source of image: http://1.bp.blogspot.com/_O2ysYEQ3noo/THAKMheKhpI/AAAAAAAAAJ4/EskMb3CzkzI/s1600/05c+Fox+and+Crow.jpg
source of image: http://1.bp.blogspot.com/_O2ysYEQ3noo/THAKMheKhpI/AAAAAAAAAJ4/EskMb3CzkzI/s1600/05c+Fox+and+Crow.jpg

 

 

وږی کارغه يو په هوا ؤ

له زياتي وږي په ژړا ؤ

خو بیا سو ځير(۱) مرغه دا تور

کړکۍ وه خلاصه د يو کور

کوټه خالي وه انسان نه ؤ

ورته زيات وخت ځير دا کارغه ؤ

د کوټي منځ کي پروت يو ميز ؤ

ورته نظر د کارغه تېز ؤ

پر مېز ټوټه وه د پنير

وږی کارغه سو لا نور ځير

ځان يې تيار کړ و حملې ته

بیا ور دننه سو کوټې ته

پنير يې يوړلی له خوني

پر ښاخ بيا کښېنست د يو ونې

تر ونې لاندي وه ګيدړه

په چلبازۍ کي وه ماهره

هغې چي وليدی پنير

ځان يې بيا واچوی زهير

کارغه ته يې وکړلی سلام

ويل څه ښکلی ستا اندام

توري څه ښکلې ستا بڼکي

سترګي دي هم له رڼا ډکي

غاړه دي هسکه ده ښايسته ده

يوه مي تاته توصيه(۲) ده

ځان د مرغانو به پاچا کړې

که سندريزه دا فضا کړې

کارغه هم پورته کړې نعرې

پنير يې ولوېدی له خولې

باندي حمله وکړه ګيدړي

کارغه هم بندي کړې سندري

کيدړي وخوړی پنير

کارغه له سره سو زهير

کيسې خوږې کوي خوندونه

خو ورڅه واخله ته پندونه

چي په صفت خپل خوشاليږي

تل به هغه سړی غولیږي(۳)

 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د جولای ۱۰مه نېټه، بون

(۱) ځير: متوجه
(۲)توصيه: نصيحت، مشوره
(۳)غولېدل: تېر وتل، خطاوتل

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.