source of image: http://www.warrenphotographic.co.uk/photography/bigs/27856-White-colourpoint-and-ginger-and-white-kittens-white-background.jpg
source of image: http://www.warrenphotographic.co.uk/photography/bigs/27856-White-colourpoint-and-ginger-and-white-kittens-white-background.jpg

 

 

وه نه وه د تورو غرونو شاته په يوه زړه کوډله کې يوه ښکلې نجلې وه چې نوم یې پاولينه و.

پاولينه ډيره مینه ناکه نجلې وه. د پاولينې پلار او مور په ماشومتوب کې مړه شوي ول، هغې اوس پاولینې یواځې ژوند کوو. خو يواځي هم نه وه ځکه چې دې څو دانې ښکلې ښکلې پيشوګانې ساتلې وې. خپلو پیشو ګانو ته به یې سندرې ويلي، لوپې یه یې ورسره کولې او ژوند یې په خندا او خوشحالۍ سره تېروو.

يوه ورځ چې پاولینې يوه ښکلې پيشو په خپله غيږ نیولې وه دا سندره یې ورته وویله:

دا پيشو د چا ده 

دا پيشو زما ده

زه ورته خواړه راوړم

خوړو سره اوبه راوړم

له رنګه ډيره سپينه ده

زما ده ګلورينه ده

په ناز ناز يې ساتمه زه

په مينه ېې پالمه زه 

د دې سندرې تر ويلو وروسته پاولينه په چورت کې شوه، ښايي مور او پلار یې وریاد شول، په همدغه وخت کې د پيشوګانو ورته پام شو، کله یې چې د پاوليني د خپګان نه ډکه څيره ولېده نو دوی هم خپه شوې، د پاولینې چې پیشو ګانو ته پام شو او د ځان لپاره یې د هغوی خپګان احساس کړ ژر بېرته راسمه شوه، هغه په دې وپوهېده چې یواځې نه ده او څوک شته چې د دې د خپګان او خوشحالۍ فکر ورسره دی.

نو تر همغې ورسته یې له ځانه سره ژمنه وکړه چې ناهیلې کېږي به نه او په زړه کې یې له خپلو ښکلو پيشو ګانو مننه وکړه.

امممممم حیوانات ژبه نه لري، خو د هغوی مینه د هغوی له حرکاتو او کړو وړو نه معلومولی شو، مونږ ته هم لازمه ده چې د بې ژبې حیواناتو په وړاندې مهربانه اووسو!

  ليکونکې : نګینه اتمانزوی

منبع: د «خانه ادبیات کودک، د ماشوم د ادبیاتو کور» فېسبوک پاڼه، د ۲۰۱۶ کال د مارچ د مياشتي د دوهمې نېټي پوسټ 

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.