source of image: http://previews.123rf.com/images/mansum007/mansum0071501/mansum007150100189/35827735-cartoon-rabbit-and-turtle-Stock-Photo.jpg
source of image: http://previews.123rf.com/images/mansum007/mansum0071501/mansum007150100189/35827735-cartoon-rabbit-and-turtle-Stock-Photo.jpg

 

 

 د سترګو تور ؤ يو کيشپ د پلار او مور

د اوبو ډنډ ته ؤ نژدې د هغه کور

د مور او پلار به يې کول هغه کارونه

ورته وهل به يې اوږده اوږده مزلونه

د دوی و کور ته ؤ نژدې د سوی يو غار

پکښي بيده به ؤ سپين سوی شپه ورځ سهار

سوی ؤ ډېر لټ خو رخشندي ؤ د جهان

تر ټولو نورو يې بولی بهتر خپل ځان

تور دا کيشپ چي به يې وليدی کوم وخت

پوري خندل به يې چي څومره يې بد بخت

سوی به ويل چي ډېر کرار يې شمشتۍ

تر تا خو ژر دی که بيده وي حتی سوی

بيا به يې وخندل په زوره په پړق پړق

يا له رخشنده به يې کاوه هغه چک چک

سپين سوی يو ورځ راغلی کيشپ ته په خندا

بيا يې رخشند واهه کوله يې نڅا

ويل سيالۍ دي په ځنګل کي او مېله ده

پکښي خرڅيږي که ګاجري که کيله ده

راسره وازمويه ته پکښي خپل زور

تيز ځغلې ته که ځغلم زه لکه سور اور

کيشپ ويل چي زه به درسم دې بازۍ ته

مخکي د ټولو به حاضر سم دې سيالۍ ته

ټول حيوانان ول د سيالۍ په ورځ حاضر

زمري بيا وټاکی د ځغاستي اوږد مسير

کيشپ او سوی ته يې ويل چي تاسو ځغلئ

تر څو چي مسحه کړئ د سرو ډبرو څلی

سيالي سوه پېل کيشپ کرار کرار روان سو

سوی کړل ټوپونه لا مغروره په خپل ځان سو

سوی نيمه لاره په تيزي کي ووهله

بيا يوې ونې ته يې ډه ډه ووهله

سوی ويل پاته سو کيشپ راڅخه شاته

خوب به لږ وکړم اوس خو وخت دی لا ډېر پاته

سوی چي بيده سو نو بيده سو په اوږد خوب

کيشپ ثابت وهی قدم  په آرامتوب

راويښ چي سوی سو سمدستي دی په ځغستا سو

پر لور د څلي دی په منډو په ترپا سو

خو چي راورسېدی دی معين ځای ته

د ځغاستي لاري ټاکل سوي ليکي پای ته

 سوی شرمنده سو ځړېدل باندي غوږونه

ورڅخه هير سو خپل غرور او رخشندونه

هلته له مخکي لا موجود ؤ کيشپ تور

هغه ګټلې وه بازي او عزت نور

بې تذبذبه چي د عزم خاوندان وي

سر به يې لوړ وي د بريا به څښتنان وي

 

د ۲۰۱۶ کال د می ۱۷مه نېټه

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.