250 ـ خوبجن چيچی

source of image: https://bit.ly/2GdsuzC

 

يو وخت يو ډاينوساور او يوه ډاينوساوره په يو لوی غار کي اوسېدل. هغوی په دغه غار کي يوه هګۍ اچولې وه. پلار يې غوښتل چي له هګۍ څخه کوچنۍ چيچۍ يعني لورجانه راووځي. خو ډايناساوري غوښتل چي له هګۍ څخه يو  زوی او له دې کبله يې هيله درلوده چي له هګۍ څخه کوچنی چيچی راووځي. د هګۍ پلار ويل له دغې هګۍ څخه چي کومه وړه لورجانه راوځي د هغې نوم به ډاينوجانه وي. خو د هګۍ مور ويل يا زه غواړم چي د هغه نوم ډاينو جان وي.

بالآخره هغه ورځ راورسېده چي هګۍ چاک وکړ او پکښي يو کوچنی ډاينوساور وښورېدی. خو د نورو هګيانو په پرتله دغه هګۍ ډېره ورو ورو ماتېدله. داسي برېښېدله لکه پکښي پټ ماشوم ډينو ساور چي ډېر کهاله وي. يعني چي نه غواړي ځان ډېر ستړی کړي بلکه غواړي پر ځای يې خوب وکړي. د هګۍ مور او پلار ټوله ورځ ورته انتظار وکړ چي اوس به ورڅخه ډاينوجانه او يا ډاينو جان راووځي. هغوی نه غوښتل چي له هګۍ څخه په راوتلو کي د چيچي سره مرسته وکړي ولي چي بېرېدل خوږ به يې کړي. خو هګۍ لا بشپړه نه وه ماته سوې. همدا ؤ چي لمر ولوېد او په غار کي توره تاريکه سوه. د هګۍ مور او پلار هم ډېر ستړي سوي ول او بيده سول.

په دغه حال کي په هګۍ کي ډېر حرکت شروع سو چي له کبله يې دغه هګۍ وغړېدله، وغړېدله، وغړېدله او له غار څخه لاندي راګېل سوه او هغه ځای ته ولاړه چيري چي يوه بزه اوسېدله.

کله چي سهار سو او لمر راوختی نو هګۍ ماته سوه او ورڅخه يو کوچنی ډاينو جان راووتی. هغه شاوخوا وکتل او له بزې څخه يې پوښتنه وکړه. ته زما مور يې؟ هغې وويل، يا زه ستا مور نه يم. ډاينوجان وويل ماته ډېر خوب راغلی دی، ايا کولای سم ستا په کور کي بيده سم؟ بزې ورته وويل هو، کولای سې. خو ډاينوجان ته د بوزې په کور کي هيڅ خوب نه ورتلی او هغه ولاړ ولاړ ولاړ او د اسپه کور ته ولاړ.

ډاينو جان له آسپه يعني د آس له ښځي څخه پوښتنه وکړه، ايا ته زما مور يې؟ آسپه ورته وويل، نه زه ستا مور نه يم. ډاينوجان ويل، ماته ډېر خوب راغلی دی، ايا کولای سم چي ستا په کور کي خوب وکړم؟ هغې ورته وويل، هو اجازه لرې چي زما په کور کي بيده سې.

خو ډاينو جان ته د آس په کور کي خوب نه ورغلی او هغه ولاړ ولاړ ولاړ او بالآخره قطب جنوبي ته نژدې سو چيري چي هري خوا ته واوري سوي وې. هلته يوه تکه سپينه د يخي ايږه ولاړه وه. ډاينو جان ورته وويل، ايا ته زما مور يې؟ هغې ورته وويل، نه زه ستا مور نه يم. ډاينو جان ويل ماته ډېر خوب راغلی دی، ايا کولای سم چي ستا په کور کي بيده سم؟ هغې ويل هو اجازه لرې. خو ډاينو جان ته له واوري څخه په جوړ سوي د ايږي په کور کي خوب نه ورتلی او هغه ولاړ ولاړ ولاړ او يو غره ته ورسېد چيري چي يوه عقابه په ځاله کي پر هګيو ناسته. ډاينو جان له عقابې څخه پوښتنه وکړه، ايا ته زما مور يې؟ هغې ورته وويل، نه زه ستا مور نه يم. ډايڼو جان ويل چي ماته ډېر خوب راغلی دی، ايا کولای سم چي ستا په کور کي بيده سم. عقابې ورته وويل هو راسه دلته زما د هګيو سره يوځای زما په ځاله کي بيده سه. خو ډاينو جان ته په ځاله کي هيڅ خوب نه ورتلی او ولاړ ولاړ ولاړ چي يو غار ته ورسېد. هغه دومره ستومانه سوی ؤ چي په دغه غار کي بيده سو.

