085 ـ بُزه او د سپینو زرو زنګوله

 

ژباړن : اتل ترين - لندن

 

یو وخت د یوې بزې خاوند هغې ته یو ښایسته د سپینو زرو زنګوله ورکړه، بزه په خپله زنګوله ډېره ونازېده او ټوله عمر به یې ښوروله چي په زوره شرنګی وکړي، یوه ورځ بزه په یو ځنګله کي ګرځېده او زنګوله یې ښوروله چي په زوزانو کي ځني ولوېده او بنده سوه، دا چي بزه ډېره بې غیرته وه نو یې نه غوښتله چي په زوزانو کي ولاړه سي او خپله زنګوله راواخلي، زوزانو ته یې وویل:

– لطفاً ما ته زما زنګوله بیرته راکړه.

– خو زوزانو ورته وویل:

– راسه وایې خله.

بزې وویل:

– ته یې راکړه که نه زه به ستا سره جوړه سم.

زوزانو مازي وخندل، بزه ولاړه ارې ته او ورته ویې ویل:

– ارې زما سره مرسته وکړه، زوزانو زما زنګوله اخیستې ده او ما ته یې نه راکوي، زوزان پرې کړه.

خو ارې وویل:

– زه زړه یم او غاښونه مي پڅ دي، زه یې نه سم پرې کولای.

بزې ته درد ورغل او ولاړه اور ته او ورته وې ویل:

– اوره زما سره مرسته وکړه، زوزانو زما زنګوله اخیستې ده او ما ته یې نه راکوي، ولاړم ارې ته او ورته ومي ویل چي زوزان پرې کړه، خو هغې وویل چي هغه زړه ده او غاښونه یې پڅ دي. اره هم وسوځوه خو اور وویل:

– نه، ولي یې وسوځوم؟ هغه سم وایي.

بُزې ته ډېر درد ورغلی او ولاړه اوبو ته او ورته وې ویل:

– اوبو زما سره مرسته وکړه، زوزانو زما زنګوله اخیستې ده او ما ته یې نه راکوي، ولاړم ارې ته او ورته ومي ویل چي زوزان پرې کړي، خو هغې وویل چي هغه زړه وه او غاښونه یې پڅ وه، بیا ولاړم اور ته او ورته ومي ویل چي اره وسوځوي خو هغه وویل چي اره سم وایي او وې نه سوځوله، اور مړ کړه خو اوبو وویل:

نه، اور سم وایي.

بزې ته نور هم درد ورغلی او ولاړه غواوو ته او ورته وې ویل:

– غواوو زما سره مرسته وکړئ، زوزانو زما زنګوله اخیستې ده او ما ته یې نه راکوي، ولاړم ارې ته او ورته ومي ویل چي زوزان پرې کړي، خو هغې وویل چي هغه زړه وه او غاښونه یې پڅ وه، ولاړم اور ته او ورته ومي ویل چي اره وسوځوي خو هغه وویل چي اره سم وایي او وې نه سوځوله، ولاړم اوبو ته او ورته ومي ویل چي اور مړ کړي خو اوبو وویل چي اور سم وایي او مړ یې نه کړ، اوبه وچښئ! خو غواوو وویل:

– نه، اوبه خو سم وایي. بُزې ته بیخي ډېر درد ورغلی او ولاړه شرموښ ته او ورته وې ویل:

– شرموښه زما سره مرسته وکړه، زوزانو زما زنګوله اخیستې ده او ما ته یې نه راکوي، ولاړم ارې ته او ورته ومي ویل چي زوزان پرې کړي، خو هغې وویل چي هغه زړه وه او غاښونه یې پڅ وه، ولاړم اور ته او ورته ومي ویل چي اره وسوځوي خو هغه وویل چي اره سم وایي او وې نه سوځوله، ولاړم اوبو ته او ورته ومي ویل چي اور مړ کړي خو وې ویل چي اور سم وایي او مړ یې نه کړي، غواوو ته ولاړم او ورته ومي ویل چي اوبه وچښي خو هغو راته وویل چي اوبه سم وایي او وې نه چښلې، ورسه غواوي وخوره خو شرموښ وویل:

– نه، زه وږي نه یم.

بزې ته نور درد ورغلی او ولاړه توپک ته او ورته وې ویل:

– توپکه زما سره مرسته وکړه، زوزانو زما زنګوله اخیستې ده او ما ته یې نه راکوي، ولاړم ارې ته او ورته ومي ویل چي زوزان پرې کړي، خو هغې وویل چي هغه زړه وه او غاښونه یې پڅ وه، ولاړم اور ته او ورته ومي ویل چي اره وسوځوي خو هغه وویل چي اره سم وایي او وې نه سوځوله، ولاړم اوبو ته او ورته ومي ویل چي اور مړ کړي خو وې ویل چي اور سم وایي او مړ یې نه کړي، غواوو ته ولاړم او ورته ومي ویل چي اوبه وچښي خو دوي وویل چي اوبه سم وایي او وه یې نه چښلې، ولاړم شرموښ ته او ورته ومي ویل چي غواوي وخوري خو وې نه خوړلې ځکه چي هغه ویل وږی نه دئ، شرموښ ووله، توپک وویل:

– زه مرمۍ نه لرم ځکه یې نسم ویشتلای.

