190 ـ د وزير لور

source of image: http://bit.ly/2nRhK5o

 

 په يوۀ هېواد كې يوۀ ظالم پاچا پاچاهي كوله، يو ځل د دۀ وزير لږ غلطي وكړه، بس بيا نو الله كه به دي خير وي پاچا ورته غوسه شو او وزير ته يې وويل:

- ته څلرويشت ساعته لرې، په دې څلرويشت ساعته كې دننه- دننه د هېواد له پولو ووځه، كه له هېواده و نۀ وتلې نو تۀ به و وژل شې.

له وزيره لار وركه شوه، خپل كور ته را ستون شو، كور ته له ننوتلو سره يې پرېشاني پر مخ باندې له ورايه ښكارېدله، وزير يكي يوه لور لرله چي ډېره ځيركه او هوښياره وه. لور چي پلار پرېشانه وليد، پوښتنه يې وكړه:

- پلارجانه پرېشانه مالومېږې، ولې څه خبره ده، ماته ووايه كېداى شي زه دي د پرېشانۍ د حل لاره در وښيم؟

وزير خپلې لور ته ټوله كيسه وكړه، هغې په خندا ورته وويل:

- بس همدومره خبره وه؟

وزير د دې خبرې په اورېدو سره لور ته وويل:

- لوركۍ زما د سر خطره ده او تۀ خاندې، كه ما په څلرويشت ساعته كې وطن پرې نه ښوو پاچا به ما مړ كړي.

د وزير هوښيارې لور وويل:

- پلارجانه! ته كرار ويدۀ شه هر څۀ ماته پرېږده.

د وزير لور ځيركه وه ځكه يې نور پلار په بېغمۍ ويدۀ شو، چي سهار شو نو وزير تر برايي (بېګا) زيات په وېره كې و ځكه چي اوس نو د پاچا د فرمان نيم وخت پاته و، له لوره يې پوښتنه وكړه:

- اوس به څۀ كوم؟

لور يې په ډاډه زړۀ ورته وويل:

- ته مازې ورته ګوره چي زۀ څه كوم.

كله چي د څلرويشتو ساعتونو د پاى ته رسېدو وخت را نيژدې شو، نو د وزير مخ د مرګ  له ډاره تك ژيړ واوښت، لور چي پلار د وېرې په حالت كې وليد، ورته ويې ويل:

- پلارجانه! ته جومات ته لاړ شه لمونځ وكه.

وزير وپوښتل:

- په دې څۀ كېږي؟

لور يې ور غبرګه كړه:

- نورې خبرې پرېږده بس ورشه په جومات كې لمونځ وكه

كله چي وزير جومات ته ننووت، لږ ګړۍ وروسته د پاچا په امر عسكر د وزير كور ته را ورسېدل، عسكرو كور و پلټۀ خو وزير يې ونۀ موند، يوۀ عسكر يې له لوره وپوښتل:

- اې نجلۍ پلار دي چېرې دى؟

د وزير لور وويل:

- پلار مي په جومات كې لمونځ كوي.

عسكر هم سمدستي جومات ته ورغلل، وزير ريښتيا هم پر لمانځۀ ولاړ و، عسكر هم د پاڼ او پړانـګ تر منځ ولاړ وو او زړۀ يې نۀ شو كولاى چي وزير له جوماته را و باسي. عسكر هم ستانۀ شول او پاچا ته يې ټوله كيسه وكړه، پاچا هم دستي ديني عالمان را وبلل، مشوره يې ورڅخه وغوښته، يوۀ عالم ورته وويل:

- تا وزير ته له خپل هېواده د وتلو امر كړى و، هغه خو اوس ستا په هېواد نه، بلكې د خداى په كور يانې په جومات كې دى، تا چي وزير ته كوم امر كړى و، هغه وزير پر ځاى كړى دى.

د دې خبرې په اورېدو د ظالم پاچا سترګې له اوښكو ډكې شوې، هغۀ د اوښكو په وچولو سره وويل:

- ما خپل وزير بخښلى دى.

ګرانو ماشومانو! ومو ليدل لمانځۀ څنګه وزير له مرګه و ژغورۀ، نو موږ ته هم په كار ده چي پينځه وخته لمونځ پر خپل وخت په پابندي سره وكړو.

منبع

د كتاب نوم : مغرور مېږى  (د كوچنيانو كيسې)

 ژباړن : باركوال مياخېل

 خپروونكى : مصور خپرندوى بنسټ- كابل

 چاپ كال : ۱۳۸۹ل (۲۰۱۰م) كال

 كمپوز : كريم لوراند

 چاپ ځاى : كابل

 

د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************

هيله: لطفا د ماشومانو لپاره په نکلونو او اشعار رالېږلو سره زموږ د دغې پروژې سره مرسته وکړئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.