083 ـ بومان او کاغۍ

 

ژباړن : اتل ترين - لندن

 

یو وخت ټولي چوغکي راټولي سوې چي په خپل منځ کي پاچا خوښ کړي، یوازي کاغۍ رانه غله، هغوی مجبوره سول چي بې له هغې څخه مجلس پیل کړي، تر ډېرو خبرو وروسته یې بوم خوښ کړ، هغوی دې ته نژدې سوي وه چي تاج د هغه پر سر کښېږدي چي کاغۍ راورسېده، د هغوي دود دا وو چي د هر چا نظر وپوښتي نو د کاغۍ نظر یې وغوښت، کاغۍ وویل:

– بوم باید پاچا نه سي ځکه د پاچا سترګي باید تر ټولو نورو مرغانو ښه کار وکړي خو بوم په روڼا کي ړوند دئ، هر څوک باید خپل پاچا هر وخت ولیدلای سي خو بوم ځان پټوي.

نورو مرغانو د کاغۍ خبره ومنله او باز یې خوښ کړ چي پاچا سي، له هغه وخت راهیسي بومان او کاغۍ سره دښمنان سول، یوه شپه یو څو بومان د کاغیو ځالګیو ته ورغلل او د هغوی بچي یې ور مړه کړل، په دا سبا کاغۍ خپل مشر ته ورغلې او هغه ته یې وویل چي څه پېښه سوي ده، د کاغیو د مشر اول مشاور وویل:

– دغه ځای په امن کي نه دئ، موږ باید یو بل کور پیدا کړو، د کاغیو د مشر دوهم مشاور وویل:

– هغوي پر موږ ډېر زورور دي، ور به سو او له هغوی څخه سوله خیرات وغواړو.

د کاغیو د مشر درېم مشاور وویل:

– موږ باید هیڅ کله له هغوی څخه سوله خیرات ونه غواړو! راځئ چي جنګ ورسره وکړو!

تر ټولو مشر مشاور ټولو ته غوږ ونیو او بیا یې وویل:

– موږ نه بل کور پیدا کولای سو، نه له هغوی څخه سوله خیرات غوښتلای سو ځکه چي هغوی به یې ونه مني او نه په جنګ کي له هغوی څخه ګټلای سو، زه یو بل پلان لرم، زما یو څو بوڼکي راوشکوئ او دلته یې پرېږئ، بیا خپلي کورنۍ واخلئ او یو ګوښه ځای پیدا کړئ چي یو څو شپې پکښي تېري کړئ، نور ټول کار ما ته پرېږدئ، نورو کاغیو د ده په خوله وکړه (ځکه چي د هغې کاغۍ پلانونه ټول وخت کار کاوه). کله چي ماښام سو او بومان راغله، یوازي هغه کاغۍ پاته وه، هغه کاغۍ یې خپلي ملکې ته بوتله، د بومانو ملکې کاغۍ ته وویل:

– ته څوک یې او چا ته دې حال ته رسولې یې؟

کاغۍ وویل:

زه د کاغیو د مشر مشاور یم او زما وروڼو زه دغه حال ته رسولی یم ځکه چي ما هغوئ ته وویل چي ستا څخه سوله خیرات وغواړي، نورو بومانو خپلي ملکي ته وویل چي کاغۍ درواغ وايي، چي هغه ته غوږ ونه نیسې خو د بومانو د ملکې خوښ سو چي کاغۍ هغې ته احترام کاوه او کاغۍ یې خپله مشاور وټاکله د بومانو ملکې غوښتل چي د کاغۍ وروڼو ته جزا ورکړي، هغې د کاغۍ څخه پوښتنه وکړه:

– زه به هغوی چیري پیدا کړم؟

کاغۍ وویل: هغوئ ما ته پرېږده او ولاړه چي خپل وروڼه پیدا کړي چي یې وروڼه پیدا کړه ورته وې ویل:

– سبا غرمه چي ټول بومان بیده وي، هر څوک دي یوه وچه خاشه د بومانو قصر ته راوړي او د هغه په شاوخوا دي یې واچوي، زه به اخیري خاشه راوړم او بیا به تاسي ووینئ چي څنګه زموږ غچ واخیستل سو، سبا غرمه هري کاغۍ یوه وچه خاشه راوړل او د بومانو د قصر سره یې وغورځول ترهغو چي د بومانو قصر په وچو خاشو محاصره سو، بیا هغه اخیري کاغۍ د یوې خاشې سره راغله خو دا خاشه هغسي نه وه لکه هغه نوري خاشې، دې خاشې اور اخیستی وو، کاغۍ خاشه پر نورو خاشو وغورځوله او په ډېر لږ وخت کي د بومانو کور اور واخیست، ټول بومان مړه سول مګر هغه کاغۍ هم مړه سوه ځکه چي زړه وه او دومره تېزه نسوای الوتلای خو د هغې هوښیاري او زړورتوب هیڅ کله هېر نه سول.

د دې کیسې درس دا دئ چي هیڅ غټ بریالیتوب بې له هوښیارۍ او قربانۍ څخه په لاس نه راځي.

 

منبع: http://larawbar.net/31824.html

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************

هيله: لطفا د ماشومانو لپاره په نکلونو او اشعار رالېږلو سره زموږ د دغې پروژې سره مرسته وکړئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.