064 ـ زمری او د هغه شورا

 

ژباړن : اتل ترين - لندن

 

یو وخت یو قوي او زړه ور زمري په ځنګله کي ژوند کاوه. هغه درې مشاورین درلودل. د زمري دغه مشاورین یوه کاغۍ، یو چغال او یو شرمُښ وو. زمری پاچا وو او ښکار ئې کاوه. کاغۍ، چغال او شرمُښ مشورې ورکولې او هغه شیان ئې خوړل چي پاچا هغوی ته ورکول. ټول خوشحاله وه. یوه ورځ یو اوښ د زمري کلا ته ورغی. زمري اوښ هیڅکله نه وو لیدلی نو پوښتنه ئې ځني وکړه:

– ته څوک ئې او ولي راغلی یې؟

اوښ جواب ورکړ:

– زه اوښ یم، غواړم د خلګو څخه پټ سم. د زمري اوښ خوښ سو او ورته وې ویل:

– که ته غواړې نو راسه، زما سره زما په کلا کي ژوند وکړه.

د اوښ د زمري کلا ډېره خوښه سوه. په کلا کي ډېر خوراک او چښاک وو. هغه هلته په خوشحالۍ ژوند کاوه. یوه ورځ یو فیل د زمري سره جنګ وکړ. زمری زخمي سو ځکه ئې نو ښکار نه سوای کولای. د زمري مشاورین ډېر خوابدي وه ځکه هغوی ته زمري خوراک ورکاوه. دا چي هغه زخمي وو او ښکار ئې نه سواي کولای نو هغوی وږي سول، یو بل ته ئې ویل چي موږ به څه کوو؟ شرمښ وویل:

– موږ خو خپله ښکار نه سو کولای.

چغال وویل:

– راځئ چي اوښ وخورو!

شرمښ وویل:

– پاچا به اجازه رانه کړي. اوښ د هغه مېلمه دئ.

کاغۍ وویل:

– پروا نه کوي. زه یو پلان لرم.

کاغۍ ولاړه د زمري خوني ته ورورغله او ورته ویې ویل:

– پاچا صاحب موږ ستا به باره کښي پرېشانه یو. ته هیڅ شی نه خورې او نه چښې. موږ بېرېږو چي ته به د کمزورۍ له لاسه مړ سې. ته باید یو شی وخورې چي جوړ سې.

زمري وویل:

– ته رښتیا وايې خو څه وکړم چي ښکار نه سم کولای؟

کاغۍ وویل:

– چي دلته سم خوراک پیدا کیږي نو ولي باید ښکار وکړې؟

زمري ته درد ورغلی او نارې یې کړې:

– ته خو به اوښ نه یادوې؟ ته غواړې چي زه خپله وعده ماته کړم!؟

کاغۍ وویل:

– ته نو ولي باید خپله وعده ماته کړې؟ اوښ به په خپله خپل ځان تر تا قربان کړي!

کاغۍ ولاړه چي خپلو ملګرو ته وروښووي چي د زمري مخ ته څه شي ووایي او په څنګه ئې ووایي. تر دې وروسته چغال اوښ ته ورغلی او ورته وې ویل:

– راځه زموږ سره، موږ د زمري پوښتني ته ځو.

ټول د زمري په خونه کي راټول سول. کاغۍ اول خبري شروع کړې او وې ویل:

– پاچا، زه وینم چي که ته شی ونه خورې ته به د کمزورۍ له لاسه مړ سې. ما وخوره زه به په خوشحالۍ ستا لپاره خپل ځان قربان کړم.

مخکي تر دې چي کاغۍ خپلي خبري خلاصي کړي، چغال نارې کړې:

– نه! کاغۍ مه خوره! هغه لږ غوښي لري او ډنګره ده. د هغه پر ځای ما وخوره!

په دې وخت کي شرمښ پسي نارې کړې:

– نه! چغال مه خوره! د هغه غوښي مرداري دي! د هغه پر ځای ما وخوره!

اوښ ټولو ته غوږ نیولی وو او فکر ئې وکړ چي اوس نو زه باید پاچا ته وښیم چي هغه پر ما څومره ګران دئ، هغه زه د خلګو څخه وساتلم نو اوس زه باید هغه د ناجوړۍ څخه وساتم. او وې ویل:

– که د دوئ غوښي نه سې خوړلاي، زما غوښي وخوره.

شرمښ، چغال او کاغۍ په ټولو وویل:

– هو د ده ښې غوښي دي!

له دې سره یې پر اوښ یرغل وکړ او مړ ئې کړ.

د دې نکل څخه دا زده کوو چي که موږ پر یو چا هر څومره باور لرو بیا هم باید د ځان سره احتیاط وکړو.

 

(د هندوستان د هیواده څخه)

 

منبع: http://larawbar.net/33043.html

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************

هيله: لطفا د ماشومانو لپاره په نکلونو او اشعار رالېږلو سره زموږ د دغې پروژې سره مرسته وکړئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.