194 ـ ناپوه هلك

source of image: http://bit.ly/2og5U0O

 

 ډېر پخوا د تركيې په يوۀ كوچني كلي كې يو سوداګر اوسېدۀ، د هغه يو نوكر و چي شريف الدين نومېدۀ. پر هغۀ خپل نامۀ ډېر اغېز كړى و او ډېر شريف و، د مشرانو عزت او له غريبانو سره يې مينه كوله. له دغو ښو خويونو لرلو سره- سره هغۀ يوه خامي لرله، هغه دا چي ډېر هېرجن و، ځكه نو خلكو هغۀ ته ناپوه هلك وايه.

يوه ورځ سوداګر له خپل نوكر څخه يو سېر مالګه را وغوښتله چي په تركي ژبه (هوك) ورته وايي او هوك په تركي ژبه د (مالګې) او (هيڅ نه) دوې ماناوې لري. شريف له ځانه سره وويل داسې نۀ چي له ما هېر شي او د مالګې پر ځاى هيڅ نۀ راوړم، ځكه نو هغه چي بازار ته رهي شو، له ځانه سره يې هوك- هوك وايه، په لاره كې يو كوچنى درياب و، هلته يوۀ سړي ماهيان (كبان) نيول، شريف په خپلو سوچونو كې ډوب و او له ځانه سره يې هوك- هوك وايه، كب نيوونكي سړي له هغۀ څخه د هيڅ نۀ مانا واخيستله، په زوره يې پر شريف ږغ وكړ:

- اې دا تۀ څۀ وايې، داسې ووايه چي خداى دي يې لس دوولس نور كړي.

له شريف بېچارګي خپل توري هېر شول او د كب نيوونكي خبره يې په خولۀ كې ونيوله پر مخ روان شو، مخ ته يوه جنازه روانه وه چي تر شا ورپسې روانو خلكو په زوره- زوره ژړل، شريف له ځانه سره ګډ و او په زوره- زوره يې ويل، خداى دي يې لس دوولس نور كړي، د جنازې خلكو چي دا واورېدل پر ور بړچ يې وهل:

- اې ناپوهه دا څۀ وايې، نۀ شې ويلاى چي خداى دي يې وبخښي.

شريف خپلې تېروتنې ته متوجه شو، جنازه تېره شوه او دى له دې خبرې سره پر خپله مخه رهي شو چي خداى دي يې وبخښي- خداى دي يې وبخښي، مخ ته په يوه كوڅه كې د څو شپو يو مړ سپى پروت و، دومره زيات بوى ترې لټېدۀ چي څوك نيژدې ورسره نۀ شواى تېرېداى، شريف چي هلته تېرېدۀ په زوره- زوره يې ويل خداى دي يې وبخښي- خداى دي يې وبخښي، څنـګ ته يو سړى تېرېدۀ او د شريف پر خبره له خندا شين و، شريف ته يې ويل:

- دې مړۀ بوين سپي ته وايې چي خداى دي يې وبخښي؟

شريف ترې وپوښتل:

- اې وروره نو څۀ ووايم؟

سړي ځواب وركړ:

- وايه څه بد بوى يې ځي.

شريف په مخ رهي شو او له ځانه سره يې په زوره ويل څۀ بد بوى يې ځي- څۀ بد بوى يې ځي، مخ ته دوې ښځې را روانې وې چي ځانونه يې ښۀ سينګار كړي، خوږبويي يې لګولې وه او كوم وادۀ ته روانې وې، شريف چي له هغوى سره تېرېدۀ ويل يې څۀ بد بوى يې ځي، ښځو چي دا خبره واورېده ناببره دواړو خپل جګ- جګ چپل له پښو را وكښل او شريف يې په وويشت، شريف بخښنه ترې وغوښته او ويې ويل چي اې خويندو نو زۀ بيا څۀ ووايم، ښځو ورته ويل:

- خو زموږ ستاينه وكړه، ووايه چي ډېر ښه- ډېر ښه.

شريف له ډېر ښۀ- ډېر ښه ويلو سره پر خپله مخه روان شو، لږ وړاندې په يوه څلورلاره كې د دوو كسانو تر منځ جګړه وه، شريف چي دوى ته نيژدې ډېر ښۀ- ډېر ښۀ وويل هغوى جګړه پرېښوه او په غوسه يې شريف ته وويل:

- اې دا څۀ وايې، سره ګواښولاى(۱) خو مو نۀ شې مسخرې ولې كوې؟

شريف غلى شو او ورته ويې ويل:

- نو بيا زۀ څۀ ووايم وروڼو؟

هغوى ورته وويل، داسې ووايه چي مۀ جنګېږئ، شريف هم ترې رهي شو او له ځانه سره يې په پرله پسې توګه ويل مۀ جنګېږئ- مۀ جنګېږئ، په لاره كې د دوو سپيو تر منځ جګړه وه، شريف چي په زوره- زوره ويل مۀ جنګېږئ- مۀ جنګېږئ، څنـګ ته يوۀ سړي واورېدل او په خندا كې يې شريف ته وويل:

- اې وروره! دا نو كله انسانان دي چي ستا په خبره پوه شي او و نۀ جنګېږي.

له شريف لاره وركه شوه نۀ پوهېدۀ څۀ وكړي، سړي ته يې وويل:

- وروه نو زۀ بيا څۀ ووايم؟

سړي ورته وويل سپي وشړه او ورته ووايه چي چغه شئ، شريف هم دا خبره په غوږ كې ونيوله او رهي شو، بازار ته ورسېد، په بازار كې يې د يوۀ دوكان مخې ته يو موڅي ناست و، شريف هغۀ ته نيژدې په زوره- زوره ويل چغه شه- چغه شه سپيه، موڅي له غوسې سور شين كېدۀ:

- اې تا ولې ماته سپى ووايه؟

شريف وويل، نو بيا څۀ ووايم تۀ راته ووايه، موڅي په غوسه كې ورته وويل:

- تۀ هيڅ (هوك) مۀ وايه

شريف چي دا خبره واورېده خوشاله شو او د موڅي كورودانى يې ووايه، بيا يې له دوكانه مالګه واخيسته، په خندا او خوشالۍ بيرته د سوداګر كور ته را ستون شو.

منبع

د كتاب نوم : مغرور مېږى  (د كوچنيانو كيسې)

 ژباړن : باركوال مياخېل

 خپروونكى : مصور خپرندوى بنسټ- كابل

 چاپ كال : ۱۳۸۹ل (۲۰۱۰م) كال

 كمپوز : كريم لوراند

 چاپ ځاى : كابل

 

د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************

هيله: لطفا د ماشومانو لپاره په نکلونو او اشعار رالېږلو سره زموږ د دغې پروژې سره مرسته وکړئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.