188 ـ د سرلوړۍ تاج

source of image: http://bit.ly/2nRaZ3I

 

 يوه ورځ شېخ چلى په سيل و ووت او تر ډېره لرې پورې لاړ، چي د ډېر مزل په سوب يې په پښو درد شو او د يونې ونې سيوري ته يې دمه وكړه چي ناڅاپه يې نظر تر غرۀ لاندې په پراتۀ ځناور ولګېد، د شېخ چلي نظر كمزورى و، هغه داسې وګڼله چي ګوندې دغه ځناور خر دى، خو هغه ځناور زمرى و، چي ښه ډېر خورك يې كړى و او ويدۀ و، شېخ چلي راغى او د هغه پر ملا ور كښېنوست، تر دواړو غوږونو يې ټينـګ ونيو او د تګ يې ورته وويل. زمري همدغه ګړۍ دوه سړي ښكار كړي او خوړلي وو او په ډېر درانۀ خوب ويدۀ و، را ويښ شو خو په نۀ زړۀ مخ په وړاندې روان شو. شېخ چلي د زمري پر ملا ناست او تر خپل كلي ورسېد، خلكو له كړكيو او دروازو سرونه ورته را و ايستل چي شېخ چلى يې د زمري پر ملا ناست وليد، اريان پاته شول، هغوى د شېخ چلي له زړورتيا څۀ خبر و چي سړي خور زمرى يې د ځان غلام كړى دى او پر هغۀ سپور كلي ته را روان دى، د كلي خلكو دستي يوه لويه پنجره (قفس) ورته راوړله او مخ ته يې ورته كښېښووه، زمرى پنجرې ته ور ننووت او ويدۀ شو. شېخ چلي هم په پنجره كې دننه د زمري تر څنـګ پرېووت ځكه دۀ ته هم خوب ورغلى و، خو خلكو هغه له پنجرې را و ايست او په خپلو اوږو يې اوچت كړ، شېخ چلي ږغ پر وكړ:

- اې خلكو تاسې زۀ په كومه خوشالي كې په اوږو اخيستى يم؟

خلكو د هغۀ پوښتنې ته چندان غوږ ونۀ نيو، خو يوۀ كس ورته وويل چي تا زمرى نيولى دى او تۀ وايې چي زۀ مو په كومه خوشالي كې په اوږو اخيستى يم، شېخ چلي د زمري د نوم په اورېدو سره بې هوښه شو، خلكو د هغۀ لاس او پښې ور وموښلې، خلكو فكر كاوۀ چي شېخ چلي له خوشالۍ بې هوښه شو.

هلته د شېخ چلي له دې كاره پاچا خبر شو، پاچا سمدستي خپل وزير ته امر وكړ چي زموږ په هېواد كې دومره زړور سړى شته نو ولې يې د ملي لښكر مخكښ نه جوړوو، لنډه دا چي شېخ چلي يې په ډېر عزت او احترام د لښكر مشر وټاكه، اوس نو شېخ چلي هم دومره كوچنى سړى نۀ و، د دۀ د دومره عزت په سوب د دربار نور كينه ګر درباريان ډېر سوځېدل، دغو درباريانو په ګډه يو پلان جوړ كړ او د پاچا غوږونو ته يې دا خبره و رسوله چي د هېواد يوه پوله خوندي نۀ ده، د څنګلوري هېواد پوځيان اكثره يرغل كوي او زموږ خلكو ته تاوانونه ور اړوي. پاچا چي د دوى دا خبرې واورېدې نو شېخ چلي يې را وغوښت او ورته ويې ويل:

- ستا د زړورتيا د امتحان وخت راغلى دى، پوځ له ځانه سره د هېواد پولې ته بوځه او د څنګلوري (ګاونډي) هېواد له پوځ سره جګړه وكړه.

په دې وخت كې د هېواد ځينو غدارانو د دوښمن هېواد پاچا ته خبر وركړ چي ستا پر هېواد يرغل كېدونكى دى، تۀ خپل دوه چنده پوځ د خپل هېواد پولې ته را واستوه او جګړې ته يې تيار كړه. په لږ وخت كې د دواړو هېوادونو پوځونه په وسلو بار د جګړې ډګر ته سره را ورسېدل. شېخ چلي نۀ پوهېدۀ چي جګړه څۀ شى دى، ځكه هغه كله هم د جګړې حالت يا څېره نۀ وه ليدلې، هغه د ناخبرتيا له امله په خوښۍ سره پر خپل آس تر ټولو مخكې روان و، ناڅاپه يې د جګړې په ډګر كې څلورو خواوو ته د آم ونو ته پام شو، د ونو په څانګو پورې پاخۀ- پاخۀ امونه را ځړېدلي وو، د شېخ چلي خولۀ امو ته اوبۀ- اوبۀ شوه، سمدستي يې د امو ونو ته غشي ور خطا كړل، كله چي امونه را ولوېدل نو ورغى او خورا په خوند سره د امونو په خوړلو بوخت شو. هلته د دواړو هېوادونو پوځونه په وسلو بار مخامخ جګړې ته تيار ولاړ دي، خو د پوځ مشر شېخ چلي د امونو په خوړلو بوخت و، د دۀ د پوځ ځينو پوځيانو چي شېخ چلي وليد خندا ورغله او ځينې پر دوښمن باندې د يرغل كولو لپاره اماده ولاړ وو. شېخ چلي چي هغه امونه وخوړل، شاوخوا يې وكتل، د دوښمن هېواد په خاوره كې يې يوه د آم ونه تر سترګو شوه، له خپلې خاورې يې غشى ور خطا كړ، خو غشى د امو په ونۀ كې د شاتو د مچيو پر ځاله ولګېد، مچۍ په ډېر زوږ او بوڼېدو سره له خپلې ځالې را ووتې او د دوښمن پوځيان يې په چيچلو- چيچلو سره په چيغو او بوغارو اخته كړل، ټول پوځ يې سره وشيندل شو، ځينې هلته د اوبو تالاب ته ولوېدل او ځينې د ناكامۍ بيرغ په لاس كې پر شا وتښتېدل، د شېخ چلي پوځ چي دغه حالت وليد، په اسانۍ سره يې پر دوښمن هېواد قبضه وكړه، دوښمن پاچا يې ونيو او لاس تړلى يې د خپل هېواد پاچا ته راوست.

اوس نو څۀ و، چي په ټول هېواد كې د خوشالۍ نغمې او سندرې زمزمه كېدلې، نيژدې و چي پاچا له ډېرې خوشالۍ لېونى شوى واى، شېخ چلي ته يې د سرلوړۍ تاج ور پر سر كړ او د هېواد واكمن يې كړ، خو شېخ چلي د هېواد تر واكمن كېدو وروسته كوم بل هېواد ته و تښتېد، ځكه هغه پوهېدۀ چي دا د هرې ورځې ناپوهي دۀ ته تل د سرلوړۍ تاج نۀ شي ور پر سر كولاى.

 منبع

د كتاب نوم : مغرور مېږى  (د كوچنيانو كيسې)

 ژباړن : باركوال مياخېل

 خپروونكى : مصور خپرندوى بنسټ- كابل

 چاپ كال : ۱۳۸۹ل (۲۰۱۰م) كال

 كمپوز : كريم لوراند

 چاپ ځاى : كابل

 

د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************

هيله: لطفا د ماشومانو لپاره په نکلونو او اشعار رالېږلو سره زموږ د دغې پروژې سره مرسته وکړئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.