202 ـ د غرور تاوان

source of image: http://bit.ly/2oAexUZ

 

 د ايټاليا هېواد يوۀ پاچا پر خپلې پاچاهۍ او پيسو دومره غرور كاوۀ چي له غريبو خلكو سره به يې خبرې كول هم نۀ غوښتل، ځكه نو هغه د ډېرو خلكو خوښ نۀ و، يوه ورځ چي پاچا په ښكار تللى و، په يوې هوسۍ پسې يې آس وځغلاوه او دومره لرې ورپسې لاړ چي نوكران يې تر شا پاته شول او پاچا يواځې شو. په همدې حال كې يوۀ بزګر د پاچا لاره ونيوله او د هغۀ آس يې ټينـګ كړ، د بزګر څېره كټ مټ د پاچا څېرې ته ورته وه، يواځې دومره توپير يې و، چي د بزګر جامې او حالت د غريبانو و. بزګر پاچا ته وويل:

- پاچا سلامته! ما له درېوو ورځو راهيسې ستا په دربار كې وږى تږى چيغې نارې ووهلې خو هيچا مي هم فرياد وا نۀ ورېد.

پاچا د غريب بزګر خيرنو جامو ته په كتلو سره هغه ناڅاپه په لاس كې په ورسره نيولې لښته وواهه او له مخې څخه په ايسته كولو سره يې وويل:

- ځه ورك شه، زه له هر وږي سره خبرې نه كوم

غريب بزګر بېچاره خو د لښتې له لګېدو سره له مخې ايسته شو، خو بيا هم د پاچا په آس پسې كرار- كرار تر شا رهي شو، په پاچا پسې يې تر شا كتل چي لږ لرې د يوۀ تالاب څنـګ ته له آسه را كښته شو، آس يې په يوه ونه پورې وتاړۀ، تاج او جامې يې هم يوې څنډې ته كښېښوول او د لمبېدو لپاره تالاب ته ور كښته شو. دا تالاب په داسې ژور ځاى كې و، چي لمبېدونكي كس پاس څوك نۀ شواى ليداى.

كله چي پاچا تالاب ته ور كښته شو نو غريب بزګر خپل كالي وكښل، د پاچا كالي يې واغوستل، د هغۀ پاچاهي تاج يې پر سر كښېښوو او د پاچا پر آس سپور مخ پر شا را رهي شو. بزګر پاچا چي تر څۀ ځايه پورې مزل را وكړ نو د پاچا نوكران په مخه ورغلل، هغوى پر دۀ د پاچا ګومان وكړ، سمدستي يې په ادب او احترام سلامي ورته وكړه او بزګر پاچا هم د دوى په بدرګه پاچاهي ماڼۍ ته را ورسېد.

اصل پاچا چي د اوبو له تالابه را وخوت، نو كالي، تاج او آس يو شى هم پر ځاى نۀ و، پاچا وارخطا شو، خو اوس اوبۀ تر ورخ تېرې وې، له ناچارۍ يې د غريب بزګر كالي واغوستل او د څو ورځو تر لوږې تندې او ستړو مزلونو وروسته ښار ته را ورسېد، خو اوس دې حال ته را رسېدلى و چي چاته به يې خبره كوله، هيچا يې هم خبره نه اورېدله او دا به يې چي ورته وويل چي زۀ ستاسې پاچا يم، نو خلكو به پر هغۀ د لېوني ګومان وكړ او ور پسې وبه يې خندل. دوې درې اوونۍ همداسې تېرې شوې او پاچا سخت پرېشانه شو. اخير دا كيسه ډېره مشهوره شوه چي يو لېونى په ښار كې ګرځي او خلكو ته وايي زۀ ستاسې پاچا يم، دا خبره د پاچا مېرمنې ته هم ورسېده او كله چي يې را و بالۀ، د هغۀ پر سينه يې د تور داغ نخښه وكتله او ويې منله چي ريښتيا هم پاچا دى.

بزګر پاچا چي د اصل پاچا دغه حالت وليد، نو ورته ويې ويل:

- آيا تۀ هغه سړى يې چي د پاچاهۍ او شتمنۍ له غروره دي د غريبانو فرياد نۀ اورېده؟

پاچا پټه خولۀ و او هيڅ يې نه ويل. بزګر خبرو ته دوام پسې وركړ:

- ما د هغې سزا په خاطر له تا سره داسې وكړل، كه تۀ هغه غرور پرېږدې او د انصاف او زړسواندۍ ژمنه كوې نو زه به تا ته خپل تاج او تخت بيرته در پرېږدم، كه نه نو همدا اوس ستا د زېندۍ كولو امر هم كولاى شم.

د دې خبرې په اورېدو سره پاچا په عاجزۍ او شرميندګۍ سره خپله تېروتنه ومنله، بزګر هم پاچا ته خپل تاج او تخت بيرته ور وسپارل او خپل كور ته ترې را رهي شو. له هغه وروسته پاچا په خپلو له غروره ډكو خويونو كې بدلون راوست او په لږ ورځو كې هغه د يوۀ زړسواند پاچا په توګه په ښۀ نامه مشهور شو.

منبع

د كتاب نوم : مغرور مېږى  (د كوچنيانو كيسې)

 ژباړن : باركوال مياخېل

 خپروونكى : مصور خپرندوى بنسټ- كابل

 چاپ كال : ۱۳۸۹ل (۲۰۱۰م) كال

 كمپوز : كريم لوراند

 چاپ ځاى : كابل

 

د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************

هيله: لطفا د ماشومانو لپاره په نکلونو او اشعار رالېږلو سره زموږ د دغې پروژې سره مرسته وکړئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.