300 ـ مرچک جان هلک

source of image: Shutterstock

 

 

چي ؤ يو هلک ؤ. د هغه نوم ګلاب ؤ. خو دا چي هغه ډېر دردمن ؤ يعني ژر ژر په غوسه کېدی نو بعضو شوخو هلکانو پر هغه د مرچک جان نوم ايښی ؤ. کله چي به مرچک جان ته غوسه ورغله نو چي په زړه به يې ورغلل هغه به يې ويل. هغه دا خرابي خبري د دې له پاره کولې چي د نورو خلکو زړونه خوږ کړي.

يوه ورځ د مرچک جان پلار هغه ته وويل: «ګرانه زويه، ما پر تا د ګلاب نوم ايښی دی. ته بايد داسي پوست او آرام او ښايسته واوسې لکه د ګلاب ګل چي دی. خو ته ډېر ژر ژر په غوسه کېږې او بيا داسي خبري کوې چي له کبله يې د خلکو زړونه آزاريږي.»

مرچک جان خپل پلار ته وويل: «ته څه مشوره راکوې. زه بايد څه وکړم؟»

پلار يې ورته وويل: «زه به تاته ډېر ميخونه او يو چکوښ درکړم. د دې وروسته چي هر واري درد درتلی يا په غوسه کېدلې نو يو ميخ اخله او په چکوښ يې زموږ د باغچې د لرګي پر کټاره ټک وهه.»

مرچک جان هم د خپل پلار خبره ومنله. هر وخت چي به هغه ته غوسه ورغله نو به ولاړی او په کټاره کي به يې يو ميخ ټک واهه. مرچک جان به هره ورځ څو څو ميخونه پر کټاره ټک وهل ولي چي زياته غوسه ورتلله. څو اونۍ تېري سوې او کرار کرار د مرچک جان غوسه کمېدله. د هغه غوسه دومره کمه سوه چي يو وخت راغلی چي په کټاره کي د ميخ وهلو ته هيڅ اړتيا نه وه.

د مرچک جان پلار هغه ته وويل: «زما ګرانه زويه، هره هغه ورځ چي ته غوسه نه کوې، په هغه ورځ يو ميخ بېرته له کټارې څخه راوباسه.»

مرچک جان هم کوښښ کاوه چي پر خپله غوسه قابو وکړي او نه په غوسه کېدی. همدا ؤ چي هره ورځ يې يو يو ميخ له کټارې څخه ايستلی چي بالآخره ټول ميخونه له کټارې څخه ووتل. مرچک جان ډېر خوشاله سو چي خپله غوسه يې تر کنټرول لاندي راوستلې وه. هغه په خوشالۍ خپل پلار ته ولاړ او هغه ته يې وويل چي ټول ميخونه له کټارې څخه ايستل سوي دي. پلار يې هم ډېر خوشال سو او د مرچک جان سره و کټارې ته ولاړ.

پلار يې وويل: «دا ډېره ښه خبره ده چي تا دا څو ورځي کيږي غوسه نه ده کړې او دا دی ټول ميخونه هم وايستل سول. خو لکه څنګه چي ويني ستا د غوسې ميخونو په دغه کټاره کي بدرنګه سوري جوړ کړي دي. که څه چي تا ميخونه بېرته ليري کړل ليکن دغه بدرنګه سوري پر ځای پاته دي. ستا غوسه د دې لامل سوه چي دغه کټاره بدرنګه سي. که دغه کټاره له سره رنګ هم سي، نو بيا به هم هغه د پخوا په شان نه وي.»

له دې نکل څخه موږ دا زدکړه کوو چي کله چي موږ بل انسان ته خرابه خبره وکړو نو د هغه احساسات او زړه داسي خوږوو لکه يو ميخ چي لرګی خرابوي. که موږ وروسته د هغه سړي څخه بخښنه هم وغواړو او وروسته پر خپله بده خبره پښېمانه هم سو، او هغه څوک موږ ته بخښنه هم وکړي، لیکن بيا هم په زړه کي يو کوچنی داغ پاته کيږي. نو په دې وجه بايد موږ تاسو هيڅکله هم له خولې د بل چا له پاره بده خبره راونه باسو.

 ژباړه: احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۸ کال د اګست ۵مه نېټه، بون
منبع: 21 Most Famous Moral Stories For Kids, Sagari Gongala, NOVEMBER 22, 2017, momjunction.com

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.