049 ـ زمری، غوماشه او غڼه

 

ژباړن : اتل ترين - لندن

 

یوه ورځ غوماشي له ځان سره وویل چي زمری ولي په خپل زور باندي دونده نازیږي؟ زه ته هغه زوروره یم. له دې سره هغه ولاړه چي د زمري سره جنګ وکړي. په پیل کي زمریر د غوماشي په کیسه کي نه سو، خو غوماشه نه تله او زمري ته ئې ویل:

– بې غیرتي مه کوه. راسه چي جنګ وکړو.

اخیر زمري وویل:

– ښه دئ، خو ته به پښېمانه سې.

له دې سره ئې غوماشي ته دونده ټینګ سوک ورکړ، چي که ئې یو غایی په ولی وای هغه به ئې لا مړ کړی وای. خو غوماشه ایسته سوه او زمری یې پر پزه وخوړی. زمري بیا غوماشي ته سوک ورکړ، خو غوماشه بیا ایسته سوه او زمری ئې پر سترګه وخوړی. دغه حالت د ډېر وخت له پاره دوام وکړ. په اخیر کي غوماشي زمری دونده ډېر پر پزه خوړلی وو چي ز هغااه پزه ئې دونده ورپړسوللې وه چي ساه ئې نه سوای کښلای، او دونده ډېر ئې پر سترګو خوړلی وو چي په سترګو ئې نه سوای لیدلای. زمری په ژړه سو او وئې وویل:

– خیر دئ، لطفاً بس کړه! زه نور جنګ نه سم کولای!

غوماشي وویل:

– سمه ده خو دا جنګ په یاد لره!

له دې سره ولاړه، تر څو نورو حیوانانو ته ووایي چي هغې زمری مات کړ. هغې لاري ته نه کتل او د غڼي په ځالګۍ کي بنده سوه، او هغه غوماشه چي زمری ئې په جنګ کي مات کړی وو، غڼې وخوړه.

د دې نکل درس دا دئ چي موږ باید لويي ونه کړو او چا ته په کښته سترګه ونه ګورو.

 

(د عربي سرچینې څخه)

 

منبع: http://larawbar.net/33897.html

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************

هيله: لطفا د ماشومانو لپاره په نکلونو او اشعار رالېږلو سره زموږ د دغې پروژې سره مرسته وکړئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.