293 ـ تکړه حلبي سرتېری

source of image: https://www.awesomestories.com/images/user/0c3016e3e39cdc1913ab3c383522f138.jpg

 

و، نه و یو وخت پنځه ویشت حلبي سرتیري وو، چې ټول سره ورته او ویل کیدل چې سره ورونه دي، ځکه چې دوی ټول له یوې زړې حلبي کاشوغې څخه جوړ شوي وو. د هغوی شکل او څیره داسې ښکاریده لکه چې ټولو ټوپک پر اوږه اړولي وي، ټولو مخامخ کتل او رسمي آبي ـ سور یونیفورم یې ډیرې ښایسته و.

په هغه صندوق کې چې دوی ایښودل شوي وو، د هغه سر چې بیرته کړای شو، لومړنۍ خبره چې هغوی په دې نړۍ کې واوریده، دا وه:

«حلبي سرتیرو!» 

دا د هغه کوچني هلک غږ و چې دا سرتیري د هغه د زیږیدو د کلیزې په پار، ده ته اخیستل شوي وو. هغه له خوشالۍ نه لاسو ته پـړق ورکړ، سرتیري یې له صندوق نه را ویستل او د میز پر سر یې کتار کیښودل.   

پرته له یوه سرتیري، نور ټول سره ورته وو. دا یو له نورو سره ورته نه و، هغه یوازې یوه پښه درلوده، ځکه د جوړولو په وخت کې کله چې یې په قالب کې اچول، حلبي فلز خلاص شوی و، ځکه یې یوه پښه نیمگړې پاتې شوې وه. خو هغه په دا یوه پښه داسې استواره او کلک ولاړ و، لکه دا نور چې په دوو پښو ولاړ وو، هغه ډیر فوق العاده او ځانگړی و.

پر میز باندې د لوبو ډیر شیان پراته وو، خو چې ډیرې سترگې ور اوښتې، د هغو په منځ کې له کاغذو جوړه یو ښکلې ماڼۍ وه. د مانۍ له وړو کړکیو نه کیدای شول چې د مانۍ په منځ کې د سالون ننداره هم وشي. د ماڼۍ په مخکې، د یوې وړې آینې پر شا و خوا ونې را تاو وې چې د یو سیند ګوټي په څیر ښکاریدې. د آیینې پر مخ، له موم څخه جوړې بتکې د لمبا په حال کې ایښودل شوې وې، چې انځور یې منعکسیده؛ خو تر ټولو ښکلې هغه پیغلوټه وه چې د مانۍ د پرانستي وره په منځ کې ولاړه وه، هغه یې هم له کاغذ نه جوړه کړې وه. لمن یې له ښکلي آبي ټوټې نه جوړه شوې وه چې د اوږو د سر دسمال یې هم په همغه رنگ و چې ځلیدونکې ستارې هم ورباندې ټومبل شوې وې.  

پیغلوټه د گډا په حالت کې داسې انځور کړای شوې وه  چې دواړه لاسونه یې جگ نیولي دي او د یوې گډیدونکې په توگه یې، یوه پښه دومره جگه کړې وه چې، یو پښه لرونکي حلبي سرتیري نه شوای کولای هغه وگوري او داسې فکر یې کاوه چې دا هم یوه پښه لري.

حلبي سرتیري فکر وکړ: 

«هغه کولای شي زما میرمن شي، خو هغه ډیره برجسته او ممتازه ده، په ماڼۍ کې ژوند کوي، زه یوازې یو صندوق لرم چې موږ ټول پنځه ویشت تنه په کې یو او هلته د هغې له پاره کوم ځای نه شته!

دغه شان، حلبي سرتیري د میز پر مخ د ځانگړو تنباکو د ایښودل شوي لوښي له شا نه ځان ورجگ کړ څو وړه ناوکۍ وګوري. وړه ناوکۍ پرته له دې چې خپل تعادل له لاسه ورکړي، د پښو پر څوکو ولاړه وه.

د شپې له خوا ټول سرتیري په صندوق کې کیښودل شول او د کور اوسیدونکي خپلو کټونو ته شول. د لوبو اسبابونو لوبې پیل کړې، لوبې لکه لیده کاته، د جگړې لوبې او د جشنونو جوړول.

حلبي سرتیرو هم په صندوق کې غږ ځوږ پیل کړ، ځکه هغوی هم غوښتل جگړه پیل کړي، خو نه یې شوای کولای چې د صندوق سر بیرته کړي. خستکې ماتونکي مخ څټ وارونه کول، د تابلو پرمخ قلم ښکته پورته کیده. دا شور و ځوږ دومره ډیر شو چې قناري هم له خوبه را پاڅیده چې له دوی سره وغږیږي، خو یوازیني کسان چې هیڅ له خپل ځایه و نه ښوریدل، هغه حلبي سرتیری او ښکلې گډیدونکې وه. ښکلې گډیدونکې د خپلو پښو د گوتو پر څوکو ولاړ وه او دواړه لاسونه یې دوو خواوو ته غوړولي وو، حلبي سرتیری هم کلک پر یوه پښه ولاړ و او خپلې سترگې یې له ښکلې گډیدونکې نه بل خوا نه غړولې.

