093 ـ د پاچا لور او چونګښه

 

 

 

پښتو ژباړه او زياتوني: احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۳ کال د اګست   ۲۲ مه نېټه، زولنګن 

يو وخت يو باچا ؤ. دغه باچا ډېري لوڼي درلودې چي ټولي ښايستې وې. خو تر ټولو کشره لور يې تر نورو ټولو لوڼو زياته ښايسته وه. حتی لمر چي ډېر زيات شيان يې ليدلي ول، د دغي شهزادګۍ په ډول ښايسته انجلۍ يې بل هيڅ چيري نه وه ليدلې. د باچا دغه لور دومره ښايسته وه چي لمر به يې ښايست ته حيران پاته سو، کله چي به يې وړانګې د دغې شهزادګۍ پر مخ وځلېدې. د باچا و ماڼۍ ته نژدې يو ګڼ ځنګل ؤ. پدغه ځنګل کي د يوې زړې ونې لاندي د اوبو يو څاه ؤ. کله چي به په دوبي کي موسم ډېر ګرم سو، نو د باچا کشره لور به و دغه يخ څاه ته ورغله او پر غاړه به يې کښېنستله. دغې شهزادګۍ به د ساعت تېري لپاره خپل طلايي غونډاری پورته وغورځاوه او بيا به يې بېرته ونيوی. د هغې دغه لوبه تر نورو ټولو لوبو زياته خوښه وه.

يوه ورځ شهزادګۍ د څاه پر څنډه ناسته وه او په خپل طلايي غونډاري (ګېند) يې لوبي کولې. هغې يو ځل غونډاری داسي پورته وغورځاوه، چي بېرته يې ونه نيولای سوای. همدا ؤ چي غونډاری د څاه د څنډي سره ولګېدی او د څاه اوبو ته ولولېدی. د باچا لور وليدل چي غونډاری د څاه به اوبو کي ډوب سو. شهزادګۍ هم جرأت نه سوای کولای چي په غونډاري پسي د څاه په اوبو کي لټون وکړي ولي چي څاه دومره ژور ؤ چي حتی پای يې نه معلومېدی. همدا ؤ چي د باچا لور ډېره غمګينه سوه او په زوره په زوره يې ژړا شروع کړه. هغې چي هر څومره هم په لوړ ږغ وژړل خو زړه يې سپک نه سو. پدغه وخت کي هغې يو ږغ واورېدی چي ويل يې:

« کشري د باچا لوري

ډېره په ارمان ژاړې

تا ته څه درپېښه ده؟

ولي په خفگان ژاړې؟»

شهزادګۍ شاوخوا وکتل چي ځان ته معلومه کړي چي دا ږغ د چا دی. هغې وليدل چي يوې چنګښي د څا د اوبو څخه خپل بدشکله او پنډ سر را ايستلی دی او خبري کوي. شهزادګۍ و چنګښي ته وويل:

« ښه! دا ته يې چي گفتار کړې؟

په اوبو کي شړپهار کړې

زه چي ژاړم په سگلو کي

گيند مي ډوب سو په اوبو کي»

 چونګښي ورته په جواب کي وويل:

« کشري د باچا لوري

مه ژاړه آرامه سه

لږ خو مهربانه سه

ما ته که څه راکړې

گيند به دي پيدا کړې.»

شهزادګۍ ورته په جواب کي وويل:

« زه به يې درته درکړم

ته چي هر څه غواړې

طلا به درته درکړم

غمي که يې هم غواړې

غونډاری مي پيدا کړه

وعدې که زما غواړې»

 

خو چونګښي ورته وويل: « ستا طلايي تاج، ستا ملغلري او ستا غمي زما ندي پکار. خو که ته ما خپله ملگرې وګرځوې او زما سره لوبي وکړې، ما پر سترخوان تر خپل څنګ کښېنوې، راته په خپل طلايي غاب کي خواړه راکړې، راته په خپل جام کي اوبه راکړې او په خپل بستر کي مي بيده کړې، نو زه به همدا اوس څاه ته ورکښته سم او ستا غونډاری به راوباسم.» شهزادګۍ ورته وويل: « سمه ده، هر شی چی غواړې هغه به درته درکړم. خو اوس راته غونډاری راوباسه.»  شهزادګۍ په زړه کي د ځان سره وويل: « دغه ساده چونګښه څنګه بېځايه خبري کوي؟ دا به څنګه د يوه انسان سره ملګرتيا او دوستي وکړلای سي، حال دا چي د کواک کواک ږغونه کوي او په اوبو کي د خپل ځان په ډول نورو چونګښو سره اوسيږي.»

