037 ـ ولي غڼه په کونج کي کښېني او مچان نیسي؟

 

 ژباړن : اتل ترين - لندن

 

یو وخت یوې غڼي پیسې نه درلودې چي مالیه ورکړي، نو له ځان سره ئې وویل: ښه به دا وي چي د یو څو خلګو څخه پیسې په پور واخلم. هغه کلي ته ولاړه. پر لار ئې یو موږک ولیدی، هغې ورته وویل:

– لطفاً، ما ته یو څه پیسې په پور راکړه، سبا به ئې بیرته درکړم.

موږک هغې ته پیسې ورکړي او غڼه روانه سوه. لږ وخت وروسته هغې یوه پشي ولیده او ورته وئې ویل:

– لطفاً، ما ته یو څه پیسې په پور راکړه، سبا به ئې بیرته درکړم.

پیشي هغې ته پیسې ورکړې او غڼه روانه سوه. لږ وخت وروسته ئې یو سپی ولیدی، هغې ورته وویل:

– لطفاً، ما ته یو څه پیسې په پور راکړه، سبا به ئې بیرته درکړم.

سپي پیسې ورکړې او غڼه روانه سوه. لږ وخت وروسته هغې یو پړانګ ولیدی او ورته وئې ویل:

– لطفاً، ما ته یو څه پیسې په پور راکړه، سبا به ئې بیرته درکړم.

پړانګ پیسې ورکړې او غڼه روانه سوه. لږ وخت وروسته هغې یو زمری ولیدی او ورته وئې ویل:

– لطفاً، ما ته یو څه پیسې په پور راکړه، سبا غرمه به ئې درکړم.

زمري هم پیسې ورکړې، غڼه په خوشحالۍ کور ته ولاړه او په خپل سرای کي ئې یو غټ غار جوړ کړ. سبا سهار موږک د غڼي کور ته ورغلی او د خپلو پیسو غوښتنه ئې ځني وکړه. غڼې له هغه سره مجلس شروع کړل او خبري ئې کولې ترڅو چي پیشي دروازه وټکوله. غڼې ورنارې کړې:

– درځم!

خو مخکي تر دې چي هغه دروازې ته ورسي، موږک ته ئې وویل:

– ته ورسه د لږ وخت له پاره په اشپزخانه کي پټ سه چي پیشي دي ونه ویني.

موږک ژر اشپزخانې ته وځغستل او غڼې پشي ته دروازه ورخلاصه کړه. غڼې د هغې سره هم مجلس شروع کړ او خبري ئې کولې چي یو ځل سپي دروازه وټکول. غڼي وویل:

– درځم!

خو مخکي تر دې چي چي دروازې ته ورسي، هغې پیشي ته وویل:

– ته ورسه د لږ وخت له پاره په اشپزخانه کي پټه سه چي سپی دي ونه ویني.

پیشي ژر اشپزخانې ته وځغستل. هلته ئې موږک ولیدی، کله چي ئې موږک ولیدی نو د هغې سپی هېر سو او موږک ئې وخوړی. غڼې سپي ته دروازه ورخلاصه کړه او د هغه سره په خبرو اخته وه چي بیا دروازه وټکېده. دا پلا پړانګ وو،

 

غڼي وویل:

– درځم!

خو مخکي تر دې چي دروازې ته ورسي، هغې سپي ته وویل:

– ته ورسه د لږ وخت له پاره په اشپزخانه کي پټ سه چي پړانګ دي ونه ویني.

سپی ژر اشپزخانې ته وځغستل خو چي پشي ئې ولیده نو پړانګ ئې هېر سو او پشي ئې خوړه. غڼي پړانګ ته دروازه ورخلاصه کړه او د هغه سره ئې خبري وکړې چي دا پلا زمري دروازه وټکوله. غڼي وویل:

– درځم!

خو مخکي تر دې چي دروازې ته رسي، هغې پړانګ ته وویل:

– ته ورسه د لږ وخت له پاره په اشپزخانه کي پټ سه، چي زمری دي ونه ویني.

پړانګ ژر اشپزخانې ته وځغستل خو چي سپی ئې ولیدی نو زمری ئې هېر سو او سپی ئې وخوړی. غڼي زمري ته دروازه ورخلاصه کړه او ورته وئې ویل:

– سلام! همدا اوس به زه ستا پیسې درکړم خو اول مازي دغه اشپزخانې ته ورسه، ما ډوډۍ درته تیاره کړې ده.

زمری اشپزخانې ته ورغلی او پړانګ ئې وخوړی. غڼې ورته وویل:

– راځه ستا پیسې به په سرای کي درکړم.

زمري سملاسي سرای ته ووتی او په هغه غار کي ولوېدی چي غڼي جوړ کړی وو. غڼه حیوانانو ته د پیسو له ورکولو څخه خلاصه سوه، خو ټولو حیوانانو غڼه وپېژندل چي بد پوره ده، اوس هغې ته څوک پیسې نه ورکوي او غڼه مجبوره ده چي په کونج کي کښېني او مچان ونیسي.

د دې نکل څخه موږ دا زده کوو چي که غواړې چي یو شی تر لاسه کړې نو خطاایستل ئې لار نه ده.

(د افریقا څخه)

 

 

منبع: http://larawbar.net/34464.html

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************

هيله: لطفا د ماشومانو لپاره په نکلونو او اشعار رالېږلو سره زموږ د دغې پروژې سره مرسته وکړئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.