046 ـ شرمښ، ګیدړه او موشخرما

 

ژباړن : اتل ترين - لندن

 

یو وخت یو شرمښ، یوې ګیدړي او یوې موشخرما یو ځای ژوند کاوه. هغوی یوه غوا درلوده، هغې ته به ئې هر وخت خوراک ورکاوه تر څو چاغه سي، دوی ئې حلاله کړي او وئې خوري. شرمښ به هر وخت ویل چي زما غوا به څنګه ښه خوند وکړي. پر دې خبره به ګیدړي ته درد ورتلی او ویل به ئې چي ته ولي هر وخت زما غوا وایې؟ ته پوهېږې چي دا د ټولو غوا ده. موشخورما به وخندل او له ځان سره به ئې ویل چي تاسي ودرېږئ او وروسته به معلومه سي چيپه رښتیا غوا د چا ده. کله چي غوا چاغه سوه او حلاله ئې کړه، شرمښ او ګیدړي غوښتل چي دستي ئې وخوري، خو موشخرما هغوی نه پرېښوول او ورته وې ویل مګر موشخرما دوي پرې نه ښول او ورته ویل ئې:

– تاسي دا خیرنه غوا څنګه خوری؟ راځئ چي په ویاله کي ئې پاکه پرېولو.

شرمښ او ګیدړي ومنل او غوا ئې ویالې ته یووړه. شرمښ د غوا د مخ پښې ونیولې، ګیدړي ئې د شا پښې ونیولې او موخشخرما په اوبو ننوته چي غوا پرېولي، خو موشخرما د دې پر ځای چي غوا پرېولي هغه ئې لاندي کش کړه. شرمښ او ګیدړه دواړه غوځار سوه موشخورما غوا په ابو کي ډوبه کړه او کرار، کرار ئې په خپله وخوړه.

 

د دې نکل درس دا دئ چي موږ باید په ملګریتوب کي یو د بل سره ریښتیني واوسو او یو د بل حق ونه خورو.

 

 

منبع: http://larawbar.net/33894.html

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************

هيله: لطفا د ماشومانو لپاره په نکلونو او اشعار رالېږلو سره زموږ د دغې پروژې سره مرسته وکړئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.