source of image: https://thumbs.dreamstime.com/x/cute-little-mouse-sleeping-33226420.jpg
source of image: https://thumbs.dreamstime.com/x/cute-little-mouse-sleeping-33226420.jpg

 

 يو پنډکی کوچنی هلک ؤ

زړګی يې نوم زوی د ملک ؤ

پر مور او پلار باندي ډېر ګران ؤ

زړګی واوا ډېر، خو لږ وران ؤ

د هغه خونه لږ کوچنۍ وه

پکښي راخلاصه لو کړکۍ وه

يوه ورځ راغلی دې کړکۍ ته

نانی موږک خوني کوچنۍ ته

نانی موږک د زړګي دوست سو

په کوچنۍ خونه کي ښه پوست سو

يوه ورځ مور ويل زړګيه

زما زويک زما لاليه

موږک موږ نه غواړو په کور کي

پاشي پنير دی په هر لور کي

ستا به بابا راوړي پيشو نن

چي موږک واچوي له پښو نن

کله پيشي چي راغله کور ته

ټول يې حيران سول و جګ شور ته

مياؤ مياؤ شروع او په ځغستا سوه

موږک له مخي دا په شا سوه

موږک يې وشړی له کوره

پيشي مياؤ مياؤ کاوه په زوره

پيشي څيرله بالښتونه

هر ځای کول يې اودسونه

مور د زړګي ويل پيشو ده

ډېره شېطانه په پېښو ده

هغې ويل موږ به پيدا کړو

يو سپي پيشي چي په ځغستا کړو

همدا ؤ پلار راوړی يو سپی

په کور کي جوړ سو بيا دربی

غپا يې وکړه ښه په زوره

پيشي يې ورکه کړه له کوره

خو سپی يو نوی درد د سر سو

دی په ټول کور کي ګز و بر سو

ټوله ورځ سپي غپا کوله

کور کي به ده ترپا کوله

سپي په بوټو لوبي کولې

څپلۍ هغه ټولې څيرلې

مور ويل پلار ته پرېشان يو

د سپي له وجې ډېر حيران يو

کورته به راولو زمری يو

چي هغه جوړ کړي جګ غړومبی يو

زمری چي راغلی ورک سو سپی

په کور کي جوړ سو بیا غړومبی

زمري بيا پېل کړل څه کارونه

د برق يې پرې کړل ده تارونه

مور پلار زړګی ډېر بېرېدل

له زمري ډېر دوی ډارېدل

مور ويل فيل راته پکار دی

بحث يو بل کول بېکار دی

همدا ؤ فيل راغلی و کور ته

ټول يې حيران سول و دې زور ته

چي زمری ورک يې کړ له کوره

فيل پړسېدلی ؤ له زوره

خو فيل ډېر لوی ؤ او ډېر دروند ؤ

هميش به دی په اوبو لوند ؤ

پر چپرکټ يې کړل خېزونه

مات کړل هغه د کور مېزونه

مور پلار په ځان پوري حيران سول

د فيل له لاسه پرېشان سول

ويل تر فيل زورور نسته

ورڅخه زيات طاقتور نسته

زړګي بيا وويل و مور ته

ويل موږک راولم کور ته

زړګي بيا کښېښود لوی پنير

موږک حاضر سو بيا زهير

موږک بيا وکړلې پېښې

په غاښ يې کړې د فيل سږمې

فيل چي موږک ته وکتل

نو پر يو لور يې وځغستل

فيل ولاړی ورک سو له دې کوره 

هر څوک خوندي يې سو له زوره

د زړګي پېل سوه بيا دوستي

د موږک جان سره دستي

مور پلار ويل نور پر موږ ګران دی

موږک دا لوی يو پهلوان دی

همت که وي هر څوک قوي دی

موږک پر فيل حتی حاوي دی

 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د اګست ۲۱مه نېټه، بون

 

 يادونه: د دغه نکل الهام مي له یو داسي نکل څخه اخيستی چي يو وخت د جرمني په یوه راډيو کي د ماشومانو په پروګرام کي خپور سو. خو هغه نکل ليکوال او نوم راته نه دي معلوم

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.