source of image: http://www.hijabfashion.com/wp-content/uploads/2016/04/raising-muslim-child.png
source of image: http://www.hijabfashion.com/wp-content/uploads/2016/04/raising-muslim-child.png

 

 د لمونځ دي شپاړس شمېر فرضونه

بېله يې نه کيږي لمونځونه

پر دوو حصو سره تقسيم دي

دواړي حصې حتمي مهم دي

نهه بلل کيږي چي شرطونه

فرضونه دي له لمونځ بيرونه

اوه چي بولي څوک رُکنونه

دننه دي د لمونځ فرضونه

 

۹ شرطونه (۹ باندني فرضونه)

 

شرطونه نهه به اوس بيان کړو

او ښه به پوه ورباندي ځان کړو

اول شرط دا دی چي به پاک وي

د لمونځ ګزار بدن خواپاک وي

دويم شرط دا چي به وي پاکي

د لمونځ ګزار جامې خواپاکي

دريم شرط دا دی چي به پاک وي

د لمونځ ټول ځای به ښه خواپاک وي

څلورم شرط شرط د اودس دی

پر هغه چا چي بې اودس دی

غسل جنوب بايد هم وکړي

که وي معذور تيمم وکړي

پنځم دی شرط په وضاحت

چي پټ به وي ټوله عورت

د ناف زنګون تر منځ حصه

دا دی عورت د نارينه

بېله د پښو څهرې لاسونو

بدن عورت ټول د مېرمنو

شرط چي شپږم دی رُخ کول دي

پر لور کعبې د مخ کول دي

اوم چي شرط دی زما وروره

نيت د لمانځه دی ښه وګوره

شرط يې اتم تکبير ويل دي

د تحريمه تکبير کول دي

نهم چي شرط نهم چي فرض دی

دا چي هر لمونځ پر خپل وخت فرض دی

 

۷ ارکان (۷ داخلي فرضونه)

 

اوس به در وښينم رکنونه

د لمونځ دننه دا فرضونه

قيام يا نيغ ودرېدل دي

رُکن لومړی جګ درېدل دي

حد اقل د يو آيت دی

رُکن دويم دی قرات دی

رُکن دريم دی بيا رکوع

پکښي کوه ته ښه خشوع

سجده رُکن ده څلورمه

ناسته وروستۍ يې هم پنځمه

په يو عمل له لمونځ وتل دي

شپږم سلام وګرځول دي

اوم چي رُکن دی زما وروره

د لمونځ ترتيب دی ښه وګوره

په خپل ترتيب سره کول دي

د لمونځ ارکان ادا کول دي

نهه يې شروط اوه رکنونه

شپاړس دا سول د لمونځ فرضونه

يو واري بيا زه درته وايم

ښه په اخلاص يې درته وايم

نه ادا کيږي ستا لمونځونه

که پوره نه کړې ټول فرضونه

 

(د امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله تعالی د مذهب مطابق)

 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د اګست ۲۹مه نېټه، بون 

 

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.