006 ـ ښکاري او مرغۍ

 

له پنده ډکه کیسه 

ژباړن : عطا محمد میاخېل 

 

یوه ورځ یوه ښکاري ، یوه مرغۍ په خپل دام کې ونیوله ، مرغۍ ښکاري ته وویل: اې ښاغلیه ! تا د خپل ژوند په اوږدو کې ډېرې غوښې خوړلې دي او هېڅکله نه یې موړ شوی ؛ زما د دې کوچني بدن له خوړلو هم نه مړېږې ، که چېرې ما خوشې کړې ، نو درې د پند خبرې درته کووم ، تر څو سوکالي او نېکمرغي دې په برخه شي . 

لومړۍ د پند خبره هغه وخت درته کووم چې ما خوشې کړې ، د  دوېیمه پند خبره به هغه مهال درته وکړم ، کله چې ستا د کور په بام کېناستم او درېیمه د پند خبره به  هغه وخت درته کووم ، کله چې په ونه کېناستم . 

ښکاري ومنله ، مرغۍ وویل : له امکانه لرې خبرو باندې به هېڅکله باور نه کوې. ښکاري پرته له کوم ځنډ څخه هغه خوشې کړه ، مرغۍ والوته او د دوی د بام پر سر کېناسته او وې ویل : د پند دوېیمه خبره : په تېرو پسې هېڅکله مه ګرځه  او د هغه څه په باب اندېښنه مه کوه ، چې مخکې دې له لاسه ورکړي وي ، ځکه چې ګټه نه لري . 

مرغۍ والوته د ونې په یوه ښاخ کېناسته او وې ویل : اې ښاغلیه ! زما په خېټه کې یوه مرغلره ده ، چې د لس درهمو په اندازه وزن لري ، مګر له بده مرغه ، چې ستا او ستا د اولادونو قسمت په کې نه وو ، کنه نو په هغې سره به ډېر شتمن شوی وې . 

ښکاري د دې خبرې په اورېدو سره ډېر خواشینی شو ، چیغې یې پورته شوې او وې ویل ، دا مې څه وکړل ؟ 

مرغۍ په خندا ورته وویل : ما څو شېبې مخکې تاته نصیحت وکړ ، چې په تېرو پسې مه ګرځه ، یا زما د پند په خبره نه یې پوه شوی او یا هم کوڼ یې ؟ 

د پند دوېیمه خبره مې داوه ، چې په هغو خبرو باور مه کوه ، چې له امکانه لرې وي . 

اې ساده ! زما ټول وزن له درې (۳) درهمو څخه لوړ نه دی ،  دا نو څه ډول امکان لري ، چې د لسو درهمو په وزن مرغلره دې زما په خېټه کې وي ؟

ښکاري څو شېبې د فکرونو په سمندر لاهو شو ، وروسته یې وویل :  اې ځیرکې مرغۍ ته ډېره قېمتي یې ، د پند درېیمه خبره هم راته وکړه ، مرغۍ وویل : آیا د پند په هغو دوه مخکنیو خبرو دې عمل وکړ ، چې درېیمه هم درته وکړم ؟ 

نا پوه او خوبه وړو کسانو ته د پند خبرې کول داسې دي ، لکه په ښوره لرونکې ځمکې باندې د تخم شیندل . 

 

 منبع: http://sporghay.com/index.php?option=com_content&view=article&id=8859:2015-01-07-22-24-27&catid=38:2010-01-31-16-21-39&Itemid=66

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************

هيله: لطفا د ماشومانو لپاره په نکلونو او اشعار رالېږلو سره زموږ د دغې پروژې سره مرسته وکړئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.