183 ـ اووۀ سړي خورې

source of image: http://bit.ly/2pEWxrU

 

د ادارې يادونه: دغه نکل ښايي ډير واړه ماشومان وبېروي!
 
يوه پخوانۍ خبره ده چي يوۀ پاچا پر يوۀ هېواد واكمني كوله، هغه ډېر زړسواند و او ټول ولس ورڅخه ډېر خوشاله و، پاچا يواځې يو زوى درلود چي لوى شو د خپل پلار غوندې ډېر نرم خويه وخوت، له هر چا سره يې مينه او خواخوږي كوله، يوه ورځ شاهزاده له خپلې موره اجازه وغوښته چي ځنګله ته د ښكار لپاره لاړ شي، مور يې د زوى زړۀ مات نۀ كړ او ورته ويې ويل:

- زويه تۀ خو شاهزاده يې، ښكار خو د پاچاهانو كار دى، لاړ شه ښكار وكړه خو د ځنګله شمال خواته ګڼ ځنګله ته لاړ نۀ شې

شاهزاده هغه مهال د مور خبره ومنله خو وروسته يې چورت وواهه چي دا څۀ خبره ده، مور يې ولې دى د ځنګله شمال لوري ته له تلو منع كړ. په دويمه ورځ سهار شاهزاده له كوره په ښكار و ووت خو هغه تر ټولو لومړى هماغه لور ته لاړ چي مور ترې منع كړى و، هغه لا پر لاره و چي يو سپين ږيرى په مخه ورغى، سپين ږيري هم شاهزاده ته وويل چي د ځنګلۀ هماغه لور ته لاړ نۀ شي خو شاهزاده پر خپل زور او زړورتيا ډاډه و او د سپين ږيري خبره يې هم تر غوږ تېره كړه، شاهزاده كرار- كرار مزل كاوه او اخير ځنګله ته ورسېد، سپين ږيري شاهزاده ته ويلي و چي د ځنګله په هغه برخه كې اووه سړي خورې اوسېږي، هر څوك چي هلته ورشي ويې خوري، خو دې خبرې هم شاهزاده د ځنګله له تلو را ونۀ ګرځاوه، ګڼ ځنګلۀ ته له ور رسېدو سره سړي خورو ته د انسان بوى ورغى او پر شاهزاده چارچاپېره را وګرځېدې. شاهزاده له هغوى سره د جګړې هوډ وكړ خو د هغۀ زړورتيا هيڅ كار ونۀ كړ. سړي خورو شاهزاده ونيو، خپل كور ته يې يووړ او هلته يې وتاړۀ. شاهزاده پر خپل دې كار سخت غوسه شو او د خداى له درباره يې د مرستې غوښتنه وكړه. اخير په كور كې يواځې د سړي خورو كوچنۍ خور د شاهزاده د څارنې لپاره پاته شوې او نورې له كوره ووتلې، خداى د شاهزاده ناره اورېدلې وه، ګوره چي څنګه د سړي خورې پر شاهزاده زړۀ وسو، د شاهزاده رسۍ يې خلاسې كړې او هغۀ ته يې د جادو پوډر وركړل او ورته ويې ويل:

- كه زما خويندې په تا پسې درغلې نو د سپين رنګ ډبلى خلاس كړه او پوډر پر ونو وشينده، په ځنګلۀ كې به اور ولګېږي او چي تر څو زما خويندې تر اور را تېرېږي تۀ به هم تر ځنګلۀ وتلى يې او چي تر ځنګلۀ ووځې د سرۀ رنګ له ډبلي څخه پوډر پر ونو وشينده اور به خپله مړ شي.

د دې خبرې په اورېدو سره شاهزاده په بيړه پر آس سپور او رهي شو. هلته سړي خورې خبرې شوې او په شاهزاده پسې روانې شوې، شاهزاده هم سپين پوډر پر ونو وشيندل، په ځنګلۀ كې اور ولګېد او دى په بيړه ترې و ووت، دباندې له وتو سره سم يې سرۀ پوډر پر ونو وشيندل چي اور دستي مړ شو. خپلې پاچاهي ماڼۍ ته له را رسېدو سره سم يې د خداى په دربار كې د شكرانې نفل لمونځ ادا كړ او د خپلې مور د خبرې د نۀ منلو له امله يې له موره بخښنه وغوښته.

ګلاليو كوچنيانو! د دې كيسې نتيجه دا ده چي د مور له خبرې منكرېدل له ځانه سره ظلم كول دي او دا خبره بايد په پام كې ولرئ چي د خپلو مشرانو خبره ارومرو ومنئ ځكه چي هغوى تر موږ زيات پوه او هوښيار دي.

منبع

د كتاب نوم : مغرور مېږى  (د كوچنيانو كيسې)

 ژباړن : باركوال مياخېل

 خپروونكى : مصور خپرندوى بنسټ- كابل

 چاپ كال : ۱۳۸۹ل (۲۰۱۰م) كال

 كمپوز : كريم لوراند

 چاپ ځاى : كابل

 

د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************

هيله: لطفا د ماشومانو لپاره په نکلونو او اشعار رالېږلو سره زموږ د دغې پروژې سره مرسته وکړئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.