ساعت د دولس بجو زنگ وغږاوه، د میز پر مخ د ځانگړو تنباکو د ایښودل شوي لوښی سر ولوید، خو تنباکو په کې نه و او د یو تور دیو (دیپ) غوندې کوم هنري څه په کې ایښي وو.

تور دیو (دیپ) وویل:

هغې ته مه گوره، خپلې سترگې دې، خپل ځانته ونیسه!

خو حلبي سرتیري داسې وښوده چې ده څه نه دي اوریدلي.

تور دیو (دیپ) وویل:

«سمه ده، تر سهار پورې به صبر وکړو!»

کله چې سهار شو او ماشومان له خوبه را جگ شول، حلبي سرتیری یې په کړکۍ کې کیښود، پته ونه لگیده چې گناه د تور دیو (دیپ) وه که د باد، چې ناڅاپه کړکۍ خلاصه شوه او حلبي سرتیری له دریم پوړ نه سر په څیړۍ لاندې ولوید. 

دا ټول په ډیره بیړه تر سره شول: حلبي سرتیری په ککره، پر مځکه ولگید او نیزه یې د پلیو د لارې په تیږو کې ننوته.

د کور خدمتگاره جلۍ او د کورنۍ وړوکی هلک لاندې ولاړل چې هغه ولټوي. هغه یې نه و لیدلی، نږدې و چې پښه ورباندې کیږدي، که سرتیري غږ کړی وای، چې زه دلته یم، کیدای شوای چې هغه یې پیدا کړی وای، خو هغه سره زیبنده نه وه چې نظامي جامې په تن کې، په لوړ غږ چیغه وکړي.

باران په وریدو شو او ورو، ورو پسې توندیده. کله چې توند باران پای ته ورسید، دوه لوچک هلکان را پیدا شول، یوه یې وویل:

«ته وگوره! دا خو یو حلبي سرتیری دلته پروت دی! هغه باید کشتۍ وچلوي!»

هغوی د اخبار له کاغذ نه یوه کشتۍ جوړه کړه، حلبي سرتیری یې په کې کیناوه او کشتۍ یې په ویاله کې خوسې کړه، خپله د ویالې له غاړې روان وو او لاسونه یې پړکول.

خدایه، دا څه قوي څپې دي! څه روانې اوبه دي! اوبه وې چې روانې وې او له کاغذ جوړه کشتۍ ور سره ښکته پورته تلله. کله به گرده تاو شوه او د حلبي سرتیري سر به یې گنکس کړ، خو سره له دې هم حلبي سرتیري مخامخ کتل او خپل ټوپک یې پر اوږه اړولی و او داسې کلک ولاړ و، چې ښوریده هم نه.

ناڅاپه کشتۍ د مردارو اوبو یو سرپټي ځای ته ور ننوته او هر څه داسې تیاره شول لکه په کور کې چې په سر پټي صندوق کې تیاره وه. حلبي سرتیري له ځان سره سوچ وکړ:

«نور نه پوهیږم چې چیرې به ورسیږم. هوکې، دا ټول د تور دیو (دیپ) گناه ده. اوه، که ښایسته گډیدونکې له ما سره په کشتۍ کې وای، آیا دا ځای به همدومره تیاره شوی وای!»

په همدې شیبه کې د اوبو یو غټ موږک چې په مردارو اوبو کې یې ژوند کاوه راغی او پوښتنه یې وکړه:

«پاسپورت لرې؟ پاسپورت دې وښيه!»

حلبي سرتیري څه ونه ویل او خپل ټوپک یې ټینگ نیولی و. کاغذي کشتۍ وشکیده، خو موږک په لمبا ورپسې روان و، غاښونه یې چیچل او په لرگیو او وښو باندې یې چغې وهلې:

«وې دروئ! وې دروئ! هغه مالیه نه ده ورکړې! هغه خپل پاسپورت هم نه دی ښودلی!»

خو د اوبو څپې لا پسې تیزیدې او گړندۍ کیدې. حلبي سرتیري کولای شول چې د رڼا په لمن کې هغه ځای و وینې چې مردارې  اوبه په خلاصیدو وې، خو د داسې غریو غږ یې واورید چې زړور کسان یې هم ډارولای شول. ښه سوچ وکړئ، چیرې چې ویاله پای ته رسیده او یوه لوی کانال ته ورتویده، دا د حلبي سرتیري له پاره دومره خطرناکه و لکه څوک چې په یو ستر ځړوبي کې کشتۍ وچلوي.

