074 ـ چرګ، ښامار او زنزه

 

ژباړن : اتل ترين - لندن

 

په ډېره پخوا زمانه کي چرګ په دې شکل نه وو لکه چي لکه اوس چي دئ، هغه وخت یې دوه غټ ښایسته ښکرونه لرل، ټولو حیوانانو داسي ښکرونه غوښتل لکه د چرګ دا چي وه، ښامار تر ټولو ډېر دا ډول ښکرونه غوښتل، د ښامار سر داسي وو لکه د اوښ، داسي سترګي یې وې لکه د پیشي، داسي غاښونه یې وه لکه د سمسارې، داسي غوږونه یې وه لکه د غوایي، داسي غاړه یې وه لکه د مار، داسي نوکان یې وه لکه د باز، داسي پښې یې وې لکه د پړانګ خو بیا هم خوابدی وو ځکه چي داسي شی یې نه درلود چي پر خپل سر یې کښیږدي، یوه ورځ پاچا ټوله حیوانان مېلې ته راوغوښتل، ټول حیوانان ډېر خوشحاله سول مګر ښامار تشویش کاوه چي په څه ډول خپل کټی سر پټ کړي، په دغه وخت کي چرګ هغه ته په مخه ورغلی، ښامار ورته وویل:

– چرګه! زه سبا مېلې ته ځم او شی نه لرم چي پر خپل سر یې کښېږدم، ما ته ستا ښکرونه راکوې؟

چرګ وویل:

– یا! ځکه زه هم سبا مېلې ته ځم.

ښامار وویل:

– مګر ته خو بې له ښکرو څخه هم ښه اېسې.

په دې وخت کي یوه زنزه تېرېده، هغې چي د ښامار خبره واورېده، هغه هم په مجلس کي ورګډه سوه او چرګ ته یې وویل:

– ښامار ښه وایي، د یوې شپې لپاره دي ښکرونه ورکړه، که یې وعده هېره سوه چي ستا ښکرونه بیرته درکړي نو زه به یې ورپه یاد کړم، چرګ اخیر خبره ومنله، ښامار په خوشحالۍ ښکرونه پر سر کړل او د پاچا کور ته ولاړی، پاچا د ټولو حیوانانو سره روغبړ وکړ، چي کښېناستی ښامار یې خپل څنګ ته کښېنوی، چرګ ته دا خوند ورنه کړ، چي سبا سو، د ښامار کور ته ورغلی (ښامار په اوبو کي ژوند کاوه) او ورنارې یې کړې:

– ښاماره، زما ښکرونه راکړه!

ښامار د اوبو څخه راووتی او وې ویل:

– ښکرونه تا ته څه ګټه رسوي؟ ته بې له هغه څخه هم ښه اېسې، خو زه باید یو شی پر خپل کټي سر ولرم.

چرګ ته درد ورغلی او وې ویل:

– ستا یې په څه چي زه ښه اېسم که بد.

ښامار وویل:

– ګوره! زه د دې لپاره وخت نه لرم، بل وخت به پر دې خبري وکړو.

ښامار بیرته ډوب سو، چرګ نارې شروع کړې خو ښامار غوږ پر ونه نیوی، زنزي د چرګ نارې واورېدې او د چرګ څخه یې پوښتنه وکړه چي څه پېښه ده، چرګ وویل:

– ښامار زما ښکرونه نه راکوي او تا ویلي وه چي…

زنزي وویل:

– هو! زه پوهېږم چي ما څه ویلي وه خو زه اوس څه وکړم چي ښامار په اوبو کي ډوب دئ؟

چرګ وویل:

– زما یې په څه؟ تا باید نه وای ویلي!

زنزي وویل:

– تا باید ښکرونه نه وای ورکړي! ستا خپله ګنا ده.

چرګ چغي کړلې:

– ستا ګنا ده!

له دې سره یې زنزه یې وخوړه، له هغه وخت راهیسي چرګان او زنزي سره دښمنان دي، د چرګ ښامار نه دئ هېر سوی چي راویښ سي نارې کړي چي ښاماره! زما ښکرونه راکړه! او ښامار تر اوسه پوري نه دي ورکړي. 

د دغه نکل درس دا دئ چي بې ځایه وعدې باید چا ته ور نه کړو، د چا په کار، کار ونه لرو، او پر هر چا باور ونه کړو.

 

( د چین له هیواد څخه)

 

منبع: http://larawbar.net/32648.html

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************

هيله: لطفا د ماشومانو لپاره په نکلونو او اشعار رالېږلو سره زموږ د دغې پروژې سره مرسته وکړئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.