087 ـ آس او زمری

 

ژباړن : اتل ترين - لندن

 

یو وخت یو آس یوه ځنګله ته ولاړی او هورې یې یو زمری ولیدی، دوي دواړو یو بل د اول وار لپاره سره لیدل، زمري اول خبري شروع کړې، ویې ویل:

– ته څوک یې؟

آس هیڅ ونه بېرېدی او ویې ویل:

– زه د حیوانانو پاچا یم.

د زمري دا خبره خوښه نه سوه او نارې یې کړې:

– زه د حیوانانو پاچا یم!

آس وویل:

– زه د حیوانانو پاچا یم ځکه چي زه تر تا زورور یم.

زمري وویل:

– ته یې باید دا اوس دا ثابته کړې.

آس وویل:

– ښه دئ، هغه ډبره وینې؟ ته کولای سې چي هغه ډبره دومره ټینګه ووهې چي د هغه څخه بڅرکي وغورځي؟

زمري ډبره په سوک ووهله مګر بڅرکي ځني ونه غورځېدل.

آس په خندا وویل:

– وینې؟ ته دومره زورور نه یې، اوس زما وار دئ.

آس ډبري ته شا ورواړول او په دواړو لغتو یې ټینګه ووهله، د ډبري څخه ډېر بڅرکي وغورځېدل، زمر ډېر وبېرېدي او له شرم د لاسه څخه وتښتېدی.

د دې نکل څخه موږ دا زده کوو چي که موږ هرڅومره هوښیار او زورور واوسو بیا هم موږ کمزوري اړخونه په خپل ژوند کي لرو او هیڅوک پوره نه دئ.

(د هسپانوي سرچینې څخه)

 

منبع: http://larawbar.net/31679.html

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************

هيله: لطفا د ماشومانو لپاره په نکلونو او اشعار رالېږلو سره زموږ د دغې پروژې سره مرسته وکړئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.