source of image: http://images.wisegeek.com/boy-child-brushing-teeth.jpg
source of image: http://images.wisegeek.com/boy-child-brushing-teeth.jpg

 

  پلاره پلاره ګرانه پلاره

چاکلېټ راوړه له بازاره

موري موري ګراني موري

رېوړۍ راکړه لږ لا نوري

وروره وروره ګرانه وروره

بوره اخلم زه په زوره

خوري خوري ګراني خوري

پټاسې اخلم زه نوري

نيکه جانه نيکه جانه

پلمېټ راکړه ښه پرېمانه

انا جاني انا جاني

جوړ خواږه کړه شربتاني

اکا جانه اکا جانه

ګوړه غواړمه ارزانه

عمه جاني عمه جاني

کولچې راکړه برنجانې

د غاښ درده د غاښ درده

سر خوږيږي مي اوس ګرده

خوږو شيانو خوږو شيانو

غاښ مي تور سو په چينجيانو

توبه توبه زما توبه ده

له خوږو شيانو مي توبه ده

موري موري ګراني موري

خوږې نه غواړم زه نوري

پلاره پلاره ګرانه پلاره

مسواک راوړه له بازاره

وروره وروره ګرانه وروره

غاښونه مينځم راته ګوره

خوري خوري ګراني خوري

سابه مېوي به خورو ښه ډيري

توبه توبه زما توبه ده

له خوږو شيانو مي توبه ده

 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د سپتامبر ۵مه نېټه، بون

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.