076 ـ پیشي، پړانګ او انسان

 

ژباړن : اتل ترين - لندن

 

یو وخت یو سړی مځکي ته ولاړ او د خپل ځان سره یې یوه پیشي بوتله چي موږکان ونیسي خو پیشي ولاړه ځنګله ته او یو پړانګ یې ولید، پړانګ وویل:

- ته په رنګ کي یو څه ما ته سوې یې مګر دومره کوچنۍ او کمزورې ولي یې؟

پیشي وویل:

– که تا له انسان سره ژوند کولای ته به هم داسي کوچینی او کمزوری وای ځکه هغه ډېر زورور دئ او ما نه پرېږدي چي داسي غټه سم لکه ته، ته راځه چي زه یې تا ته دروښیم، پړانګ د پیشي سره مځکي ته ورغلي، پړانګ انسان ته وویل:

– پیشي ما ته وایي چي ته ډېر زورور یې، ته ما ته خپل زور راوښیه.

سړي وویل:

– زه ټوله عمر خپل زور له ځان سره نه راوړم، نن مي په کور کي پرېښودی.

پړانګ وویل:

– ورسه رایې وړه.

سړي وویل:

– ته به وتښتې، که ته غواړې چي زه تا ته خپل زور دروښیم نو زه باید تا پر دغه ونه وتړم چي ته ونه تښتې.

پړانګ ومنل او چي دا کار یې وکړ، سړی ولاړ، یوه لښته یې راواخیسته، بیرته راغلی او پړانګ یې ټینګ، ټینګ وواهه، پړانګ نارې کړې:

– لطفاً ایله مي کړه! بس پوه سوم چي ته څونده زور لرې، زه به ولاړسم ځنګله ته چي بیا هیڅکله انسان ونه وینم، پړانګ رسۍ پرې کړې او وتښتېدی.

له دې نکل څخه موږ دا زده کوو چي موږ باید همېشه آرام واوسو او د فکر او ساړه دماغ څخه کار واخلو.

( له جورجیا هیواد څخه)

 

منبع: http://larawbar.net/32366.html

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************

هيله: لطفا د ماشومانو لپاره په نکلونو او اشعار رالېږلو سره زموږ د دغې پروژې سره مرسته وکړئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.