حال کي هغه نانی پنډکی پستکی موږک چي ؤ، هغه بيا راوتلی ؤ او په ځنګل کي يې بازۍ کولې چي د زمري ژړا يې واورېده. موږک و زمري ته ورغلی او ورته ويې ويل: اسلام عليکم زمريه، ته ولي ژاړې؟ زمري ورته ټول نکل وکړ. موږک ورته وويل: ته مه ژاړه، زما بيخي ميده ميده او تېره غاښونه دي، زه به په خپلو غاښونو د دغه جال رسۍ پرې کړم او تا به خلاص کړم. همدا ؤ موږک په خپلو ميده او تيره غاښو د جال د رسيو چيچل شروع کړل او د يوې پسي بله رسۍ يې پرې کړه. کله چي په جال کي يو لوی سوری جوړ سو نو زمری ورڅخه راووتی او خلاص سو او زمری بيخي ډېر خوشاله سو. زمري د خدای څخه شکر وکړ او بيا يې د ناني موږک څخه مننه وکړه. زمري ورته وويل: مننه نانيه پنډکيه موږکه چي زه دي راخلاص کړم. زمري ورڅخه بخښنه وغوښته چي موږک يې کمزوری او کوچنی بللی ؤ.

همدا ؤ چي نانی موږک او زمری سره دوستان سول. موږک به د زمري پر شا کښېنستی او زمري به د ټول ځنګل چکرونه ورکول.

کيسۍ ولاړه پورته زه راغلم کور ته.

ليکونکی او ژباړونکی: احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د سپتمبر ۱۵مه نېټه، بون

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.