حلبي سرتیری دومره کانال ته ورنږدې شوی و چې نه یې شول کولای ودریږي، حلبي سرتیري ځان ټینگ نیولی و او کشتۍ په گړندیتوب سره روانه وه.

کشتۍ درې څلور ځلې گرده وڅرخیده، یوه څنډه یې له اوبو ډکه شوه او د ډوبیدو پر لور روانه وه. حلبي سرتیری تر ستوني په اوبو کې ډوب و او کشتۍ نوره هم په ډوبیدو وه. کاغذي کشتۍ ډیره شواړه شوې وه او اوبه یې تر سر پورې رسیدې.

په دغه وخت کې حلبي سرتیري ته وړه نڅاگره ورپه یاد شوه چې نور یې هیڅکله لیدلای نه شوه او دې پخوانۍ سندرې یې په غوږونو کې آزانگې وکړې:

اې جنگیالیه خپله لار وهه!

مرگ درته سترگې په لاره دی!»

کاغذ ټوټې، ټوټې شو او حلبي سرتیری په اوبو کې ولوید او یوه لوی کب تر ستونې تیر کړ.

اوه! دا ځای څومره تیاره دی، له مردارو اوبو نه هم دا ځای تیاره دی، ډیر تنگ او وړوکی ځای دی. حلبي سر تیری اوږد غځیدلی و، ټوپک یې په غیږ کې نیولی و، کلک او استواره پاتې شو.

کب هرې خوا ته په لمبا سره روان و او ځان یې تاواوه را تاواوه  او په پای کې آرامه شو. ناڅاپه د رڼا یو پړق شو او رڼا ښه وځلیده چې چا غږ وکړ:

«حلبي سرتیری!»

کب ښکار شوی و، بازار ته وړل شوی او خرڅ شوی و. یوې چوپړې نجلۍ هغه پیرودلی و، پخلنځی ته یې رسولی او په یوه لویه چاړه یې څیرلی و.

چوپړې نجلۍ په خپلو دوو گوتو حلبي سرتیری راجگ کړ او صالون ته یې له ځان سره یووړ، هلته ټول د یو عجیب او فوق العاده سړي لیدلو ته سترگې په لاره وو، کوم چې د یو کب په نس کې یې سفر کړی و، خو د حلبي سرتیري خوښه نه وه.

سرتیری یې د میز پر سر کیښود او هلته... څه عجیبه نړۍ ده! حلبي سرتیری په هغې کوټه کې ایښودل شوی و، چې پخوا په کې و. هماغه کوچنیان وو او هماغه د لوبو سامان د میز پر سر ایښودل شوي وو. پرتمینه ماڼۍ، وړوکې ښکلې رقاصه چې تر اوسه پورې هم، له خلاصو لاسونو سره پر یوه پښه استواره ولاړه وه. 

پر حلبي سرتیري یې سخت تاثیر وکړ، غوښتل یې وژاړي، خو ژړا یې په شان کې نه وه.

حلبي سرتیري ښکلې رقاصې ته وکتل او هغې  هم سرتیري ته وکتل، خو سره ونه غږیدل.

نا څاپه یوه وړوکي هلک حلبي سرتیری راجگ کړ او د دیوالي بخارۍ په اور کې یې واچاوه، پرته له دې چې څه و وايي دا کار یې وکړ. دا لکه چې د تور دیو(دیپ) گناه وه!

حلبي سرتیری له سره تر پښو اور واخیست او په درد منه توگه تک سور شو، خو ښکاره نه شوه چې دا سور والی د اور له کبله و که د مینې تاثیر و. ټول رنگونه یې ورک شول، خو مالومه نه شوه چې رنگونه د سفر له کبله ورک شول که له غمه. هغه احساس کړه چې د ویلې کیدو په حال کې دی، خو ټوپک پر اوږه ټینگ ولاړ و او ښایسته رقاصې ته یې کتل.

ناڅاپه دروازه خلاصه شوه، باد په ښایسته رقاصې باندې ولگید او هغه لکه یوه ښاپیرۍ د حلبي سرتیري په لوري د اور منځ ته ور والوتله، هلته د اور شغلو کې وسوځیده او خلاصه شوه. حلبي سرتیری هم ویلې شو او په یوه وړه ټوټه بدل شو.

یوه ورځ وروسته کله چې خدمتگارې نجلې ایرې ټولولې، هغه یې د یوه واړه حلبي زړه په ډول پیدا کړ او له وړې رقاصې نه یوازې یوه توره ځلیدونکې ستاره یا سکه پاتې وه. 

پای

ليکونکی: هانس کريسټين انډرسن (منبع: H.C.Andersen Eventyr,1, 277 – 286 s, Odnsa, Denmark,1994 )
د نکل نوم په اصلي ژبه: Den standhaftige Tinsoldat
ژباړه: پوهندوی محمد آصف بهاند

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.