036 ـ غڼې او کېلې

 

ژباړن : اتل ترين - لندن

 

یو وخت یوې غڼې غوښتل چي تر ټولو حیوانانو هوښیاره سي. په دې خاطر هغه د دنیا په سیل ووته. هغې له ځان سره یو غټ منګی واخیستی او هر هوښیار شی چي ئې پیدا کاوه هغه ته ئې وراچاوه. غڼې چي هرڅونده تګ کاوه منګی ئې هم هغونده پسي درنېدی، آخر چي هغه کور ته بیرته ستنېده نو منګی ئې پر اوږو نیولی وو. منګی دونده درونهد وو چي غڼې سر نه سوای ورڅخه پورته کولای. پر لاري باندي هغې یو ډنډ ولیدی. غڼه د لږ وخت له پاره ډنډ ته ودرېده چي اوبه چښي که ګوري چي په اوبو کي ئې پر کېلو سترګي ولګېدې. غڼې په خوشحالۍ وویل:

– زه باید یو څه کېلې هم وخورم ځکه چي ډېره وږې یم!

خو کله چي هغه اوبو ته ورتا سوه چي کېلې راواخلي نو کېلې په اوبو کي نه وې. هغه بیرته راوخته او وې ویل:

– لږ اوبه به لا وچیښم.

که ګوري چي بیا ئې کېلې ولیدې! هغه بیا اوبو ته ورشوه سوه چي کېلې پیدا کړي خو بیا ئې هم پیدا نه کړې. غڼه بیرته راوخته خو سر ئې کښته کړ نو بیا ئې کېلې ولیدې. هغه بیا په اوبو ننوته چي کېلې راواخلي خو بیا ئې کېلې پیدا نه کړې. څو بیزوګاني چي لوړي په ونه کي ناستي وې، غڼې ته متوجه سولې او وې ویل:

– څه کوې غڼې؟

غڼې ورته وویل:

– زه کوښښ کوم چي هغه کېلې راواخلم چي پّ اوبو کي ئې وینم.

بیزوګانو وخندل او وې ویل:

– ته لوړه وګوړه، بیا به خپلي کېلې پیدا کړې.

خو غڼې د منګی په خاطر خپل سر نه سوای پورته کولای. هغې منګی ایسته کړ، چي لوږ ئې وکتل نو وې ولیدل چي کېلې له یو ښاخ څخه راځړېږي. غڼې د کېلو عکس په اوبو کي لیدلی وو! غڼې ته درد ورغلی او نارې ئې کړې:

– زه دهوښیارۍ څخه ډک منګی لرم، خو هغه ما ته څه ګټه رسولې ده؟ بیزوګاني لا تر ما هوښیاري دي!

له دې سره ئې منګی له ډبري سره وواهه او مات ئې کړ.

د دې نکل درس دا دئ چي هوښیاري نه پیدا کېږي، نه رانیول کېږي او نه غلا کېږي. هر څوک ئې باید په خپل سر کي ولري او وئې روزي.

(د ایران د هیواده څخه)

 

منبع: http://larawbar.net/34463.html

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************

هيله: لطفا د ماشومانو لپاره په نکلونو او اشعار رالېږلو سره زموږ د دغې پروژې سره مرسته وکړئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.