کله چي چونګښي واورېدل چي شهزادګۍ ورسره هر شرط ومنی، نو د څاه و اوبو ته ور وغورځېده او پکښي غوټه سوه. څو وخت وروسته چونګښه د څاه د اوبو څخه را ووتله او په خوله کي یې د شهزادګۍ طلايي غونډاری ټينګ نيولی ؤ. چونګښي غونډاری د څاه و څنګ ته پر زرغونو وښو وغورځوی. شهزادګۍ چي کله خپل غونډاری وليدی نو ډېره خوشاله سوه. هغې سمدلاسه غونډاری را واخيستی او د خپل پلار د ماڼۍ پر لور په منډو سوه. چونګښي ورپسي نعرې کړې: « ودرېږه! ماهم درسره بوزه. زه ستا په شان نه سم ځغستلای. ودرېږه! ودرېږه!» چونګښي چي هر څومره په زوره د باچا په لور پسي نعرې وکړې، هغې غوږ نه پر ونيوی او په ځغاسته د باچا ماڼۍ ته ولاړه او چونګښه يې هېره کړه. چونګښه په ځنګل کي يوازي پاته سوه او بېرته د څاه و اوبو ته ورغله.

پدا بله ورځ شهزادگۍ د خپل پلار او د درباريانو سره پر سترخوان ناسته او په خپل طلايي غاب کي يې ډوډۍ خوړله چي د سنگ مر مر څخه جوړو سوو ځينو کي د شړپ شړپ ږغ سو. دا په اوبو لنده خيشته چونگښه وه چي پر ځينو راوخته او دروازه يې وټکوله او ږغ يې کړی « د باچا کشري لوري، دروازه راخلاصه کړه.» د باچا لور هم په تلوار سره دروازې ته ورغله چي وگوري څوک د دې نوم اخلي. کله چي شهزادگۍ دروازه خلاصه کړه نو يې وليدل چي چونگښه يې مخي ته ناسته ده. شهزادگۍ وبېرېده او په زور سره يې دروازه بنده کړه او بېرته په تلوار و سترخوان ته راغله. کله چي باچا وليدل چي لور يې بېرېدلې غوندي ده نو يې وپوښتل: «اې زما لوري د څه شي څخه بېرېږې؟ ايا د دروازې دباندي کوم دېب ولاړ دی؟». شهزادگۍ خپل پلار ته وويل: « يا هيڅ دېب نسته. هلته يو بدشکله چونگښه ده او بس!». باچا پوښتنه وکړه: « چونگښه ستا څخه څه شی غواړي؟» شهزادگۍ وويل: « وۍ گرانه پلاره، کله چي ما پرون د ځنگل د څاه پر غاړه د خپل طلايي غونډاري سره لوبي کولې، نو غونډاری راڅخه د څاه په اوبو کي ولوېدی. دا چي ما ژړل نو چونگښې غونډاری د څاه څخه راته را وايستلی. خو د غونډاري د رايستلو څخه تر مخه ما بايد ورسره وعده کړې وای چي زه به دغه چونگښه خپله ملگرې گرځوم. خو ما هيڅکله دا فکر نه ؤ کړی چي چونگښه به د اوبو څخه بېرته راووځي. اوس دغه چونگښه راغلې ده او د دروازې دباندي ولاړه ده او غواړي چي دننه راسي.» په عيني حال کي چونگښي يو ځل بيا دروازه وټکول او ږغ يې کړی:

« کشري د باچا لوري

خلاصه دروازه کړه

وفا خپله وعده کړه

پرون د څاه پر غاړه

وې په سرو سترگو ولاړه

کشري د باچا لوري

خلاصه دروازه کړه

وفا خپله وعده کړه»

