source of image: https://www.theuntappedsource.com/image.php?id=38722
source of image: https://www.theuntappedsource.com/image.php?id=38722

 

  مچۍ ځنګل کي يوه ګرځېده خوشاله 

له ګل يوه څخه بل ګل ته تله ملاله 

د بزبزي ږغ يې زمری يو په عذاب کړ 

زمري مچۍ ته ويل خوب دي راخراب کړ

زه شهزاده يم د ځنګل او د دې سيمي

پلار مي باچا دی د نړۍ تقريبا نيمي

زه درته امر کوم بس دي نور دا شور کړه

که نه نو وټاکه معلوم دي اوس لا ګور کړه

مچۍ ويل زمريه ځوانه زوروره

ګواښل به تاته وي عادي غوندي خبره

که په جسد چيري وړه درته ښکارېږم

ډېره بې توانه او ناچيز درته ښکارېږم

خو ماچي ګواښې دا خبره نه ده سمه

ستا غلطي ده تجربه دي ده لا کمه

پوه کړه ته ځان په دې خبره اې زمريه

موږ چي مات کړی دی د هغه چا لمسيه

ستا چي نيکه ؤ هغه هم ښه سم مغرور ؤ

د خپل قوت په نشه ډوب ښه دی مسرور ؤ

نيکه دي هم دا ستا په شان ؤ بې اثره

زموږ له قوته، له وحدته بې خبره

ازار يې کړه ځکه مچۍ ویل: «باچا يم

زه زورور يم او تر ټولو زه دانا يم»

همدا ؤ راغلی باندي فوج د اویا زرو

د ښځينه ؤ، نارينه ؤ او عسکرو

دغه جنجال ورته تمام په ډېر قيمت سو

د مچمچيانو سره جنګ ورته زحمت سو

موږ په جسد کي که کوچنۍ يو خو قوي يو

موږ اويا زره يو پر هر چا موږ حاوي يو

موږ زحمت کښه يو، شپه ورځ کوو کارونه

خبري نه کوو، کوو موږ عملونه

په موږ کي نسته سل فرقې او سل قومونه

نه سل سرداره، سل مرامه سل قانونه

مور مو يوه، ملکه يوه، موږ يو ملت يو

تر يو چت لاندي موږ يومټي په وحدت يو

چي مساوات وي او وحدت وي په ملت کي

ژوند به مدام کوي آرام ښه په عزت کي

 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د سپتامبر ۷مه نېټه، بون

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.