091 ـ طوطي او سوداګر

 

ليکونکې : برېښنا صابر

 

وو نه وو یو سوداګر وو. یو ځلي دغه سوداګر د تجارت له پاره هند ته د سفر تکل وکړ.  د سفر د مخه ده د خپلې کورنۍ ټول غړي راټول کړل او  د هر یوه څخه یې پوښتنه وکړه چې له هند څخه ورته څه سوغات راوړي. ښځې يې ترې د وریښمو جامې وغوښتې. لورګانو یې بنګړي او ګاڼه او زامنو یې ترې د پټګړیو له پاره اصیل ټکر. 

دغه سوداګر یو طوطي هم لاره چې په یوه پنجره کې بند وو. ده د طوطي څخه هم پوښتنه وکړه:

 «طوطي! ووایه تاته له هنده څه راوړم. هند خو ستا وطن هم دی له هغه ځایه څه تحفه غواړی؟» 

طوطي وویل: «زه درنه هیڅ سوغات نه غواړم. خو یوازې یوه هیله در څخه لرم. هغه دا چې کله چې هند ته ورسیدی نو ځنګله ته ورشه. هلته به د وونو پر ښاخونو طوطیان ناست وي. هغوي ته لومړی زما سلام ورسوه او بیا ورته ووایه چې ستاسې په شان یو طوطي زما په کور کې په یوه پنجره کې دی او په خپل وطن پسې ډير خفه دی.» 

طوطي خپلو خبرو ته ادامه ورکړه او سوداګر ته یې وویل: 

 « ته بیا له دوی وپوښته چې تاسو څرنګه ملګري یاست چې دلته آزاد الوزۍ په داسې حال کې چې هلته ستاسې یو دوست په پنجره کې پروت او د بند شپې او ورځې سبا کوي او بیا د هغوي ځواب ماته راوړه.»

سوداګر چې د طوطي دا خبرې واوریدې نو له ځان سره یې هوډ وکړ چې د طوطي دا هیله به هرو مرو پوره کوي. خپله غوټه یې برابره کړه او د هند په سفر روان شو.  کله چې هند ته ورسید او د خپلو کارونو وزګار شو نو د کورنۍ د غړو له پاره د سوغاتونو پسې بازار ته ولاړ. هلته یې د ټولو خپلوانو له پاره تحفې واخیستی خو د طوطي خبره هم ترې هیره نه وه او یوه ورځ ځنګل ته ولاړ څو د طوطي پیغام د هغه خپلوانو او ملګرو ته ورسوي. دا یو ډیر ګڼ ځنګل وو او مرغانو او طوطیانو شور مارشو وو پکښې. سوداګر ولیدل چې د یوې ونې پر ښاخ ډير طوطیان ناست دي. دی ور نزدې شو او پر طوطیانو یې غږ وکړ: 

«ای طوطیانو! ستاسې یو ورور زما په کور کې په یوه پنجره کې دی. هغه لومړی پر تاسو سلام ویلی او بیا یې پوښتلي چې تاسې څرنګه دوستان یاست چې زه دلته په پنجره کې بند یم او تاسې آزاد الوزۍ.» 

کله چې طوطیانو د سوداګر دغه خبره واوریده نو له دوی څخه پر یوه زاړه طوطي لومړی یوه لرزه راغله، بیا یې خپلې وزرې وپړقولې او له ښاخه را ګوزار شو او مړ شو.  

سوداګر چې دا حال ولید ډیر غمجن شو، پر خپله پوښتنه پیښمان شو او ځان یې د طوطي د مرګ له پاره ګرم باله. 

کله چې یې په هند کې کارونه سر ته ورسیدل، نو بیرته کور ته راستون شو. ټوله کورنۍ ترې را چاپیر شوه. ده هم هر یو ته خپله خپله تحفه ورکړه. طوطي چې دی ولید نو پوښتنه یې ترې وکړه: «تا ټولو ته سوغاتونه ورکړل خو آیا زما هیله دې هم پوره کړې او که څنګه؟» 

سوداګر ورته په ځواب کې وویل: « هو! ستا هیله مې پوره کړې خو ډير پرې پښیمان یم. زه تاته نه شم ویلای چې څه وشول.» 

خو طوطي د خپلې پوښتنې د ځوابولو ټینګار وکړ او ویویل چې باید ټوله کیسه ورته وکړي. 

په پاي کې سوداګر مجبور شو چې طوطي ته حال ووايي: « کیسه داسې وه کله زه ځنګله ته ولاړم نو د وونو پر ښاخونو مې ډیر طوطیان ناست ولیدل. زه ورنزدې شوم او ستا سلام مې ورته ووايي او بیا مې ورته ستا پيغام ورساو. خو زما د خبرې د سر ته رسیدو سره سم یو زوړ طوطي ستا په برخلیک دومره خواشینی شو چې همدلته مړ شو.» 

د پنجرې طوطي چې دا خبره واوریده، لومړۍ پرې یوه لرزه راغله بیا یې وزرې وپرقولې، ګوزار او مړ شو. 

سوداګر پر دې سخت خواشینې شو. په ژړا سر شو. طوطي له پنجرې راوویست او پر ځمکه یې کیښود. 

خو یو څو شیبې لا تیرې نه وې چې طوطي ټوپ کړ، والوت او پر یوه ښاخ کښیناست. سوداګر چې دا حال ولید ډير حیران شو او له طوطي یې پوښتنه وکړه:

« وه طوطي! تا ماته دا څرنګه دهوکه راکړه؟»

طوطي وویل: «د هند طوطیانو ماته یو پيغام راستولی وو خو ته پرې پوه شوی نه وې. دوی ماته لار ښودلې وه چې زه باید د پنجرې څخه د وتلو له پاره ځان مړ واچوم. خو زه پرې پوه شوم او فکر مې وکړو چې د پنجرې څخه د وتلو همدا یوه لار لرم. ځکه په ژوند د پنجرې هیڅکله هم نه شوای وتلی.» 

طوطي دا ویول او والوت. 

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************

هيله: لطفا د ماشومانو لپاره په نکلونو او اشعار رالېږلو سره زموږ د دغې پروژې سره مرسته وکړئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.