 

باچا چي د چونگښي ږغ واورېدی نو يې خپلي کشري لور ته وويل: « تا چي کومه وعده کړې ده هغه بايد پوره کړې. ورسه او چونگښي ته دروازه ورخلاصه کړه.» شهزادگۍ هم دروازه خلاصه کړه او چونگښه ترپ ترپ په شهزادگۍ پسي په غورځېدو سوه. چونگښه د سترخوان مېز ته ورسېده او د شهزادگۍ و چوکۍ ته نژدې سوه او و شهزادگۍ ته يې وويل: « ما مېز ته در پورته کړه.» شهزادگي هم د پلار په حکم چونگښه د خوړو مېز ته پورته کړه او هغه يې پر مېز کښېنوله.  چونگښه چي پر مېز کښېنول سوه نو يې وويل: « اوس راته د خوړو خپل طلايي غاب رانژدې کړه چي زه هم ستا سره په دغه غاب کي ډوډۍ وخورم.» شهزادگۍ خپل غاب و چونگښي ته ورنژدې کړی، خو د څهرې څخه يې معلومېدل چي دا کار يې په ښه زړه ونه کړی. چونگښي د غاب څخه په خوند خوند ډوډۍ خوړل پېل کړه. خو شهزادگۍ ته دا هيڅ خوند نه ورکوی چي د يوې چونگښي سره په گډه او په يوه غاب کي ډوډۍ وخوري. له همدې وجې د شهزادگۍ دغه ډوډۍ نوره تر حلق نه تېرېدله. چي چونگښه ښه او تر پوزي پوري مړه سوه نو يې شهزادگۍ ته وويل: « زه مَړه سوم. اوس غواړم چي ته ما خپلې د خوب خوني ته بوزې او پر خپل پوست او ورېښمين بستر مي بيده کړې.» همدا ؤ چي شهزادگۍ په ژړا شروع وکړه ولي چي د دغې لندې خشتې چونگښي څخه بېرېدله. شهزادگۍ د ځان سره وويل چي هغه چونگښه چي ما به په ژوند لاس لا هم نه وای وروړی اوس غواړي چي زما په ښايسته بستر کي خوب وکړي. خو باچا چي ډېر درد ورغلی ؤ، شهزادگۍ ته يې وويل: « چا چي ستا سره ستا په سخت وخت کي کومک کړی دی، هغه ته بايد د دې وروسته هيڅکله نور په ټيټه سترگه ونه گورې.» شهزادگۍ په غور د پلار خبره واورېده او چونگښه يې په دوو گوتو ونيوله او د خپلې خوب د خوني پر طرف روانه سوه. کله چي شهزادگۍ په خپل بستر کي ځان وغځاوه نو چونگښه ورته راغله او وې ويل: « ما ته خوب راځي. زه هم غواړم چي ستا په څېر په دغه بستر کي بيده سم. نو اوس ما هم بستر ته درپورته کړه که نه نو زه به دي پلار ته شکايت وکړم.» کله چي شهزادگۍ د چونگښي دا خبره واورېدله نو ډېر درد ورغلی او چونگښه يې په لاس کي واخيستله او په پوره تاو سره يې د خوني دېوال په وويشتی او وې ويل: « اوس به دي خاموشه کړم، بدشکلې چونگښي.» چونگښه هم خړپ سو د دېوال سره وجنگېده. خو کله چي د دېوال څخه لاندي راولوېده نو چونگښه نه وه بلکه په يو شهزاده بدله سوې وه. چونگښه پداسي يو شهزاده بدله سوه چي ډيري مهرباني او ښايستې سترگي يې درلودې. شهزاده و شهزادگۍ ته وويل : « زه په اصل کي د خپل هيواد ځوان باچا يم. خو يوې کوډگري بوډۍ د جادو په مرسته په چونگښه بدل کړی وم. بېله خدایه زه هيڅ چا د ځنگل د څاه څخه نه سوای آزادولای. همدا دی چي خدای ته راته وسيله کړې او ماته دي نجات راکړی.» د شهزادگۍ پلار هم پدغه داستان خبر سو او د شهزاده سره يم د خپلې لور واده ور وکړی.

