189 ـ د هنر دولت

source of image: http://bit.ly/2plD1Ex

 

 يوۀ شتمن سړي په يوۀ ټاپو (جزيره) كې ژوند كاوۀ او له ښكار سره يې ډېره مينه لرله، خو د ښكار لاره يې د يوۀ غريب سړي پر مځكه سپره وه چي د مزريو سكرۍ (ټوكرۍ) يې جوړولې او په مځكه كې يې دروي كرلي وو، د درويو د كښت له امله مځكه ناهواره وه او شتمن سړي ته يې په تـګ راتـګ كې ډېرې ستونځې پېښولې، يوه ورځ شتمن سړي غريب سړى را وباله او ورته ويې ويل:

- ته دا خپله مځكه پر ما خرڅه كه.

غريب سړي په ډېرې عاجزۍ ځواب وركړ:

- صاحبه! زما خو ګوزاره په همدې مځكه ده، نۀ يې خرڅوم

پر دې خبره شتمن سړى مرور شو، لومړى خو يې غريب سړى كلك و واهه او بيا يې د هغۀ د درويو كرل شوي ټول كښت ته اور وركړ، ټول يې ور وسوځاوه، غريب د شتمن د دې ظلم له امله ډېر و ژړل او پاچا ته يې د شتمن شكايت يووړ. پاچا شتمن را وبالۀ او د غريب له شكايته يې و ږغاوه، شتمن د پاچا په وړاندې هم د غريب عزت و نۀ كړ او ويې ويل:

- بې شكه ما دا بې مخه سړى ځكه وواهه او كښت مي ور وسوځاوه چي زما امر يې و نۀ مانه.

پاچا شتمن ته وويل:

- تا د دولت په درواغجن غرور يو بېګناه غريب په ناحقه و ځوراوۀ او تاوان دي ور واړاوۀ، حال دا چي ستا ور نيكه تر دۀ هم غريب و چي زموږ د كورنۍ په بركت د دومره دولت څښتن شو چي اوس يې تۀ په ميراث دومره غرور كوې، زما په خيال دا غريب تر تا ځكه ښه دى چي په خپل زيار او محنت خپله روزي ګټي.

پاچا امر وكړ چي شتمن او سكرۍ جوړوونكى غريب دي په يوۀ نابسيا (غيراباد) ټاپو كې پرېښوول شي، د پاچا په امر دوى دواړه د يوې اوونۍ لپاره يوۀ داسې ټاپو ته بوتلل شول چي هلته ځنګلي انسانان اوسېدل. ځنګليانو چي دوى وليدل وار له واره يې بريد پر وكړ، خو سكرۍ جوړوونكي هغوى ته د لاس په اشارو منت زارۍ وكړې او هغوى يې پوه كړل چي دوى ته به خدمت كوي، له همدې سره يې له نيژدې ونو څخه د مزريو پاڼې را پرې كړې، يوه خولۍ يې ترې جوړه كړه او يوۀ ځنګلي ته يې ور پر سر كړه. ځنګليان په دې تاج ډېر خوشاله شول او تل به پر خولۍ جوړوونكي غريب سړي را ټول وو هغۀ به خولۍ ور جوړولې، خو د شتمن سړي ورځ ګرځېدلې وه او ځنګليانو هغه د خوليو د نه جوړېدو په سزا كې په وهلو- وهلو بې سده كړ.

اخير شتمن سړى له ځانه بېزاره شو او خولۍ جوړوونكي ته يې وويل:

- كه تۀ ما له دغو وحشيانو و ژغورې نو زۀ به كور ته له رسېدو سره خپله نيمى مځكه تاته دركړم.

له دې خبرې سره غريب سړي هم ځنګليان په اشاره پوه كړل چي ګواكې دا سړى زما مرسته كوي، دۀ ته هيڅ مۀ واياست، ځنګليانو هم بيا شتمن سړي ته نور هيڅ ونۀ ويل او له خولۍ جوړوونكي سره يې هغۀ ته هم ډوډۍ وركړه. په همدې كار كې اوونۍ تېره شوه او بيا يوه حكومتي كيښتۍ راغله دوى يې له همدې ځايه بيرته پاچا ته و رسول، خو شتمن اوس دې حال ته را رسېدلى و چي له ډاره يې په بدن كې څاڅكى وينه پاته نۀ وه، پاچا له دوى څخه ټوله كيسه واورېده او شتمن ته يې وويل:

- و دي ليدل چي د دولت ماڼۍ څومره بې بنياده او پر هغې باندې غرور كوونكى څومره ناپوه او بدبخته دى، اصل شتمن هغه دى چي هنر لري او خواري كاږي. ځه ورشه اوس نو خپله ژمنه تر سره كړه او خپله نيمى مځكه دي دې غريب ته ور ووېشه.

شتمن چي كور ته ورسېد له ژمنې سره سم يې خپله نيمى مځكه غريب ته ور وسپارله او په دې توګه غريب خپله د صبر مېوه تر لاسه كړه.

منبع

د كتاب نوم : مغرور مېږى  (د كوچنيانو كيسې)

 ژباړن : باركوال مياخېل

 خپروونكى : مصور خپرندوى بنسټ- كابل

 چاپ كال : ۱۳۸۹ل (۲۰۱۰م) كال

 كمپوز : كريم لوراند

 چاپ ځاى : كابل

 

د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************

هيله: لطفا د ماشومانو لپاره په نکلونو او اشعار رالېږلو سره زموږ د دغې پروژې سره مرسته وکړئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.