203 ـ د هوښيارۍ ګټه

source of image: http://bit.ly/2ojvH7K

 

 يو غريب سړى له كوره په سفر روان و، د تلو پر وخت يې له يوۀ سوداګر سره زر روپۍ امانت كښېښووې، خو نه يې كوم رسيد ورڅخه واخيست او نه چا وليد چي دۀ سوداګر ته پيسې وركولې. شپږ مياشتې وروسته غريب سړى له سفره را ستون شو او له سوداګره يې خپلې امانت پيسې وغوښتې، سوداګر انكار وكړ او ورته ويې ويل:

- له ما سره ستا هيڅ امانت پيسې نه دي پرتې.

غريب سړى اريان شو چي اوس به څه كوي، هره ورځ به سوداګر ته ورتۀ، ټوله ورځ به ورته ناست و، خو سوداګر يې يوه خبره نه اورېده او نه يې پيسې وركولې.

اخير غريب سړى مجبوره شو پاچا ته ورغى او له سوداګره يې داسې شكايت ورته وكړ:

- پاچا سلامت ما په غلطۍ سره شپږ مياشتې مخكې له ګواه او رسيد پرته يو سوداګر ته زر روپۍ امانت وركړې خو هغه اوس انكار كوي او زما پيسې نه راكوي.

پاچا ورته وويل:

- اوس نو په قانون سوداګر نه شو ګرمولاى، خو يوه لاره شته، سبا چي ماځيګر زه په سيل ووځم، د سوداګر د دوكان خواته به درشم، ته هملته اوسه، زۀ به تاته په احترام سره سلام وكړم، تۀ په بې پروايۍ سره ځواب راكړه او همداسې چي زۀ نورې پوښتنې كوم ته هسې مازې، لكه نورو دوستانو ته چي ږغېږې، داسې ځواب راكوه.

د پاچا له دې خبرو سره غريب سړى په خوشالۍ سره خپل كور ته لاړ، په دا بله ورځ بيا د سوداګر دوكان ته ورغى، د پيسو غوښتنه يې ورڅخه وكړه خو هغۀ ور نۀ كړې، تر ماځيګره هملته ورته ناست و، په همدې حال كې پاچا پر آس سپور د سوداګر د دوكان مخ ته ودرېد او په ډېر احترام سره يې غريب سړي ته سلام وكړ، غريب سړي مازې د سر په اشاره د سلام ځواب وركړ، بيا پاچا له آسه را كښته شو او د غريب سړي د لاس په مچولو سره يې ترې وپوښتل:

- ته كله راغلى يې، ما دي له ډېره وخته راهيسې پوښتنه كوله؟

غريب سړي مخ هم ور وا نۀ ړاوه، ځواب يې وركړ:

- زه دا يوه اوونۍ كېږي راغلى يم خو په يو جنجال كښېوتى يم، چي وخت پيدا كړم نو در به شم.

پاچا ورته وويل:

- څه خبره ده ماته وواياست زه به مو مرسته وكړم؟

غريب سړي ځواب وركړ:

- سمه ده، كه ضرورت پېښ شو درته و به وايم

له دې خبرو سره پاچا بيا غريب سړي ته سلام وكړ، پر آس يې پښه واړوله او په سيل و ووت، سوداګر اريان شو چي پاچا څنګه دې غريب سړي ته دومره احترام لري، ارومرو په دې غريب سړي كې يو څه شته، سمدستي يې له ډاره غريب سړي ته خپلې پيسې ور و شمېرلې او ورته ويې ويل چي پاچا ته د دۀ شكايت ونۀ كړي، په دې توګه غريب سړي له درېيم ګړي او محكمې پرته له سوداګره خپلې پيسې تر لاسه كړي.

ګلاليو ماشومانو! پوه شوئ چي څوك په ناحقه د چا حق هيڅكله نه شي خوړلاى.

د ژباړې نېټه: ۱۶ فبروري ۲۰۱۰م كال- كوټه

منبع

د كتاب نوم : مغرور مېږى  (د كوچنيانو كيسې)

 ژباړن : باركوال مياخېل

 خپروونكى : مصور خپرندوى بنسټ- كابل

 چاپ كال : ۱۳۸۹ل (۲۰۱۰م) كال

 كمپوز : كريم لوراند

 چاپ ځاى : كابل

 

د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************

هيله: لطفا د ماشومانو لپاره په نکلونو او اشعار رالېږلو سره زموږ د دغې پروژې سره مرسته وکړئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.