003 ـ توتکۍ

 

اوشینسکی کانستانتین دمیترییویچ (۱۸۲۴ – ۱۸۷۰ )

ژباړه : محمد قاهر دردمند

 

د منی په موسم کی یو هلک غوښتل په چت کی د توتکیو نښتی ځاله خرابه کړی ، پدی وخت کی توتکۍ په کی نه وی .  د یخنی د رارسیدو له امله هغوي ګرمو ځايو ته الوتي وې . پلار یی هلک ته وویل ځاله مه خرابوه ، په پسرلي کې توتکۍ بیرته راآلوزی او هغه به ډیره خوښه وې چې خپل پخواني کور پیدا کړی .

 

هلک د پلار خبره واوریده . ژمی تیر شو د وری (حمل) میاشتې په پای کې دوه د تیرو وزو لرونکی ښکلی مرغۍ د خوښۍ او چرهار په حالت کې راوالوتې او د زړې ځالې په ا طراف یی په منډو شروع وکړه .  کار په  سرعت سره روان وه ، توتکیو په مښوکو کې له نژدې ویالې څخه خټې او چکړې راوړلې . او په نژدې وخت کې ځاله چې د ژمی په موسم کې لږ خرابه شوې وه له سره جوړه کړه . وروسته توتکیو ځالې ته د پت ، بڼکو او نورو سپکو شیانو په راوړلو شروع وکړه . څو ورځې نورې تیرې شوې هلک متوجه شو چې اوس د ځالې څخه تنها یوه توتکۍ آلوزی بله هر وخت په ځاله کې پاتې کېږی . معلومېږی چې هغې هګۍ  آچولي دی او پرې اوس ناسته ده . هلک داسې فکر کاوه .  له درې اونیو څخه وروسته د ځالې نه وړوکو سرونو بهر ته کتل . هلک ډېر خوښ وه  چې ځاله یی نوه خرابه کړې . په برنډه کې به ناست وه او په ساعتونوبه یی کتل چې غمخوره مرغۍ په هوا کې ګرزیدلې مچان ، میاشی او کیخی به یی نیول او په ډیر چټکۍ به مخ او شاته ګرځیدلې او په نه ستړی کیدونکی شکل به یی  بچيانو ته خواړه تیارول . هلک به هیښ وه چې څنګه دغه توتکۍ نه ستړی کیږی ، ټوله ورځ الوځی او د يوی دقيقې لپاره هم نه کينی . هلک  خپله هيښتيا یی پلار ته څرګنده کړه . پلار یی د توتکۍ ډډی را واخيستله او ځوی ته یی وروښودله : وګوره توتکۍ د خپل سپک بدن او وړو پښو په پرتله چی تقريباء په هیڅ شی د کیناستو ندی څومره اوږده لکۍ او ستر وزرونه لری . ځکه هغه کولای شی تیزه او  پرله پسې الوتنه وکړی . که توتکۍ خبرې کولای شوای نو تاته به یی غیر عادی او عجیبې قصې کړی وای  . توتکۍ د روسې په جنوبی دښتو ، د کریم په غرونو چې په انګورو پټ  دی او په څپانده  تورې بهیرې باندې الوتنې کړی دی او یو وارې هم ناسته نده  . کله چې زمونږ په ځای کی واوره پرته وی په کوچنی اسیا کی دښتونه  په رنګارنګو ګلانو پټ وی ،  توتکۍ هلته  اود روم په اسمانی رنګه بحیره کې استراحت کوی  . کله چې دلته د ژمی سخت یخونه شروع شی توتکۍ په افریقا کې د ځان لپاره ځاله جوړوی او کخی نیسی . هلک وویل ما داسې فکر نه کاوه  چې توتکۍ دومره لوی الوتنې کوی . پلار یی وویل : نه یوازې توتکۍ ، قزلاق ، مړزان ، بلبل ، پختکې ، وحشی هیلۍ  او داسې نورې مرغۍ چې د مهاجرو مرغیو په نامه یادیږی هم په ژمی کی زمونږ له سیمې څخه تودو هیوادو ته الوزی . د یو تعدادو لپاره د جرمنی جنوبی منطقې او د فرانسې د ژمی نسبی ګرمه هوا کافی ده ، نورو ته لازمه ده چې په واورو پټو لوړو غرونو څخه تېرې شی او په ژمی کې د ایټالیا او یونان د نارنجانو په ګلدارو او ګرموځنګلونو کې پنا واخلی او دریمې د اړتیا سره سم  د روم له ټولې بحیرې څخه تیریږی . هلک سوال وکړ . هلته چې دومره ښه حالت  دی نو ولې ټول کال هغوی هلته په ګرمو هیوادو کی نه پاته کیږی ؟ امکان لری دبچیانو لپاره یی د خوراک کمبودی وی او یا کیدای شی چې هوا ډیره ګرمه وی  . نو ایا دا ستا لپاره د تعجب خبره نده  چې توتکۍ اضافه د څلورو زرو کیلو مترو الوتنې څخه هغه کور ته لاره  پیدا کوی چې دوی پکې ځاله جوړه کړې ده  .

 

 

منبع: http://sporghay.com/index.php?option=com_content&view=article&id=4139:2011-10-03-11-41-43&catid=38:2010-01-31-16-21-39&Itemid=66

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************

هيله: لطفا د ماشومانو لپاره په نکلونو او اشعار رالېږلو سره زموږ د دغې پروژې سره مرسته وکړئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.