104 ـ دوه سادګان

 

 

دوه سادګان سره ملګري ول بازار کي

ول بيکاران نفس يې تنګ سو ژر په ښار کي

يو ويل راسه سره کښېږدو نن شرطونه

لږ په سوال جواب به تېر کړو خپل وختونه

دويم ويل زما په لمن کي پټ څيزونه

دا به وي څه درسره ږدم باندي شرطونه

که دي جواب راته سم راکړ ټولي ستا دي

زما د لمنې لس هګۍ چي نن لا زما دي

اول ويل نخښي يو څو يې راته وايه

سوال مشکل دی درکولای نه سم رايه

دويم ويل چرګي په دوی باندي سنګيني

دننه ژړي دي سربېره دي دوی سپيني

اول ويل جواب يې دا دی د خبري

منډلي تا دي په موليو نن ګاځري

که دانايي غواړې ملګری د هوښيار سه 

له سادګانو نادانانو ته بېزار سه 

 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۵م کال د می ۱۶مه نېټه

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************

هيله: لطفا د ماشومانو لپاره په نکلونو او اشعار رالېږلو سره زموږ د دغې پروژې سره مرسته وکړئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.

د دغې پاڼې د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه پر لاندني لينک موندلای سئ:
http://bit.ly/2CiPaOg

که غواړئ چي د کوچنی ټکی کام ټول ږغيز مطالب پر يوه پاڼه ومومئ لاندني لينک ته ولاړ سئ:
http://bit.ly/2CcM918