يوه ورځ شهزاده وويل چي غواړي بېرته خپل وطن ته ولاړ سي او د باچا څخه يې د تلو اجازه وغوښته. باچا هم شهزاده او شهزادگۍ ته د تلو اجازه ورکړه. پدا سهار چي لمر راوختی نو يوه ډېره ښکلې بگۍ د شهزادگۍ د پلار ماڼۍ ته راورسېده. دغه بگۍ چي د اتو سپينو اسونو لخوا کشول کېدله، ورباندي د سرو زرو زنځيرونه او د طاوس رنگه بڼکي ځړول سوي وې. دغه بگۍ د شهزاده تر ټولو وفاداره نوکر چلوله چي نوم يې چاکروفادار ؤ. کوم وخت چي شهزاده د کوډگري بوډۍ لخوا په چونگښه بدل کړی سوی ؤ، نو چاکروفادار دومره خوابدی ؤ چي پر خپل زړه يې درې اوسپنيزي کړې اچولي وې. هغه د دې لپاره چي د شهزاده د غم څخه يې زړه ونه چاودي. چاکر وفادار راغلی ؤ چی شهزاده بېرته خپل هيواد ته بوزي. همدا ؤ چي شهزاده او شهزادگۍ په بگۍ کي کښېنستل او چاکر وفادار پر اسونو د حرکت ږغ وکړی. کله چي بگۍ يو لږ فاصله پر مخ ولاړه نو يو لوی ټک وسو لکه يو شی چي مات سوی وي. شهزاده و چاکروفادار ته وويل:

« چاکره وفاداره، چاکره وفاداره

دا بگۍ ده چي ماتيږي

زموږ سفر به پاته کيږي

چاکره وفاداره، چاکره وفاداره 

دا بگۍ ده چي ماتيږي»

خو چاکر وفادار په جواب کي ورته وويل:

« دا بگۍ به نه ماتيږي

زړه زما خوشاله کيږي

د بگۍ آسان شڼيږي

کړې زما د زړه ماتيږي »

بگۍ چي يو څه نوره پر مخ ولاړه بيا «کړاپ» «کړاپ» دوه واري نور د يو شي د ماتېدو ږغونه راغلل. شهزاده بيا پر چاکر وفادار ږغ وکړی:

« چاکره وفاداره، چاکره وفاداره

دا بگۍ ده چي ماتيږي

زموږ سفر به پاته کيږي

چاکره وفاداره، چاکره وفاداره

دا بگۍ ده چي ماتيږي»

خو چاکروفادار بيا په جواب کي ورته وويل:

« زموږ سفر نه پاته کيږي

دا بگۍ به نه ماتيږي

زړه زما خوشاله کيږي

د بگۍ آسان شڼيږي

کړې زما د زړه ماتيږي»

 

دا په رشتيا هم د چاکر وفادار پر زړه راتاو سوي د غم وسپنيزه کړې وې چي يوه په بلې پسي ماتي سوې، ولي چي د شهزاده دغه وفادار نوکر د خپل بادار په بېرته ورتگ زښت زيات خوشاله ؤ. شهزاده چي کله خپل وطن ته ورسېدی نو يې د وطن خلک ډېر خوشاله سول چي باچا يې بېرته روغ رمټ وليدی. چاکروفادار او د دغه هيواد نور ټول خلک د خپل باچا په پاچهۍ کي په خوشالي اوسېدل او ډېر خوشاله ول چي باچا يې د يوې ښکلي او مهرباني شهزادگۍ سره واده کړی ؤ.

کسۍ ولاړه پورته زه راغلم کور ته!

 

ليکونکي: ګريم ورونه

د نکل نوم: باچا چونګښه

د نکل اصلي ژبه: آلماني

 

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************

هيله: لطفا د ماشومانو لپاره په نکلونو او اشعار رالېږلو سره زموږ د دغې پروژې سره مرسته وکړئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.