بُزې ته نور هم درد ورغلی نو ولاړه موږکانو ته او ورته وې ویل:

– موږکانو زما سره مرسته وکړئ، زوزانو زما زنګوله اخیستې ده او ما ته یې نه راکوي، ولاړم ارې ته او ورته ومي ویل چي زوزان پرې کړي، خو هغې وویل چي هغه زړه وه او غاښونه یې پڅ وه، ولاړم اور ته او ورته ومي ویل چي اره وسوځوي خو هغه وویل چي اره سم وایي او وې نه سوځوله، ولاړم اوبو ته او ورته ومي ویل چي اور مړ کړي خو وې ویل چي اور سم وایي او مړ یې نه کړي، غواوو ته ولاړم او ورته ومي ویل چي اوبه وچښي خو دوي وویل: چي اوبه صحیح وه او وې نه چښل، ولاړم شرموښ ته او ورته ومي ویل چي غواوي وخوري خو وې نه خوړلې ځکه هغه ویل وږی نه دئ، ولاړم توپک ته او ورته ومي ویل چي شرموښ ووله مګر وې ویل چي مرمۍ نه لري نو نه سي کولای چي شرموښ وولي. توپک په خپلو غاښونو مات کړئ.

 مګر موږکانو وویل:

– موږ نه غواړو چي توپک مات کړو. ځکه هغه د اوسپني څخه جوړ سوی دئ او زموږ غاښونه به رامات کړي. بُزې ته دومره درد ورغلی چي د غوږونو څخه یې توښ راووتي. پیشي ته ولاړه او نارې یې کړې:

– پیشي زما سره مرسته وکړه. زوزانو زما زنګوله اخیستې ده او ما ته یې نه راکوي، ولاړم ارې ته او ورته ومي ویل چي زوزان پرې کړي، خو هغې وویل چي هغه زړه وه او غاښونه یې پڅ وه، ولاړم اور ته او ورته ومي ویل چي اره وسوځوي خو هغه وویل چي اره سم وایي او وې نه سوځوله، ولاړم اوبو ته او ورته ومي ویل چي اور مړ کړي خو وې ویل چي اور سم وایي او مړ یې نه کړي، غواوو ته ولاړم او ورته ومي ویل چي اوبه وچښي خو دوي وویل چي اوبه سم وایي او وه یې نه چښلې، ولاړم شرموښ ته او ورته ومي ویل چي غواوي وخوري خو وې نه خوړلې ځکه هغه ویل وږی نه دئ، ولاړم توپک ته او ومي ویل چي شرموښ وولي خو وې ویل چي مرمیاني یې نه درلودلې نو نسوای یې کولای، موږکانو ته ولاړم او ورته ومي ویل چي توپک په خپلو غاښونو مات کړي مګر دوی وویل چي توپک د اوسپني څخه جوړ سوی دئ او د دوی غاښونه به ورمات کړي. موږکان ونیسه. مګر پیشي وویل: یا! زنګوله دي خپله راواخله. د هغه وخت څخه چي ته دا فارم ته راغلې یې، تا زما سره بد وضعیت کړی دئ. زه به ستا لپاره یو نوک لا هم ونه ښوروم. بُزه نزدې د درد د لاسه لېونۍ سوې وای. ولاړه خپل خاوند ته او وې ویل:

– خاونده زما سره مرسته وکړه. زوزانو زما زنګوله اخیستې ده او ما ته یې نه راکوي، ولاړم ارې ته او ورته ومي ویل چي زوزان پرې کړي، خو هغې وویل چي هغه زړه وه او غاښونه یې پڅ وه، ولاړم اور ته او ورته ومي ویل چي اره وسوځوي خو هغه وویل چي اره سم وایي او وې نه سوځوله، ولاړم اوبو ته او ورته ومي ویل چي اور مړ کړي خو وې ویل چي اور سم وایي او مړ یې نه کړي، غواوو ته ولاړم او ورته ومي ویل چي اوبه وچښي خو دوي وویل چي اوبه سم وایي او وه یې نه چښلې، ولاړم شرموښ ته او ورته ومي ویل چي غواوي وخوري خو وې نه خوړلې ځکه هغه ویل وږی نه دئ، ولاړم توپک ته او ومي ویل چي شرموښ وولي خو وې ویل چي مرمیاني یې نه درلودلې نو نسوای یې کولای، موږکانو ته ولاړم او ورته ومي ویل چي توپک په خپلو غاښونو مات کړي خو دوي وویل چي توپک د اوسپني څخه جوړ سوي دي او د دوي غاښونه به ورمات کړي، پشي ته ولاړم او ورته ومي ویل چي موږکان ونیسي خو هغې وویل چي هغه به زما لپاره یو نوک لا هم ونه ښوروي، پشي وباسه.

مګر خاوند وویل:

– ولي یې وباسم بې عقلي؟ ستا خپله ګنا ده چي اول سر دي خپله زنګوله په زوزانو کي بنده کړه. زه به ستا زنګوله راواخلم مګر درکوم یې نه. دا به ستا سزا یي. د بزې زنګوله یې د دروازې سره وځړوله نو چي یو څوک راسي، زنګوله به ووهي او چي بزې هرڅونه کوښښ وکړ، زنګوله بیا هیڅ کله د هغې په غاړه ونه ځړېدله.

د دې نکل څخه موږ زده کوو چي خپله غلطي په بل چا مه سموه او مه یې هم پر بل چا تاوانه وه.

(د ایټالوي سرچینې څخه)

 

منبع: http://larawbar.net/31748.html

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************

هيله: لطفا د ماشومانو لپاره په نکلونو او اشعار رالېږلو سره زموږ د دغې پروژې سره مرسته وکړئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.