د ډاينو جان مور او پلار چي سهار خبر سوي ول چي هګۍ نسته نو هغوی د هګۍ تلاښ پېل کړ چي د بزې د کور سره يې د ماتې هګۍ پوستکی پيدا کړ. هغوی له بزې څخه وپوښتل، ايا تا زموږ له هګۍ څخه راوتلی چيچی ليدلی دی؟ بزې ويل هو هغه دلته راغلی ؤ او ډېر خوبجن ؤ خو بيده نه سو او ولاړ. د ډاينوجان مور او پلار تلل تلل تلل او د آسپه کور ته ورسېدل. آسپه ورته وويل چي ستاسو چيچی دلته راغلی ؤ او ډېر خوبجن ؤ خو دلته بيده نه سو او ولاړ. د ډاينو مور او پلار تلل تلل تلل چي بالآخره قطب جنوبي ته ورسېدل او هلته يې يوه ايږه وليدله. هغوی له ايږي څخه وپوښتل چي ايا د دوی چيچی يې ليدلی دی؟ هغې ورته وويل چي هو هغه ورته راغلی ؤ او ډېر خوبجن ؤ خو بيده نه سو او ولاړ. د ډاينو جان مور او پلار تلل تلل تلل چي په غره کي د عقابې ځالي ته ورسېدل. عقابې ورته وويل چي د دوی چيچی ورغلی ؤ او ډېر خوبجن ؤ خو بيده نه سو او ولاړ. د ډاينو مور او پلار ډېر ستړي سوي ول او ډېر پرېشانه ول چي چيچی يې ورک سوی ؤ. هغوی ستړي هلاک خپل غار ته راغلل. هغوی هلته وليدل چي هلته يو کوچنی ټنډکی ټنډکی ډاينوجان په ډوب خوب بيده دی. هغوی ډېر خوشال سول او د ډاينو جان څنګ ته بيده سول. د ډاينو جان مور هم پر ډاينو جان لاس واچوی او پلار يې هم او بيده سول. هغوی دومره ستړي ول چي پوره يوه شپه او يوه ورځ بيده ول. د ډاينو جان مور او پلار راکښېنستل خو ډاينو جان لا بيده ؤ. هغه لا دوې شپې او دوې ورځي نور بيده ؤ. کله چي له خوب څخه راکښېنتی نو يې مور او پلار ته وکتل او له مور څخه يې پوښتنه وکړه، ايا ته زما مور يې؟ مور يې ورته وويل، هو زه ستا مور يم زما ګرانه ډاينو جانه ټنډکيه، راسه چي په زړګي کي دي واچوم. مور ډاينو جان مچ کړ او هغه يې په غيږ کي واخيست. ډايڼو جان ته د مور ميني داسي خوند ورکړ چي له سره خوب ورغلی او مور ته يې وويل، ايا کولای سم چي ستا په غيږ کي بيده سم، ولي چي ماته ډېر خوب راغلی دی؟ مور يې ويل بالکل کولای سې چي زما په غيږ کي بيده سې، زما خوبجن زما ګرانه ډاينو جانه. پلار يې هم ډاينو جان مچ کړ او ډاينو جان بيا بيده سو.

کيسۍ ولاړه پورته زه راغلم کورته

کوچنۍ ن. اڅکزۍ، د ۲۰۱۸ کال د می ۱۲مه نېټه، بون

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.