184 ـ باد او لمر

source of image: http://bit.ly/2pliDmB

 

 ډېره پخوانۍ خبره ده، باد او لمر ډېر سره خواږۀ دوستان وو، خو دواړو به كوښښ كاوۀ چي ځانونه يوۀ بل ته ډېر زورور او هوښيار ښكاره كړي خو بيا هم د دوى تر منځ پخه دوستي وه، هر يوۀ چي به كله كومه سيالي وګټله نو لويي به يې نۀ كوله ځكه خو د دوى د دوستۍ مزى نه شلېدۀ، دوى به له يوۀ بل سره جګړه هم نه كوله. يوه ورځ دواړو دوستانو فكر وكړ چي ځه وګورو په موږ دواړو كې كوم يو زيات زور لري، دواړه په دې فكر كې شول چي ځانونه په څه شي و ازمېيي چي يو دوست تر بل زيات زورور دى، ناببره باد پر سړك باندې روان سړي ته اشاره وكړه چي اوږده او توده كورتۍ يې اغوستې وه، باد لمر ته وويل:

- ځه و به ګورو چي څوك دغه سړى كورتۍ كښلو ته مجبوره كوي.

لمر ورسره خوښه كړه او باد ته يې وويل چي لومړى خپل زور و ازمېيي. باد هم تيار شو او كوښښ يې وكړ چي هر څنګه وي په سړي كورتۍ وكاږي. باد په دومره زور را والوت چي توپان ترې جوړ شو، مرغان ټول په خپلو ځالو ننوتل، ځناور او خزندې خپلو غارونو ته ننوتل، سيلۍ دومره تېزه وه چي ځناور خو ځناور دي، انسانانو هم خپل كارونه پرېښوول او خپلو كورونو ته ولاړل. كړكۍ او ورونه يې وتړل خو توپان بيا هم تم نۀ شو، خو څومره چي به باد تېزېدۀ هغه سړي به خپله كورتۍ نوره هم پر ځان ور ټينګه كړه چي يخ (ساړۀ) يې ونۀ شي ځكه د هغۀ ډېر زيات يخ كېدۀ او غوښتل يې چي ژر كور ته و رسېږي او اور ته ځان تود كړي، باد خپل پوره زور وكړ خو سړي كورتۍ نوره هم په ځان پسې ټينګه كړه او باد و نۀ شو كړاى چي له سړي څخه كورتۍ په زور وكاږي. باد له ډېرې غوسې له ځانه سره توپان او سوربخونه سيلۍ ملګرې كړه خو له سړي يې كورتۍ نه وكښه او نه كورتۍ د ختلو وه. باد چي ستړى شو، بيرته سوكه شو او كرار- كرار بيرته ودرېد، خپله ماته يې ومنله او لمر ته يې وويل:

- ځه لمره ما خو وبايلله، اوس نو ستا وار دى.

لمر له ځانه سره خندل چي باد بېچارګي څومره زور وكړ خو ګټه يې ونۀ كړه، پر خپل زور يې څومره غرور كاوۀ، هغه پوهېدۀ چي غرور ښه كار نۀ دى، داسې نۀ چي دى هم ناكامه شي. لمر ځان تيار كړ او خپل كار يې پيل كړ. لمر روان و او د اسمان منځ ته يې ځان و رساوۀ، ګرمي كرار- كرار زياتېدله، ټكنده غرمه شوه او لمر ښۀ تود شو، دومره تود شو چي ګړۍ مخكې چي كومو خلكو د باد له امله تودې جامې اغوستې وې بيرته يې وكښلې، لمر نور هم پسې تود شو، هغه سړي چي كورتۍ يې اغوستې وه د غاړې نرى څادر يې را خلاس كړ، د تندي خوله يې په وچه كړه او  بيا يې وغورځاوۀ. لمر نور هم وځلېد او لا پسې تود شو، سړي د ګرمۍ له امله كورتۍ وكښه او هغه يې هم پر مځكه وغورځوله.

لمر پر خپله سوبه (فتح) وخندل او باد له وارخطايۍ پټه خولۀ و. لمر په خوشالۍ سره چيغه كړه:

- و دي ليدل بادجانه!!؟

باد سر كښته ځړولى و او ځواب يې وركړ:

- هو لمرجانه ستا زور مي و مانه.

لمر په عاجزۍ سره ځواب وركړ:

- خير دا دومره خبره نه ده خو زورور بايد غرور و نۀ كړي، ستا زور هم كم نۀ و ځكه څنګه ټول انسانان او ځناور ستا له ډاره نۀ را وتل. ما كه شرط و ګاټه د دې دا مانا نۀ ده چي زۀ تا تر ځان زورور ګڼم خو خبره دا ده چي څوك بايد پر خپل زور او قوت غرور و نۀ كړي او نۀ بايد يو څوك تر ځان ټيټ و بلل شي.

منبع

د كتاب نوم : مغرور مېږى  (د كوچنيانو كيسې)

 ژباړن : باركوال مياخېل

 خپروونكى : مصور خپرندوى بنسټ- كابل

 چاپ كال : ۱۳۸۹ل (۲۰۱۰م) كال

 كمپوز : كريم لوراند

 چاپ ځاى : كابل

 

د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************

هيله: لطفا د ماشومانو لپاره په نکلونو او اشعار رالېږلو سره زموږ د دغې پروژې سره مرسته وکړئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.