182 ـ آزادي

source of image: http://bit.ly/1MMstkJ

 

 د پخوانۍ زمانې خبره ده چي يوۀ سوداګر يو ښكلى توتي ساتلى و، توتي به ډېرې خوږې خبرې كولې، ټولې كورنۍ له توتي سره ډېره مينه لرله او هغۀ ته يې ښه خوراكونه وركول، لنډه دا چي توتي د سوداګر د كورنۍ د سترګو تور و، په ټوله سيمه كې د توتي د خبرو اوازه خپره شوې وه، خلك به له لرې- لرې د دۀ د خبرو اورېدو ته راتلل خو هغۀ د خلكو پر دومره ستايلو برسېره د ځان د ازادۍ په اړه فكر كاوۀ چي څنګه به يوه نه يوه ورځ ازاد شي، خو د خپل زړۀ خبره يې هيچا ته نۀ كوله. سوداګر به اكثره د تجارت لپاره نورو هېوادونو ته سفرونه كول، دا ځل په سفر تر روانېدو مخكې يې د كورنۍ له ټولو كسانو وپوښتل چي څۀ شى ورته راوړي؟ هر يوۀ د خپلې خوښې شيان ور وښوول، سوداګر له توتي څخه هم وپوښتل چي څۀ شى ورته راوړي، توتي ورته وويل كله چي له ځنګله تېرېږې نو زما له خوا د ځنګلۀ توتيانو ته وواياست چي زۀ ستاسې ليدلو ته ډېر تږى يم، تاسې ازاد ياست، په باغونو او ځنګلونو كې خوندونه اخلئ، زۀ دلته بندي يم او تل تاسې يادوم. سوداګر له توتي سره ژمنه وكړه او په سفر روان شو.

سوداګر چي له ځنګلۀ سره تېرېدۀ يوه ډله توتيان يې وليدل، آس يې و دراوۀ او هغوى ته يې د خپل توتي پيغام ووايه، د پيغام په اورېدلو سره د يوۀ توتي وزر په بيړه و رپېدل او بيا لكه ساه چي ځنې وخېژي پر مځكه را ولوېد. سوداګر د توتي پر مرګ  ډېر افسوس وكړ، فكر يې وكړ چي دا توتي ارومرو زما د توتي له خپلوانو څخه دى چي د هغۀ د حال په اورېدو بې زغمه شو او مړ شو.

كله چي سوداګر خپل هېواد ته را ستون شو او ټولې كورنۍ ته يې د هغوى سوغاتونه ور ووېشل نو توتي ورڅخه وپوښتل:

- زما غوښتنه دي هم تر سره كړه كه نه؟

سوداګر سړه ساه وكښه او توتي يې له ټولې كيسې خبر كړ، توتي چي څنګه دا كيسه واورېده د هغۀ وزر هم په بيړه و رپېدل او بيا لكه مړ چي شي د پنجرې يوې خواته ولوېد. سوداګر او كورنۍ يې د توتي پر مرګ  سخت افسوس وكړ ، لږ ګړۍ وروسته سوداګر پنجره پرانيستله، توتي يې ترې را و ايست او دباندې يې و غورځاوۀ، خو توتي ژوندى و، وزر يې و رپول، والوت او د يوې ونې پر جګ ښاخ كښېنوست، توتي اريان او اندېښمن غوندې سوداګر ته وويل:

- زما ملګري په خپل عمل سره زما د خلاسون لاره در ښوولې وه، هغۀ درته ويلي و چي د ازادۍ لپاره سر هم وركول كېږي.

له همدې خبرې سره توتي په خوشالۍ- خوشالۍ د خپل هېواد پر لوري والوت، د دې هر څۀ په اړه هغۀ فكر كړى و، ځكه هغۀ له ډېرو ورځو راهيسې د ازادۍ تر لاسه كولو په اړه فكر كاوۀ او هغۀ ته د ازادۍ لپاره دا ښه وخت په لاس ورغلى و چي په هيڅ قيمت يې له لاسه نۀ وركاوۀ او اخير هغۀ له دې موقعې څخه ښه ګټه پورته كړه.

ګرانو كوچنيانو! له دې كيسې به تاسې پوهېدلي ياست چي ازادي څومره ستر نعمت دى او مرغان هم له خپل هېواده سره مينه لري، موږ ته په كار ده چي د زړۀ له تله د دې نعمت قدر وكړو او د زړۀ له تله زدكړه وكړو او د خپل ګران هېواد د پرمختګ او خوشالۍ لپاره زيات كوښښ وكړو.

منبع

د كتاب نوم : مغرور مېږى  (د كوچنيانو كيسې)

 ژباړن : باركوال مياخېل

 خپروونكى : مصور خپرندوى بنسټ- كابل

 چاپ كال : ۱۳۸۹ل (۲۰۱۰م) كال

 كمپوز : كريم لوراند

 چاپ ځاى : كابل

 

د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************

هيله: لطفا د ماشومانو لپاره په نکلونو او اشعار رالېږلو سره زموږ د دغې پروژې سره مرسته وکړئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.