source of image: https://cccooperagency.files.wordpress.com/2011/01/mother_and_son2.jpg

 

لومړۍ بڼه

دا سندره مور د ماشوم د ویده کولو په وخت کې په داسې حال کې وایي چې په یوه لاس ماشوم ټپوي، نو په ډیر خواږه آهنګ سره دا سندره وایي:

آللو، للو زویه

 سر د شا زلمو زویه

 آللو، للو پیشو

 پیشو مه راځه له غرو

اڅک جان داسې ویده دی

 لکه ګوډی د رنجو.

 منبع۱: (بهاند آصف، د کوچنیانو ادبیات، د چاپ او خپرونو دولتي کومیټه، کابل، دولتي مطبعه، ۰۶۱۱ ل کال، ۰۲مخ)
منبع۲: (پوهندوی آصف بهاند، د کوچنیانو ادبیات، تاریخي پس منظر، اوسنی حالت، دویمه برخه، جرمن افغان انلاين وېبپاڼه http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/bahand_a_kochnian2.pdf ، د خپرېدو نېټه: د فبرورۍ څلورمه نېټه ۲۰۱۵ ، د اخذ نېټه: د اپريل ۲۳مه نېټه ۲۰۱۶)

دويمه بڼه

الاهو،الاهو

الاهو للو،للو

خوب دي درسي د لېمو

خوږ دي ووځه له اډو للو للو

الاهو الاهو

الاهو للو،للو تس مه راځئ غلو 

محمد جان داسي بیده دی لکه کاڼۍ د اوبو

 

دا پورته بدله به ماشوم ته خپلي ګراني مور او یا هم آنا جاني د خوب په وخت کي ویل د هغه تر بیدېدو پوري 

پسله څه مودې به کوچنی په هغه سندره اموخته سو او چي کله به خوب ورغلی نو به یې مور ته ویل " کانۍ بو کو" یاني د کاڼي او اوبو غزل ووایه چي بیده سم

او څه وخت چي مهربانه مور ویني ماشوم یې بازۍ کول پېل کړي نو د خوشالیه او نازه دا لاندي بیتونه ورته  وايي

 

ول پیايي،پیايي 

زما لالی دوې چنګښي پیايي 

آ دلې بې مړې نه کړي 

خپل ماما جان کره یې بیایي

 

اور،اور

ورک یې مه کړې ماما جان اوډلۍ کور

 

هلکانو چي کنډیاري ټولوئ 

زما لالی به درسره کړم 

 

هلکانو تس یې مه را ژړوئ

 

ليکونکی: صابر احمدالله بارکزی

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.