201 ـ بې غرضه نېكي

source of image:http://bit.ly/2pFlq6S

 

 يوه نېكه ښځه په سپاري موټر كې ناسته كومې خواته يې سفر كاوۀ، ناببره يې د سړك له غاړې يو كوچنى هلك تر سترګو شو چي په لوڅو پښو روان و او ډېر ستړى ښكارېدۀ، د هلك په ليدلو سره ښځې پر موټروان ږغ وكړ:

- موټروانه! و درېږه دا هلك را وخېژوه كرايه يې زۀ دركوم.

هلك موټر ته را وخوت او كله چي ښځې د هغۀ كرايه وركړه، نو هلك ډېر خوشاله شو او د ښځې د مهربانۍ له امله يې پر هغې د خپلې مړې شوې مور مينه ماته شوه.

شل كاله وروسته پر همدې سړك باندې يو ډاكټر په سپاري موټر كې سپور و چي ناببره يې د سړك له غاړې يوه سپين سرې تر سترګو شوه چي په ستړيو او كرارو- كرارو ګامونو پياده روانه وه. ډاكټر سمدستي پر موټروان ږغ وكړ:

- وروره! لږ ودرېږه دا سپين سرې ښځه هم را پورته كړه، د دې كرايه زۀ دركوم.

پر لارې نور خلك يو په بل پسې كښته شول، ډاكټر چي د سپين سرې ښځې كرايه وركړې، هغې ډېره مننه ترې وكړه او دوعا يې ورته وكړه، خو ورسره يې ډاكتر ته وويل:

- له ما سره د كرايې پيسې نۀ وې ګنې ما خپله وركولې.

ډاكټر ورته وويل:

- تۀ بېغمه اوسه ما كرايه وركړه، ځكه زۀ چي كله هم سپين سرې ښځه په پياده مزل ووينم، نو زړۀ مي درد وكړي، وجه يې دا ده چي شل كاله مخكې زۀ ډېر غريب وم او يوه ورځ پر همدې سړك باندې په لوڅو پښو روان يوې زړسواندې ښځې- چي په موټر كې روانه وه- ليدلى وم، موټر ته يې وخېژولم او زما كرايه يې وركړه.

سپين سرې سړه ساه وكښه او ورته ويې ويل:

- ډاكټر صاحب! هغه ښځه خپله زه بدبخته وم چي اوس ستا مخ ته ناسته يم او اوس دې حال ته را رسېدلې يم چي خپله كرايه هم نۀ شم پرې كولاى.

ډاكټر وويل:

- نېكبختې مورې! ته اوس هيڅ غم مۀ كوه، ما ډېرې پيسې ګټلې دي او پاته ژوند په ارام سره د تېرولو لپاره وطن ته راغلى يم، تۀ چي تر څو پورې ژوندۍ يې زۀ به دي په ډېرې خوشالۍ سره خدمت كوم او كه خداى مه كړه كله ناروغه شې خپله به دي درملنه كوم.

د دې خبرې په اورېدو سره سپين سرې ښځې د خداى شكر ادا كړ، له ډېرې خوشالۍ يې تر سترګو اوښكې را وڅڅېدلې او سر يې لوڅ كړ ډاكټر ته يې د زړۀ له اخلاصه دوعا وكړه.

نو ګرانو كوچنيانو! كه تاسې له كوم غرض او ګټې پرته له چا سره نېكي وكړئ، نو خداى به تاسې ته ضرور د خپلې نېكۍ بدله دركړي، ځكه متل دى چي ((نېكي وكړئ درياب ته يې وغورځوئ))، مانا يې دا چي درياب هم ستاسې نېكي نۀ شي ضايع كولاى.

منبع

د كتاب نوم : مغرور مېږى  (د كوچنيانو كيسې)

 ژباړن : باركوال مياخېل

 خپروونكى : مصور خپرندوى بنسټ- كابل

 چاپ كال : ۱۳۸۹ل (۲۰۱۰م) كال

 كمپوز : كريم لوراند

 چاپ ځاى : كابل

 

د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************

هيله: لطفا د ماشومانو لپاره په نکلونو او اشعار رالېږلو سره زموږ د دغې پروژې سره مرسته وکړئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.