219 ـ زنيز ږيرک باچا

source of image: http://bit.ly/2pscJl7

 

 یوه باچا یوه ډېره ښایسته، ښکلې، نازولې خو مغروره لور لرله. باچا غوښته چې خپله نازولې لور پخپله خوښه د خپلو سیالانو یوه زوی ته واده کړي. یوه ورځ باچا د ټولو هغو کسانو زامن خپل دربار ته راوغوښتل. هغه غوښتل چې لور ئي د رابلل سوو ځوانانو څخه یو خوښ کړي او واده ورسره وکي. دا ټول ځوانان راغلل په یو لوی ځای کي سره ودرېدل او باچا خپله لور راوغوښتله او ورته وي ویل : په دغو ځوانانو کي یو خوښ کړه، چې د هغه سره دي واده کړم! د باچا لور ډېره مغروره وه، چې په رښتیا سره ئې هم د دغو سره واده زړه نه غوښت. هر ځوان چې به د ډالۍ سره رامخ ته سو او ځان به ئي ور و پېژانده او د ځان خبراوی ئي کاوه؛ دې به ملنډه پرې وهله او یونوم به ئي پر کښېښود. دا به تېر سو او یو بل به د ډالی او سوغاتونو سره ور تر مخ سو او ځان به ئي وروپېژانده؛ خو ټوله ئي و نه منل. په پای کي یو د باچا زوی د يو ګل سره ورته راغلی. دغه شهزاده نوره ږيره خریلې خو یوازي پر زنه يې یو څو تاره ږيره پرې ایښې وه. هغه ځان ور وپېژانده او ګل ئي ورته ونیوی. د باچا لور دی هم ونه مانه او نوم ئي د «زنیز ږيرک باچا» پر کښېښود. دغه شهزاده په رشتيا وروسته په همدغه نوم مشهور سو. 

باچا کله چې ولیده، چې لور يې دغه ټول ښکلي او معتبر ځوانان و نه منل؛ نو خپل لور ته ئي وویل : هر سوالګر چې لومړی زما درګاه ته راسې تا په لاس ورکوم او ستا نکاح د هغه سره تړم. دغه زنیزږيرک باچا «ماسک» په مخ اغوستی وو د سوالګر په ډول د باچا د «ارګ» خولې ته ودرېده. باچا سمدلاسه امر وکی، چې سوالګر راولۍ او یو راهب ئي هم راوغوښت او دوی ته ئي د واده ګوتمۍ هم راو غوښتې. دغه د واده ګوتمۍ ئي د دوی په ګوته کړې او د دوی نکاح ئي سره وتړل او خپله لور ئي د سوالګر په لاس ورکړه او تاج ئي ځني واخست. دا ئي په هغه اغوستولو کالو کي له کوره و ایستله.

سوالګر ترمخ او د باچالور ورپسې و لاړل. یوه لوی غټ ځنګله ته راورسېدل. د باچا لور ډېره ستړې سوې وه او خپل د مېړه څخه ئي وپوښتل «دا ځنګل د چا دی»؟ ده ورته وویل : دا لوی او غټ ځنګل د زنیز ږيرک باچا دی. دا يې را وستل د ځنګله په یوه زړه ګوډله کي ئې کښېنوله. دې باید د کور کار کړی وای! ډوډۍ ئې مېړه پخوله. خوراکي توکي چې په کوډله کي دوی لرل هغه خلاس سول. مېړه يې دې ته د ولي نازکي لښتي راوړې دې به «سودې» وودلې او سودې به ئي پلورلې خپل ژوند به ئي په کاوه. خو د ولو لښتو د شهزادګۍ ګوتي خوږه ولې؛ دا کار يې پرې ښود خاورین لوښي به يې په ګاډۍ کي واچول پر هټیو به يې پلورل. څرنګه چې دا ښایسته وه ځوانانو به د دې ټول خاورین توکي وپېرل. خو بله ورځ چې دې خپل ګاډۍ راوستله او پر خپل ځای يې ودروله د اېخوا یو سړی پر مست آس سپور راغی د دې پر ګاډۍ باندي ومښت او د دې ټول خاورین شیان ئي ورمات کړل او یو دانه لا هم روغ نه سو پاته. خو نن دا بېله سودا کور ته ولاړه. بله ورځ يې د خپل پلار باچا په پخلنځۍ کي کار پیدا کړ او په نس مزدوره وه. پخوونکي دې ته غټ کمیس د دو غټو جېبو سره ورکی، چې دا واغوندې او په دغو جېبو کي يې دوې کاسې کښېښودلې، چې دې ته پاته ډوډۍ پکښې ورکي او دا يې له ځانه سره کور ته یوسي. خو په دغه رنګ يې پر دې ډېر فشار راوسته، چې دا له خپل غرور څخه ولويږي.

یوه ورځ د باچا زوی واده جوړ کی؛ ټوله په پخلنځۍ کي پورته کښته کېدل؛ دا هم پټه راغله، چې څوک يې و نه پېژني. خو یوه ښځه راغله ځان يې د دې د کاسې نه و واهه او کاسه چپه سوه، ډوډۍ ئي پر ځمکه پاشپاش سوه. پخلونکۍ باندي وخښمېد او ورته وې ویل : دا ځای پاک کړه! دا ځای يې پاک کړ او نوره ډوډۍ ورکړل سوه. دا بیا راغله د سیل لپاره یو ځای پټه ودرېده. بیا یوه ښځه راغله د دې کاسه يې پر ځمکه ور چپه کړه، هغه ډوډۍ چې دې ځان ته راټوله کړې وه. د باچا زوی راغی او ورته وې ویل : دا واده زما او ستا دی. ته لا د وخته زما ښځه ئې. شهزاده هغه «ماسک» يا جعلي جوړ سوی مخ ورښکاره کی او ګوتمۍ يې ورته وښودله. دا هم خوشحاله سوه او په دې توګه دوی سره کور او کهول سول.

 منبع

د نکل اصلي نوم (په آلماني): 
د کتاب نوم: د برودر ګریم (Brüder Grimm) لنډي کیسې
د کیسو لیکونکي: 
برودر ګریم
ژباړونکی (له آلماني څخه پښتو ته): 
محمدسرور وکیلي
د ژباړي ځای: 
المان د بوناتال ښار : د ۲۰۱۰ کال د جولا لومړۍ نېټه

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.