292 ـ پنډو جان او ژړ آمونه

source of image: https://farm9.static.flickr.com/8079/8380366672_dae55cf289_b.jpg

 

چي ؤ يو کوچنی پنډکی ايږ ؤ. د دغه ايږ نوم پنډو جان ؤ. هغه پر خپلې مور او پر خپل پلار ډېر ګران ؤ. د پنډو جان آم ډېر خوښ ول او هميشه به يې پلار ته ويل چي ورته له ونې څخه آم راوشکوي. دا چي د پنډو جان پلار ډېر زورور ؤ نو به يې چي کله د آمو ونه په زور وښوروله نو به پاخه آمونه پر مځکه راولوېده او بيا به نو پنډو جان هغه نوش جان کړل. پنډو جان ته هغو آمونو ښه خوند ورکاوه چي ښه به ژړ سوي او په پاخه سوي ول.

پنډو جان غوښتل چي دی ډېر ژر لوی سي. هغه په دې وجه ولي چي ده غوښتل چي د پلار په شان زورور سي چي د آمونو له ونې څخه زيات آم راواچوي او ويې خوري.

يوه ورځ د پنډو جان مور هغه ته وويل: «زما ګرانه زويه، موږ غواړو چي سبا يو اوږد سفر شروع کړو. موږ غواړو چي ستا نيکه او انا ته ولاړ سو. ته بايد خپل هغه تر ټولو مهم شيان راټول کړې چي ضروري دي پکار دي.»

پنډو جان خپلې مور ته وويل: «ايا د نيکه او انا په کور کي د آمو ونې سته؟»

د پنډو جان مور ورته وويل: «نه هلته د آمونو ونې نسته. خو ته کولای سې چي د ځان سره يو څو آمونه واخلې او د خپلې انا او نيکه په کور کي يې وخورې. ستا پلار زيات آمونه راوړي دي. هلته د شنو آمونو شين بکس پروت دی او د پخو آمونو سپين بکس دی. خو ته د شين بکس څخه ښه شنه شنه او کلک کلک آمونه راټول کړه او په خپل بکس کي يې واچوه.»

پنډو جان هم هغه ځای ته ورغلی چيري چي يې پلار آمونه ايښي ول. پنډو جان د ځان سره فکر وکړ چي شنه او کلک آمونه خو ډېر تروه وي او دا چي د ده خو تريو آمونه نه دي خوښ. له دې کبله پنډو جان د خپلې مور خبره له پامه وغورځوله او له شين بکس څخه د شنو آمونو د را اخيستلو پر ځای يې له سپين بکس څخه ښه پاخه پاخه او تک ژړ آمونه خوښ کړل او هغه يې په خپل کوچني بکس کي واچول.

په دا سبا پنډو جان د خپلې مور او د خپل پلار سره د نيکه او انا د کور پر لور روان سو. دا يو ډېر اوږد سفر ؤ او څو ورځي او شپې يې په بر کي ونيولې. کله چي هغوی د نيکه او انا کره ورسېدل نو ډېر ستړي سوي ول. نيکه او انا ډېر خوشاله سول او د پنډو جان سره يې ښه مينه وکړه او هغه يې په غيږ کي ټينګ ونيوی.

پنډو جان ډېر خوشال ؤ چي د خپل نيکه او انا کره راغلی ؤ. د شپې پر وخت هغه خپلې انا ته وويل چي د آمونو نکل ورته وکړي. انا چي کله د آمونو نکل شروع کړ نو پنډو جان خوب يوړ او هغه بيده سو. پنډو جان ټوله شپه خوبونه ليدل چي دی په اوبو کي لامبو کوي او په راختلي لمر کي ښه يخ يخ پاخه آمونه خوري.

پنډو د سفر له کبله دومره ستړی سو ؤ چي هغه وخت په دا سبا له خوب څخه راکښېنست کله چي غرمه سوې وه او لمر ښه تود سوی ؤ. پنډو ژر خپلې مور ته ورغلی او ورته ويې ويل: «هغه زما بکس راکړه چي ډېر وږی يم. غواړم چي آمونه وخورم.» مور يې هم ورته هغه بکس ورکړ چي پنډو پکښي آمونه اچولي ول. خو پنډو چي کله بکس پورته کړ نو ورڅخه ژړي اوبه راتويېدلې او بد بوی يې هم کاوه. کله چي پنډو د بکس سر خلاص کړ نو ډېر حيران سو. ولي چي ټول آمونه د ګرمۍ له کبله خراب سوي او وراسته سوي ول.

د پنډو مور چي کله د پنډو بکس او وراسته سوي آمونه وليدل نو يې وويل: « ما خو تا ته ويلي ول چي ته بايد اومه او شنه شنه آمونه راواخلې. دا په دې وجه چي پاخه آمونه که څوک ژر ونه خوري او زيات يې وساتي نو خرابيږي.»

پنډو جان ډېر خوابدی سو ولي چي يو خو يې د مور خبره نه وه منلې او بل يې ټول آمونه خراب سوي ول.

په دغه ورځ د پنډو جان ډېره ګرمي سوې وه. د هغه نيکه ورته وويل: «زما ګرانه پنډکی ټنډکی پنډو جانه، راځه چي نژدې چينې ته ولاړ سو. هلته اوبه ښه يخي دي. طبيعت به دي در ښه کړي.»

پنډو جان د خپل نيکه سره په اوبو کي لامبو او لوبي کولې او په دا ګرمه ورځ يې ښه بدن يخ سو. هغه  د ځان سره وويل: «کاشکي مي يو څو مزده داره آمونه درلودلای چي په دا يخو اوبو کي مي په خوند خوند خوړلي وای. خو ګناه مي خپله ده چي د مور خبره مي نه وه منلې.»

پنډو جان په دغه فکرونو کي ؤ چي پلار يې يو لوی شين بکس راوړی او د چيني څنګ ته يې کښېښودی او پنډو جان ته يې وويل: «واخله دغه بکس مي تا ته راوړی دی.»

پنډو جان وويل: «دا خو هغه د شنو امونو بکس دی. زما شنه آمونه نه خوښيږي.»

خو پلار يې ورته وويل: «د بکس سر خلاص کړه چي پوه سې.»

پنډو جان چي کله بکس خلاص کړ نو يې سترګي له حيرانۍ څخه لوی لوی راوختلې او له خوشالۍ څخه يې په زوره نعره کړه: «مننه بابا جانه، مننه»

پنډو جان ځکه داسي خوشال سو ولي چي د شنه بکس شنه شنه آمونه د وخت د تېرېدو او د ګرمي له کبله ژړ ژړ، پاخه سوي او ښه خواږه سوي ول.

په هغه ورځ پنډو جان د خپلې مور او پلار سره ژمنه وکړه چي د دې وروسته به يې هره خبره مني. د هغه وروسته به پنډو جان هره ورځ د خپل نيکه سره د يخو ابو چينې ته د لامبو کولو له پاره تلی او د اوبو په منځ کي به يې خپل ژړ ژړ خواږه آمونه خوړل.

ګرانو کوچنيانو،

تاسو هم بايد هميشه د خپلې مور او خپل پلار په خوله وکړئ ولي چي مور او پلار په ډېرو داسو شيانو خبر وي چي ماشومان لا نه په پوهيږي.

د نکل طرحه جوړونکې: کوچنۍ ن. اڅکزۍ، د ۲۰۱۸ کال د جولای ۲۴مه نېټه، کوټه
د نکل ټايپ او زياتونې: احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د جولای ۲۴مه نېټه، بون

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.